دویمه او ورستۍ برخه 
  
د پې ټې ایم مشران ګواښل، غیر قانوني نیول، شکنجه کول او بېګناه وژل
پاکستان د خپلو دولتي تروریزم په چوکاټ کې د څو لسیزو راهېسې په لویه پښتونخوا او ازاده قبایلي سیمه کې د پښتنو د لږکیو په وړاندې توکم وژنه پیل کړي ده. د پښتنو په وړاندې د پاکستاني ریاست د ترهګرۍ تاریخ د بابړې پېښې رانیولي تر شهید نقیب الله محسود، شهید ارمان لوڼې، عارف پښتېن او په زرګونو نورو پښتنو بې ګناه وژنو او ځورونو اوږد خونړۍ تاریخ دی. په شمالي وزیرستان کې د خیسور په کلي کې یوې پښتني کلیوالي ښځې د پنجابي یرغلګرو پوځیانو د بې ناموسي او ظلمونو خلاف خپل غږ پورته کولو سره ټولو ته پته ولګیده، چې دلته د بې عزتي او بې ناموسي حد تر کومه ځایه رسیدلي دی.
د خړ کمر چېک پوست پېښه کې د پوځ په ډزو کې ۱۳ سوله پال ملکیان ووژل شول او د پې ټې ایم ۲۵ غړي ونیول شول او د تحریک مرکزي مخکښ مشران علي وزیر او محسن داوړ ونیول شول. د پښتون وژنې ورستي زړه بوګنونکې پېښه په شمالي وزیرستان کې د جانیخیلو څلور تنکې ځوانان په ډیره بې رحمه توګه ووژل شول، چې د دې څلورو وژل شویو تنکیو ځوانانو عمرونه د دولسو څخه تر اتلسو کلونو پورې وه. د مړو شویو هلکانو د خپلوانو په وینا، دا هلکان تر موندل کیدو شل ورځې وړاندې د ښکار د پاره وتلي وه، کله چې مړي ومندل شول، پرې بې رحمه تشدد او جنسي تېری هم شوې و. د همدې نه بښونکی پیښې په غبرګون کې د انصاف او عدالت غوښتلو لپاره جانيخیل له مړیو سره د اسلام باد پر لور د یوه پرلت په موخه لایون پیل کړ. د پې ټې اېم مشر منظور احمد پښتېن او محسن ډاوړ او یو شمېر نور فعالانو په غیرقانوني توګه په همدې پرلټ کې د برخه اخیستلو له امله ونیول شول. د پې ټې اېم مشران بیا د پنجابي پوځیانو په تکتېکې شاتګ سره د خبرو اترو او جوړجاړي له لارې زر خوشي شول. 
د پنجابي پوځي استبلیشمنټ جیلونه د هغو شعوري مخکښو پښتنو مشرانو څخه ډک شوي، کوم چې د همدې ظالمونو او بېګناه صحرایې محکمو خلاف راپورته شوي دي. پاکستاني پوځي استبلیشمنټ د هغو پښتنو پر ضد مقدمې ایف اې آرونه درج کړي، کومو چې د بې ګڼاه وژنو لپاره د عدالت غوښتونکي دي او خپل مظلوم ولس ته د انصاف غوښتلو غږ اوچتوي. 
د متضرو پښتنو او پې ټې ایم د وژل شویو مشرانو خپلوانو ویلي، د دوی مقدمې ځنډول کیږي او رسمآ په قضایې ادارو کې نه درج کیږي، ځکه دوی په خپله قاتلین دي.
د غورځنګ مشر پښتین وایې، ارمان لوڼی په قصدي ډول د هدفي وژنې ښکار ګرځیدلي دی. هغه د پاکستان امنیتي ادارې د سلګونو ناروا وژنو ذمه وار ګڼې. د ارمان لوڼی مور بخت بې بې ویلي: زه له پښتنو غواړم، چې دا مبارزه پرې نږدې، د منظور پښتین او محمود خان تر شاه ودریږئ، د ارمان ارمانونه راپوره کړئ، سره یو ځای ودریږئ.
موږ وینو د پښتنو په سیمو کې یو ځلې بیا د پښتنو هدفي وژنې زیاتې شوي دي. د پاکستان حکومت د هدفي وژنو پر وړاندې چوپټیا غوره کړي ده. د همدې هدفي وژنو پر وړاندې د پاکستاني حکومت چوپتیا د دې ښکارندویې کوي، چې دا وژنې د حکومت لخوا طرحه کیږي یا خپله په کې لاس لري. 
