د محمدکریم نور لخوا خپرې شوې لیکنې


د واک او لوټ لپاره د خوارجو "جهاد"

 د سمنګان په ولایت کې د ملي امنیت د ودانۍ تر څنګ اود ښار په منځ کې د طالب سړیخورو د موټر بم چاودنه د واک او قدرت لپاره د طالبانو د جګړې یو ستر ثبوت دی . بې له شکه چې دا به د ابوجهل د لښکر وروستی برید نه وي ځکه چې الله سبحانه و تعالی چې څوک ګمراه کړي، هغه ته په خپل جهل، وحشت، ګمراهۍ، کفر، فساد او ارتداد کې پرمختګ ورکوي، په زړونو یې مهر لګوي او له هدایت څخه یې محروم کړي . او بې له شکه چې طالبان ورځ پر ورځ له اسلام څخه په بې سارې توګه واټن نیسي . د الله ج په وړاندې به تر دې ستر جرم او جنایت چېرې

15.07.2020 محمدکریم نور

د دوستم مارشالي او وړتیاوې

دوستم ته د مارشارلۍ د رتبې پړه اچول پر ولسمشر غني نه یوازې د خپلې کمزورتیا پټول دي، بلکې همداسې له ولسمشر غني سره ناځواني او له دې هېواد او ولس سره ظلم دی . زموږ د هېواد یو له عجایبو او حیرانوونکو دودونو، پېښو او کیسو څخه یو عادت دا دی چې د یوه سکالو (موضوع) پر اړین اړخ نه بحث کوو او نه هم ارزښت ورکوو . که یې په ډانګ پویلې ووایم اړین اړخ یې نه پېژنو . له همدې امله د ولسمشر غني خبره لومړی خبرې کوو، بیا وروسته څېړنه . لومړی تور لګوو، بیا څېړنه . له همدې امله د دوستم د مارشالۍ د رتبې لاملونه او

07.07.2020 محمدکریم نور

له جهاد څخه تر کرایي خون او پیره دارۍ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ پاکستان نه یوازې له ترهګرو څخه واتن نه دی نیولی، بلکې د تمې او غوښتنې سره ناباندې پاکستان نور هم ترهګرې ډلې غښتلې او په افغانسان او هند کې یې په نویو ترهګریزو ماموریتونو ګومارلې دي۔ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د موندنو او لاسوندونو پر بنسټ پاکستان په همدې توګه طالبانو ته د سولې له تړون سره هممهال د نویو ترهګریزو یرغلونو، د ولسي وګړو د وژلو، د ټولګټو بنسټونو د نړولو او د افغان دولت سره د سولې څخه پر انکار او جګړې ته د دوام په ورکولو سره ټینګار کړی دی

29.06.2020 محمدکریم نور

د لېنېن دوکتورین او د مسلمه امت د تاړاک اتلان

که لېنین اوس ژوندی وای، د خپلو پلیدو نظریو د اثبات لپاره به یې د افغان مجاهدینو د وحشت زرګونې بېلګې راوړلې چې دین یا مذهب د څومره بدبختیو لامل ګرځي۔ همداسې به یې نړیوالو ته د لوېدیز امپریالېستانو د پروژو او کرایي قاتلانو ناولې څېرې بربنډولې۔ په بشپړ باور چې د هرې خبرې لپاره به یې یو لاسوند (ثبوت) وړاندې کوه او په بپشړ باور چې د لاسوندونو له کمښت سره به نه وای مخ شوی۔  دا دي د لېنېن له مرګه څخه کابو شپږ نوي کلونه تېرېري، خو د ده یوه او بله وینا یا سیاسي او نظامي دوکتورین په ډېرو اسلامي

10.06.2020 محمدکریم نور

د امریکایي قراردادي خونیانو جهاد که د مسلمه امت ځپل؟

په کابل کې په نویو زیږدېلو ماشومانو او د دوی پر میندو او په ننګرهار کې په جنازه له برید وروسته چې ولسمشر غني د امریکا په قراردي خونیانو یا طالب سړیخورو د یرغلیزو عملیاتو اعلان وکړ، طالبانو غوغا پیل کړه چې ولسمشر غني سوله نه غواړي، جګړه غواړي او هڅه یې دا ده چې د جګړې له لارې په واک کې پاتې شي۔ سربېره پر دې د طالبانو د کوټې او پېښور شوراګانو د قطرمېشتي طالب مشرانو په خوښه په افغانستان کې د ملکي او نظامي بسنټونو پر ضد د مرګوني یرغلونو اعلان هم وکړ۔ که څه هم چې افغان غمځپلی ولس طالب ښه ترا پیژني