پوښتنه دا ده، چې په هدفي وژنو باندې پاکستاني ریاست ولې غلي دی؟ په کومه پېښه کې چې دوی ښکېل نه وي، هغه که ډیره کوشنۍ هم وي، د هغي لپاره عدالت وي. کله چې دوی په پېښه کې ښکېل وي، بیا دوی خپلې خولې بندوي، له دې پته لګیږي، چې دوی په دې وژنو کې ښکېل دي او په ښکاره لاس په کې لري.
د پنجاب پوځ ویاند په سختو تکو کې دا خبر دارۍ ورکړي دی، چې نور د پې ټې ایم وخت ختم دی او ورسره زیاتوي، چې پې ټې ایم د افغانستان او هند د استخباراتې ادارو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي. پنجابي پوځیان د دې خبر په خپرولو سره د پې ټې ایم د مشرانو د نیولو لپاره سیاسي حالات برابرول غواړي. جاهل پوځیان له دې نه خبره دي، چې د پې ټې ایم خلاف د حکومت د دې اقداماتو پایله کې په پاکستان کې د پښتنو پردیتوب او مرییتوب احساس لا نوره ډیریږي. له دې سربیره دوی د پښتنو سره د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې نه یوازې د پښتنو سره غیر منصفانه متشدد چلند کوي، بلکې هغوي سره زورزیاتي کوي، قصدأ ځورول او نیول کیږي‌.
پنجابي پوځیان د پې ټې ایم مشرانو د نیولو په دې تاکتیک کارو سره غواړي، څو د پې ټې ایم په دننه کې خپله مشر منظور احمد پښتین منظوي کړي او هغه او د پې ټې ایم مشران سختدریځې ته اړ کړي. همدارنګه په ولس کې د پې ټې ایم د ریښو غځولو او د تنظېمې پراختیایې چارو مخه ونیولي وي. د پې ټې ایم مشران تل په دې ډول عمل او عکس العمل کې بوخت وساتې.
پنجابي پوځي استبلیشمنټ تل هڅه کوي، څو د پښتون ژغورنې غورځنګ سېمبولیک او کرسیماتک مشر مخه ونیسي، د غورځنګ ځوان مشر او د تحریک نور مخکښو مشران څو ځلې بندیان کړي او ځورولي دي. د پې ټې اېم مشرانو بد نامولو لپاره پر دوی د غدارۍ او جاسوسي تورونه او ایف اې ارونه لګولي دي.
 
د افغانستان تلپاتې سولې په اړه د پې ټې ایم دریځ او اغېز 
د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر په وزیرستان کې یوې غونډې ته داسي ویلي‌: زه د ټول پښتون افغان قام کیسه کوم، تر څو پورې په کابل کې امن نه وي راغلي، تر څو پورې په کندهار کې امن نه وي راغلي، تر څو پورې په پېښور کې، په وزیرستان کې او په کوټه کې امن نه وي راغلي. موږ ټول پښتانه له یو بل سره تړې یو، کله چې کابل ارامه وي، د موږ د وزیرستان او د پښتونخوا د ویش کارو بار ښه په خوند کې روان وي، کله چې هلته جنګ وي، دلته هم جنګ وي. پښتون قام یو ملت دی، که څوک مني او که نه مني.  
مشر په خپلو ویناوو کې بیا وایې: موږ د وزیرستان خلکو ته او ټولو پښتنو ته د ګډې مبارزې بلنه ورکړو. ځکه موږ د یو سر تر بله سره یو ملت یو. خو که کله د وزیرستان د خاورې څخه کابل او پیښور ډزیدلي وي، دغه زموږ خلکو نه دې ډزولي، دا زموږ سوچ نه وه، موږ د هغې کلک مخالف یو، پردیو خلکو له دې ځایه د جنګ اډه جوړه کړي وه. زموږ او تاسو دښمنانو له دغي ځایه د جګړې اډه جوړکړي وه. موږ د ټول پښتون ملت په غم ژاړو، موږ د وزیرستان خلک ټولو پښتنو ته د اتحاد، اتفاق او سوله ییزې مبارزې دعوت ورکوو، ټول پښتانه د وزیرستان لپاره د یو ښکلې ژوند فکر لري. د مشر د بلې وینا له مخې، ګورئ، نن موږ او تاسو راپاڅیدلو، چې په وزیرستان کې دا مسئلې دي، ټول پښتانه زموږ سره ودریدل، پښتانه د امو څخه تر اباسینه، که دلته دي، که هلته دي، که په اروپا او که په چین کې دي، ټول پښتانه زموږ سره ودریدل. خیلیږم او قبایلیږم نور نه شته، پښتانه د خیلونو او قبیلو څخه د راوتولو په حال کې دي، له امونه تر اباسینه د یو لوی متحد افغان ملت په لور ګامونه اخلي، لر او بر نشته افغان یو دی.
د غورځنګ دیرش کلن مشر د خپلو خبرو پرمهال په ټينګار سره څو څو وارې د پښتونخوا او په قبايلي سيمو کې امن، سوله او امنیت د افغانستان له امنيت سره ټېنګ تړلی وبللي دي. د دې سربېر امن او سوله د کرښې دواړو غاړو کې د میشتو پښتنو پر اقتصادي وضعیت ښوالي او سوداګریزو اړیکو پیاوړي کولو باندې لوی اغېز لري.
په افغانستان کې د افغانانو لخوا د پې ټې ایم له ولسي خوځښت څخه تود هر کلی یوازې له دې امله نه دی، ګڼې د خپلو پښتنو وروڼو د بشري او بنسټیزو حقونو څخه د ظالم جابر پنجابي ریاست په وړاندې ملاتړ او دفاع کول دي یا د بشر پالنې له مخې یوازې یو غبرګون ښودل دي. د دې ملي ولسي خوځښت څخه د لرو او برو پښتنو افغانانو ملاتړ د خپلې ملي مفکورې او ملي داعیه څخه ملاتړ دی. د دې پښتنې غورځنګ د عالي اوږد مهاله موخو سره د افغانستان ملي ګټې او تلپاتې سولې او ملي امنیت خبره تړلي ده. دا ټول هغه هیښوونکي، جوړونکي او نښلونکي عنصرونه دي،‌ چې د افغانستان پښتانه دې ته هڅوي، څو د پښتون ژغورنې غورځنګ له ملي موخو څخه په کله ملاتړ او دفاع وکړي.
پښتانه افغانان پوهیږي، چې دښمن مو یو دی. د پنجابي پوځي استبلیشمنټ ژوره پښتون دښمنه ستراتېجي د لرو او برو پښتنو افغانانو لپاره یوه وژونکی زړه ناکامه ستراتېجی ده. د پې ټې ایم سیاست او پالیسي د جګړه ځپلې افغانستان پښتنو لپاره ډیره په زړه پورې او مهمه مبارزه ده. نن ډیرکې لر او بر پښتانه افغانان په دې اند دي، چې د پښتنو تاریخي بیرته یووالي د همدې ملي ولسي غورځنګ په لمن کې نغښتي دی او خپلو ملي او تاریخي موخو ته د رسیدو لار د پې ټې ایم له لارې په تعقیبولو کې ترسره کیږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه بل مخکښ مشر محسن داوړ د وینا له مخې، دوی به د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د دې هېواد جنرالانو ته اجازه ورنکړي، څو نور د افغانستان خلکو او افغان حکومت خلاف جنګي او مخربې پالیسۍ، منصوبې او استعماري پروژې عملي کړي. هغه دا هم ویلي، د پاکستان حکومت افغانستان کې په جنګي مجرم تورن کسان پاکستان ته دعوت کوي او دلته ورسره د افغانستان ضد پالیسۍ جوړوي. دوی ته به د افغانستان د نظام خلاف د اقداماتو اجازه ورنه کړي‌، هغه زیاتوي، د پاکستان د حکومت دغه کار به ناوړه پایلې ولري، تر څو پې ټې ایم په پښو ولاړ وي، دغه کار ته به اجازه ورنکړي. ښاغلی داوړ تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو د پاکستان حکومت پالیسیانې ننګولې دي.
د افغانستان د ملي ګټو او ملي حاکمیت په اړه د پې ټې اېم د مشرانو وروستی دريځونه بلکول معقول او پر ځای دي‌. د دوی دغه ملي دریځونه د کرښې په دواړو غاړو کې د واحد افغان ملت په تړاو د لرو او برو پښتنو افغانانو په فکرونو ځای نیولي دی. د پې ټې اېم څخه د برو پښتنو ملاتړ اړین دی او دا د پښتنو ترمنځ د ېووالي ثبوت ښکارندویې کوي‌.