17.05.2020 محمدکریم نور

د سیاسي سرچوک شپېته کلنه رنډۍ

څاروی حلال نه، ښنکی پر سر نیولی۔ په بل عبارت، د واده یا خیرات لپاره څاروی حلال شوی نه دی، خو ده به کاسه یا پتنوس د غوښې لپاره وار له وړاندې پر سر نیولي وي او د "راکړه" نارې به وهي۔ کټ مټ لکه ډاکتر ګلمرجان۔ د رایې ورکولو بهیر لا پای ته نه وي رسېدلی، خو دی پلید به بوغارې وهي چې ټاکنې ده ګټلې دي، دی ولسمشر دی، سبا ته کابینه جوړوي، که یې چا مخ ډب کړه، خلک به ووژني، ولسونه به د توکم په نامه وپاڅوي، د وینو سېلابونه به راولي، افغانستان به تجزیه کړي، خو مسئولیت یې د ده پر غاړه نه، بلکې د بل پر غاړه د

12.05.2020 محمدکریم نور

ښاغلی حکمتیار او د ده ناپایه ستونځې

ښاغلی حکمتیار هغه سیاسي څېره ده چې له تازه ځوانۍ څخه یې تر سپینږیریتوب پورې د افغانستان په تاریخ کې خورا پراخه رول لوبولی دی، خو مثبت نه، بلکې منفي۔ لکه د پښتو ژبې لیکدړه یا کیبورد چې د مایکروسافت په هیڅ سیستم کې سم کار نه ورکوي، ښاغلی حکمتیار هم په هېڅ سیاسي سیستم کې خپل ځای نه دی پیدا کړی او له هر سیستم سره بېسارې د جوړجاړۍ ستونځې لري۔  ښاغلي حکمتیار چې د پوهنتون له دورې څخه سیاست پیل کړ، ډېر ژر یې د شهید داؤدخان له شرعي نظام سره ستونځه پیدا شوه۔ له همدې امله یاغي او ټوپک ته یې لاس

04.05.2020 محمدکریم نور

د سنګر طالبه، تاته جګړه جهاد، خو ستا مشر ته تجارت دی

د سنګر طالبه! پوهېږم چې د قسمت، تقدیر او الهي آزموینې زیږو څپړو وهلی یې او له بې شمېره ناخوالو سره لاس او ګرېوان یې، خو ځان په خپله ولې هلاکت ته ورکوې؟ که ریښتیا د الله سبحانه تعالی په لاره کې جګړه کوې، نو همدا ستا رب تا ته د سولې امر کوي او له افراط څخه دې منع کوي۔ تا ولې دوې پښې په یوه موزه منډلې او د الله اکبر په بدرګه د خپل رب مخلوق وژني او د خپل رب کور نړوي؟ ولې او د چا لپاره جګړه کوې؟ د الله سبحانه تعالی لپاره که د داسې چا د ګټو لپاره چې تر اوسه دې نه دی لیدلې؟ کومه فتوا

25.04.2020 محمدکریم نور

څوک سوله نه غواړي؟؟؟ طالب که افغان دولت؟

طالبانو اعلان وکړ چې نور له افغان دولت سره د بندیانو په اړه خبرې نه کوي۔ دلیل یې دا دی چې افغان دولت ۵۰۰۰ طالبان په یوه وار له څنګه چې له امریکا سره په تړون کې یې یادونه شوې وه، نه خوشې کوي۔  همدا له عقله لرې خبری د کابل نېکتیایي واله طالبان چې د دولت خیرنې کاسې څټي، هم ساعت پر ساعت تکراروي۔ تر ټولو خنداوړ هر ګوره د ژوند تلوېزیون د خبرونو فسبوکي پاڼه ده چې د پنجاب دولت او د دوی د طالبي ملېشو خبرې تکراروي او غواړي چې په دې سره افغان ولس وغولوي چې طالبان سوله غواړي، خو دا دولت دی چې سوله نه کوي

11.04.2020 محمدکریم نور

له سولې منکر د خیالي بریا په تمه دی

لکه څنګه چې د روسانو له وتون څخه وروسته جهادي ګوندونو، په ځانګړې توګه پنجاب بشپړ باور درلود چې د ډاکتر نجیب الله رژیم به په څو اوونیو کې وشړوي، نن سبا طالبان او بیا هم په ځانګړې توګه د دوی پنجابي مشران په کلکه په دې باور دي چې د ولسمشر غني حکومت به نسکور کړي۔ خو له څنګه چې مجاهدینو او پنجابي مشرانو او ملېشو یې ماتې وخوړه، همداسې به طالبان او پنجابي مشران یې هم خپل خوبونه دوزخ ته یوسي، ان شا الله۔  د امریکا او طالب د سولې له ډرامې وروسته طالبانو په بې شمېره توګه پنجابي ملېشې افغانستان