د پې ټې ایم وژل شويو مخکښو مشرانو سیاسي افکار او سیاسي هلو ځلو کې د احمد شاهي جغرافیي د بیا راژوندي کولو اراده او ارمان شتون لري. دوی په پښتنه ټولنه کې هر انسان ته د خپلو خدای ورکړي حقونو په چوکاټ کې د ټولنیز عدالت غوښتونکي دي. د بیلګې په ډول د شهید ارمان لوڼی افغانیت او اسلامیت ته بیساري وفاداري او د پښتون افغان ملت د ملي مبارزې بیرغ لوړ ساتل یادولي شو.


د لر او بر یو افغان د نعرې لاندې د پې ټې ایم راتلونکی ستراتیجي 
د پې ټې ایم دې نعرې په پښتون افغان ولس کې د راتلونکی په اړه نوی هېلې راټوکولي دي. په لر او بر پښتون افغان وطن کې د مشر منظور احمد پښتین د ملي یووالي سېمبول ګرځیدلو لامل همدا د لر او بر یو افغان نعره ده. د پې ټې اېم مشران په خپل پښتنې محور او ملي ستراتېجۍ کې په ریښتېنې مانا سره د لر او بر پښتنو افغانانو د اتحاد، اتفاق او په یوه مرکز راټولو کې په یوه ځانګړي ځیرکتیا کې هلې ځلې کوي. له همدې امله پې ټې ایم ورځ تر بلې په افغان ولس کې پیاوړي کیږي. په ولسي خلکو کې اعتبار او محبوبیت مومي. منظور احمد پښتين ویلي: د ظالم او د ظلم په ضد به زموږ مزاحمتي مبارزه همدارنګه جاري وي. پې ټې ایم به تر هغې پورې چې لر او بر پښتانه د خپلو حقونو او ارام ژوند څښتنان شوي نه وي، خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.
د پې ټې ایم ملي برخلیک ټاکونکي سوله ییزه مبارزه د ازغن تار سربیره د امو نه تر اباسینه پور غځیدلي ده. دغه پښتنې خوځښت د لرو برو پښتنو د سترو ټبرونو او قبیلو له ملاتړ څخه برخمن دی او پې ټې ایم کې د هرې پښتنې قبیلې ننګیالي، ژمن او شعوري ځوانان شتون لري. دا ځکه چې دا ټول پښتانه د یوه جګړیز ناورین سره مخامخ دي. د یوولسم د سپټمبر د پېښې راهېسې لرو او برو کې وژل، ټکول، نیول او تری تم کول د ټولو پښتنو د ورځېنې ژوند یو برخه ګرځیدلي ده. خلک د ډیورنډ کرښې په دواړ خواو کې په کلیوالو سیمو کې د دولتي مرستو د ژوندانه له لومړنیو له اسانتیاوو بې برخي شوي دي او لرو برو پښتنو د پنجابي او امریکایې پوځیانو د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ستر ستر تاوانونه ګاللي دي.
د پې ټې ایم مشرانو او فعالینو د شکنجه کولو، نیولو، وژلو په غبرګون کې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ګرده نړۍ کې د پښتنو افغانانو لخوا سخت غبرګونونه وښودل شول، د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د پې ټې ایم د وژل شویو مشرانو غیبي جنازې ترسره شوي، په زرګونو خلکو په دې جنازو کې ګډون وکړو. د پې ټې ایم د مشرانو د وژل کیدلو او نیولو په غبرګون کې د نړۍ په ډیرو سترو ښارونو کې احتجاجي لاریونه ترسره کیږي. پې ټې اېم په اروپا کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، د اروپایې ټولنې پارلمان او د بشري حقونو کمیسیون، د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقوقو د څار سازمان مخې ته د پښتنو د بشري حقونو غږ وچت کړي دی او د پې ټې ایم د مشرانو ناروا وژڼې او غیر قانوني نیونې په وړاندې پر نړیوال کچ انلاین غونډې، ویبینارونه او سیمینارونه تر سره کړي. همدارنګه د نړیوالي تولنې د سیاسي، حقوقي سازمانونو لخوا دغه د بشریت ضد جنایت ناروا ظلمونه په سختو ټکو کې رسمآ وغندل وشول او د پاکستاني ریاستي پوځي اونیفورم لرونکو قاتلینو ته د سختو سزاګانو غوښتنې شوې. د پې ټې ایم څخه د بهر میشتو پښتنو افغانانو ملاتړ د دې لامل شو، چې د نړیوالو رسنیو، نړیوالو بشري حقونو سازمانو پام دې ولسي غورځنګ ته راواړول شي.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه عامه پوهاوي، پر خپلځان او نفس باورمنتوب 
قبایلي پښتانه او خودمختاره قبایلې سیمه (فاټا) د حکومت په ادارې چوکاټ کې د اوویا کلونو راهېسې د برتانوي کولونیالیستي استعماري ځواک د وېش په تسلسل کې تر اوسه مستقیمآ د پنجابي پوځي استبلیشمنټ تر کنترول لاندې په انزوا کې ساتلي شوي. قبایلي پښتانه د فاټا په سیمه کې د انګریرانو او هم د پنجابی پوځي پالیسیو کې د پښتون پښتون ترمنځ د یو ډبرین دیول یا اوسپنیزې پردې په څېر کاریدلي دي. له دې توکمې ظالمانه ویش سره د دوی ازاد تګ راتګ محدوده شوي دی. له بهرنۍ نړۍ سره د قبایلي پښتنو هر دول اړیکې د پوځیانو او اې اس اې استخباراتي شبکو له لوري کنټرولیږي او سانسوریږي. له همدې امله د پښتنو قبایلي سیمه د پښتنو د ټولو سیمو په پرتله بې وزلې سیمه ده. دلته د ۹۰ سلنې څخه ډیر خلک نالوستي دي. په خپله مورنې ژبه نه لوستي او نه لیکل کولي شي. په قبایلي سیمه کې د پښتنو وضیعت بې حده ناهیلې کونکې او مایوسه کونکي دی. 
په داسي یو جګړیز او ورسته پاتې چاپیریال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځوان منظور احمد پښتېن په مشرۍ کې رامنځ ته شوي دی. د غورځنګ مشر ویترنر ډاکټر منظور احمد پښتېن یو متواضع، عاجز، یو ریښتېنې صادق مسلمان پښتون  افغان دی. هغه د ژوند یوه ساده ژوند بڼه لري. هغه له دې امله په لرو برو پښتنو کې یو مجبوب، مجرب، زړور کریسماتیک منلي شخصیت دی او هغه د خپلې سرې خولۍ سره د ټولو پښتنو د پاڅونې غورځنګ سېمبول ګرځیدلي دی. هغه د هر نارینه او ښځینه پښتون په ذهن کې یو انقلابي زړور مشر دی. هغه په عام محضر او په غونډو کې په ځانګړي ډول د خپلو خبرو او وینا کې د سپېنو سپېنو خبرو له لارې عام ولس ځانته راماتوي. د هغه په ویناوو کې او د هغه د کړنو په درکولو سره د غونډې اوریدونکي په ريښتېنې توګه ځان له هغه سره عملاً په یوه پښتنې اتحاد او یووالي کې احساسوي. 
هممهاله خلک یا اوریدونکي هغه ته د یو ځانګړي پیغام راوړنکې یا الهام بښونکې شخصیت په څېر ګوري. د مشر په ویناوې کې تل یوه ستره مانا شتون لري. مشر تل په ویناوو کې او خبرو اترو کې یا د افهام او تفاهیم یو ځانګړي مناسب فورم کاروي. له دې کبله د مشر خبرې او ویناوې په زوړ، ځوان، نارینه او ښځینه باندې ښه اغېز شیندي او د هغه د غورځنک غوښتنې، مفکورې او نظریات پښتانه سره نږدې کوي. د مشر په ویناوو کې تر ټولو غوره او مهمه موضوع دا ده، څوک چې ظلم کوي خلاف یو، هغه که پوځي، که ګوډ طالب او که بد طالب دی، خلاف یو. مشر د ټولو مظلومو قومونو خبره هم کوي. د غورځنګ مشر په یوه کلک دریځ سره د ټولو پښتنو افغانانو خبرې کوي. مشر د ټولو لرو او برو پښتنو افغانانو د بشري حقونو خبره کوي. مشر د ټولو پښتنو دښمن ته ګوته نیسې. د غورځنګ سرې خولې لرونکی مشر له دې خبرو او کړنو سره د هغه پرخپلځان او نفس باندې باورمنتوب په ښکاره ثابتیږي. هغه د ټولو مظلومو او بېوزلو پښتنو افغانان د حقونو خبره کوي، هغه د غورځنګ نوم د پښتون ژغورنې غورځنګ ایښودلي دی. مشر په خپلو ویناوو کې هڅه کوي، څو د پښتنو سترګې د دښمن روانو ظالمونو او جګړیزو پروژو په اړه ورخلاصي کړي. لر او بر پښتانه ورته راویښ کړي. مشر په دې خبره ښه پوهیږي، چې څنګه تقسیم در تقسیم ویشلي پښتانه افغانان سره یو موټې کړي. له همدې امله د پښتنو نارینه پالې ټولنې ته په کتو سره په غورځنګ کې د ښځو ونډه ډیره درنه شوي ده. په غورځنګ د ښځو رول ډیر مهم ګرځیدلي دی. وسمهال ټولو لرو برو افغانانو پښتنو په سرې خولې مشر باندې اعتماد او باور کړي، چې هغه به د پښتنو پښتون احساس نه خاوړې کوي. هغه په خپلو سترګو د پښتنو ټول له دردونو ډک ناوړه وضعیت لیدلي دی، چې څنګه پنجابي پوځیانو لوی وزیرستان د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې لپاره د بهرنیو جنګیالیو لپاره د ټرنینګ مرکز او یوه د حکومتي قانون تېښه سیمه ګرځولي. د دې ټولو جګړیزو ناورینو او په سیمه کې د شته وسلو سره سره دې قبایلي غورځنګ مذاحمتي او غیر پارلماني مبارزه د دریو کلونو. راهېسې په سیستماتیک او مسلسل ډول د بې تاوه پاڅون یا د عدم تشدد تګلارې خپله کړي ده. که څه هم د غورځنګ ځېنې ملګري د متشددې یا قهرجنې مبارزې خبرې یا پلوي کوي، خو غورځنګ تر اوسه د سیاسي کړکیچ په حلولو کې د دښمن په وړاندې په متشدده مبارزه یا په تاوتریخوالي لاس نه دی پورې کړي. پې ټې ایم پرته له تاوتریخوالي په سوله ییزه توګه خپل مذاحمتي مقاومت ته دوام ورکوي. پې ټې ایم په خپلو اسلامي مذهبې مقدساتو او ایماني موتقداتو باندې ټینګ باور لري او ورسره سوله ییزه مبارزه پر مخ بیایې. پې ټې ایم تر اوسه د عامه پوهاوي له لارې د سیاسي کړکیچ په حلولو کې پر خپلو ملاتړو او پلویانو د قهرجنې مبارزې پرته د سوله ییزې یا عدم تشدد مبارز له لیارې خپل اغیز شیندلي دی. 
 
ټولېزه پایله:
درست پښتون له کندهاره تر اټکه ټول پوهه پښتانه ښه پوهیږي، چې د اوویا کلونو جنګ جګړو راهېسې دا د لرو برو پښتنو یوه سیاسي او تاریخي اړتیا وه، څو په پښتنو کې یو غیر ګوندي، مذاحمتي ولسي ملي تحریک رامنځ ته شو. څو په دا دومره شور ما شور کې د غفلت په خوب کې ځېنې ویډه پښتانه له اوږده خوبه راویښ کړي. پې ټې ایم په خپلي درې کلنې سوله ییزې مذاحمتي او غیر پارلماني مبارزې تاریخ کې د لوی افغانستان په لر او برو پښتنو افغانانو په راویښولو کې، د افغانانو د سیاسي، حقوقي، جغراقيې ټولنیز، ولسي شعور رابیدارولو کې، د پښتنو ٬٬ زموږ پښتنې احساس٬٬ په راویښولو کې، وده ورکولو کې او د لرو برو پښتنو یو نوی ستر فکري انقلابي عصر یا د پښتنو فکري رنیسانس پیر پیل کړي دی. پې ټې ایم د پښتنو بشري حقونو او غوښتنې لپاره نه یواځې د سترو ولسي غونډو، احتجاجونو، لاریونونو او پرلتونه تر سره کړل، بلکې پې ټې اېم د لر او بر پښتنو په راویښولو کې او د افغان ملت د ملي تاریخي فلسفې په پوهاوې کې، پښتنو ته پر امنه او هوسا ژوندون غوښتلو کې ستر ستر پرمختګونه او لاسته راوړنې لري. په دې ورستيو څو لسیزو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د ملتپالنې او یووالي په تاریخ کې یو تر ټولو ستر ځوان، پیاوړي، فعال شعوري ولسي بیسارۍ ويښ غورځنګ پیژندل کیږي. وسمهال دا غورځنګ د عصر او زمان د غوښتنو سره سم د تنظېمې نظم او پراخبنسټه ولسي ملي غورځنګ کیدلو په حال کې لیدل کیږي.

PTM is a Grassroots Movements   : پې ټې اېم لکه د ځمکې لاندې د واښو ریښو په څېر مخ پر وده یو وده کونکی حرکت دی. پرتله شکه د پې ټې اېم تحریک د پنجابي پوځی استبلیشمنټ له ګواښونو سربیره د سترو تنظېمې او سیاسي ننګونو او ستونزو سره هم مخامخ دی. پې ټې اېم باید خپل تنظیمې جوړښت لا ګړندې پراخه ولسی کړي. پې ټې اېم باید د راتلونکی په اړه لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه طرحه کړي. پې ټې ایم باید د لرو برو پښتنو افغانانو لپاره دریو سترو جرګو لاره خلاصه کړي. یوه ستره جرګه په پښتونخوا کې، بله په افغانستان کې او یوه تر ټولو ستره جرګه د ټولو پښتنو افغانانو ملي جرګه راوغواړي، څو د پښتنو افغانانو بنسټېزه پوښتنې، غوښتنې او د سترو تاریخي ستونزو حل په کې راویستل شي. 
دا یوه منلي خبره ده، چې د پنجابي پوځي استبلیشمنټ په مرسته او ملاتړ روانه ترهګري د ډیورنډ استعماري کرښې سره مستقیمآ تړاو لري. تر څو د پښتون پښتون ترمنځ د ډیورنډ توره کرښه شتون ولري. د پنجابي پوځی استبلیشمنټ دولتي ترهګري به زموږ په خاوره کې روانه وي، په دې ترهګریزه جګړه کې به له امونه تر اباسینه د افغانانو سرونه وهل کیږي، ښارونه، تاریخونه او د پښتنو افغانانو عزتونه به تباه کیږي. د پاکستاني ترهګر ریاست شتون او بقا ضمانت په ترهګري کې ده. پنجابي جرنېلان ترهګري ته اړتیا لري. ټول پښتانه افغانان باید دې ترهګري په وړاندې باید په ګډه ودریږي. 
په ټولیزه توګه که د پې ټې ایم اوسنې بنستېزې موخې په ځېر سره وڅېړل شي، دغه غورځنګ د ترهګري پر ضد د پښتون افغان ولس د راويښولو او په سیمه کې د سولې لپاره مبارزه کوي، څو پښتانه د پنجابي استعمار په وړاندې ودریږي. پې ټې اېم د پښتون افغان ملت د مظلومیت او محکومیت غږ په ټوله نړۍ کې اوچت کړي دی. قامونه یا ولسونه په سترو ژورو فکرونو، په پیاوړو سیاسي تاریخې ارادو او په بیسارو قربانیو ازادیږي. مظلوم ولسونه په ولسي لوړو فکرونو او په لوړو سیاسي شعوري ارادو او پریکړو خپلواکه کیږي. نن زموږ په ستره لرغونې پښتنه ټولنه کې خونړیو کړکیچونو ته په کتو سره پې ټې اېم د پښتنو یووالي او خپلواکې لپاره یو تر ټولو بهترین ولسي پلټفورم ګرځیدلي دی، ځکه دا غورځنګ د ټولو لرو برو پښتنو افغانانو د حقونو او د یووالي لپاره مبارزه کوي. د تحریک اصلې موخه پښتون ته په خپله خاوره کې خپل اختیار غوښتل دي. پې ټې اېم دا ثابته کړه، چې. پښتانه د قبایلیت څخه د یو لوی خپلواک واحد او متحد ملت په لور ګامونه اخلي. پې ټې ایم د لرو برو پښتنو افغانانو یوه قومي فیصله ده. پې ټې ایم د ټول پښتون افغان وطن خبرې کوي، موږ مجبوره یو د خپل ولس او راتلونکی نسلو د بقا او ارتقا لپاره د پنجابي پوځي استبلیشمنټ په وړاندې په ګډه ودریږو، پښتانه پوهیدلي دي، که د زماني توفانونو مخي ته په ګډه ونه دریږو، بیا ورو ورو ورک کیږو. پې ټې اېم د پښتنو د بې اتفاوتي او بې تفاوتې په سلسل کې سره راپورته کړي دي. پې ټې اېم د جګړې ضد یو تحریک دی او د پښتنو د عدم تشدد یو سوله پال ولسي غورځنګ دی. دا یوه ثابته خبر ده، چې په پاکستان کې د پنجابی پوځیانو له خوا پر پښتنو باندې سخت ظلمونه او په بیساري توګه سختي ځورونې او ظالمانه تشدد ترسره شوي دی. د پې ټې ایم ټوله مبارزه د پښتنو راویښولو لپاره او په پاکستان کې د ټولنیزو بې عدالتیو پر وړاندې مبارزه کول دي. 
نن د لوی وزیرستان، د اورکزیو، باجوړ او باړۍ بازارونه قصدآ کندو کپر وران ویجاړ کړل شوي دي. ښکلی سوات سوځیدلي دی، پنجابي پوځیانو د بونیر غرونه نیولي، څو هلته خپلو ترهګرو ته جګړییز ترینینګونه ورکړي. له کویټې څخه تر سوات د پنجابي پوځیان قبضې روانې دي. د چمن، تورخم او غلام خان په لارو باندې د پیړیو پیړیو راهېسې افغانان پښتانه، کوچیانو خپل ازاد تګ راتګ درلود، اوس پنجابي پوځیان ورته په ولاړه کې ولاړ دي، د بې وزلو پښتنو ناروغاونو، ښځینه، بوډاګانو او د پښتنو ماشومانو سره د ټولو نړیوالو منل شویو قوانینونو او اصولو خلاف ناوړه چلند پیل کړي دی، د پښتنو څخه په خپله خاوره کې پنجابی پوځی ویزې غواړي. د چمن په لاره کې ماشومان وژل کیږي، په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې رواني دي. پښتانه قبایل یا د پښتنو قبیلې له یو بل سره جنګول کیږي، د اغزن تار له امله په میلیونه پښتانه بې ځایه شوي دي. ۶۵ زره پښتانه ژوندي ورک او ترې تم شوي دي، په لر او بر کې په لکونه پښتانه افغانان وژلي شوي ‌دي‌. پښتانه د ترهګر په نوم بې ګناه وژل کیږي، څوک د پوښتنې نه وه. لنډه دا چې په پاکستان کې پښتانه سخت ځپل شوي ‌دي.
کله چې چا د دې ظالمونو خلاف غږ راپورته کولو، امن او ټولنیز عدالت غوښتلو‌ یا د خپلو وژلي شویو خپلوانو خبره یې کوله، هغه به هم وژل کیدلو، جیل ته به لیږل کیدلو. په داسي یو بد حالت کې پاکستاني پوځیان خپل ترهګر تمویلوي، پاکستان کې ترهکر خپل ازاد ګرځي، ترهګرو ته د ریاست لخوا سهولتونه برابریږي، همدغه پاکستاني ملکي او پوځي رژیم د پښتنو وژلو لپاره په سیمه کې اجرتې قاتلانو ساتلي دي‌ او د هغوي سره ډیره ښه ملګرتیا لري. پنجابي پوځیان اوس هم د سویلي قبایلو امنېتې چارې خپلو ملیشو یا په سیمه کې خپلو مقامې امن کمېټو ته سپارل غواړي.
د پې ټې ایم غورځنګوال وايې: خبر دې وي دښمن، ګور ته به یو سي دغه ارمان، موږ نه شي بیلولي، یو بچې د میرویس خان لر او بر یو افغان، نن د کابل، پيښور، خیبر، کویټې او کویټې شعوري وبښ پښتانه د سره یو ځای شوي، بیا دې تور منافق دښمن خبر وي او وپوهیږي، چې زورور پښتانه سره یو ځای شوي دي. د پښتنو ځوانانو لښکر جوړې دی، پښتون ته خپل حقوق، سوله او ژوندون غواړي.
د دې ټولو ربړو ستونزو حل د پښتنو په یووالي کې نغښتي دی. پښتانه کې د استعماري کرښې دیخوا دي، که ها خوا دي، پښتون پښتنون دی، پښتانه یو دي، نور په قبیلو او خیلونو نه ویشل کیږي. که په افغانستان کې جګړه ختمه شو، دا ټوله خطه به ترقي وکړي، که دلته جنګ لګیا وه، په دې خطه کې بیا څوک هم مخته نشي تللي. تر څو د افغان خاوره په جنګ وي، ترهغې به ټوله خطه په کې لګیا وي، د مشر په وینا .
 
 پای