05.04.2020 محمدکریم نور

د امریکا او طالب له تړون وروسته د ناورین مسئولیت

هر وسلوال طالب چې هر چېرې وي، هر څه یې چې دنده او مآموریت وي، باید خبر او پر دې پوه وي چې د امریکا او طالبانو له تړون څخه وروسته، طالبان له افغان دولت او د ولس پر ضد د جګړې لپاره هېڅ شرعي دلیل نه لري او له همدې امله یو ټکی فتوا هم ورسره نشته چې خپل وحشت پې توجیهه کړي۔ له همدې امله د جهاد په نامه چې: هر ګرېوان څیرېږي، هر څاڅکی وینه چې تویېږي، هر غاښ چې ماتېږي، هره سترګه چې پړسېږي، هر لاس چې ان له بنده وځي، هره ککرۍ چې پر ځمکه لوېږي، هر روح چې له کالبوت څخه وځي، هره مور چې کونډه، بوره ا

31.03.2020 محمدکریم نور

د کورونا ویروس د پیدایښت لاملونه

که څه هم چې د کورونا ویروس د سارس د ویروس یا ذکام ناروغۍ یوه ګواښمنه بڼه ده او سرچینه یې کېدای شي چین او د وحشي ځناورو خوارک وي، خو بېشکه چې همدا ناروغي د الله ج د قهر یوه بېلګه ده چې پر خپلو بنده ګانو یې راکښته کړې ده۔ که یې له خپل ځان څخه ونیسو، تر خپل کور، ګاونډ، کوڅي، کلي، ښار، ولایت، هېواد او تر ټولې نړۍ پورې، په بشپر باور به ووینو چې د دې آفت او بلا یوازینی لامل زموږ او ستاسې خپل کړه وړه دي او بس۔  کفر به یو خوا پرېږدو، لومړی به خپل ځان او خپل مسلمه امت وڅارو چې په څه څیزونو لګی

30.03.2020 محمدکریم نور

د زابل جنایت، پټ لاسونه او مخنیوی یې

د طالب او امریکا د سولې له تړون وروسته، طالب سړیخور هېڅ شرعي دک او دلیل نه لري چې له افغان دولت سره خپله جګړه روا یا جهاد وبللای شي، ځکه چې له تړون وروسته طالبان ان د کافر وژلو ته فتوا نه لري او شریعت یې مخه نیسي۔ له همدې امله په زابل کې د دېرشو سرتېرو وژن نه یوازې یو وحشت دی، بلکې غیر اسلامي، غیر شرعي او یو غیر انساني کړن دی۔ ان شاالله چې طالب سړیخواره به تر دې نور هم ذلیل او په آخرت کې به ځواب ته راکش شي چې په کومه ګنا مو مؤمنین ووژل۔  که طالب د خپلې ځناورۍ د توجیه کولو لپاره کوم شر

21.03.2020 محمدکریم نور

د سولې تړون که امریکا ته برائت ورکول

که څه هم چې سوله الهي امر دی او جګړه حل لاره نه ده، خو کوم تړون چې طالبانو د اسلامي امارت په نوم له امریکایي خونخوار امپریالېزم سره لاسلیک کړ، نه یوازې دا چې د سولې ضمانت نه شي کولای، بلکې امریکا ته یې د ټولو هغو جنایتونو برائت یا خلاصون ورکړ چې دوی په افغانستان کې د کابو شلو کلونو راهیسې سرته رسولي دي۔  که په دې سوله کې د افغان ولس ګټه وای او د امریکا ماتې یې زبادولی، امریکا به هېڅ وخت داسې تړون نه وای لاسلیک کړی۔ امریکا په لنډ تېر وخت کې تر ټولو ستره ماتې په ویتنام کې وخوړه، خو تر ه

01.03.2020 محمدکریم نور

د کافر ژغورل، خو د مسلمان وژل

د طالبانو د نظامي سربولن غږېز پیغام چې د سنګر طالبانو ته د ملي اردو او پولیسو د وژلو امر ورکوي، خو د امریکایانو سره د سولې د تړون په ساتلو او په امریکایي سرتېرو د برید نه کولو ټینګار کوي، نه یوازې د طالب اصلي څېره بربنډوي، بلکې همداسې زبادوي چې طالب له مذهبي اړخه څومره ذلیل، سپک، لوېدلی او له اسلامي عقېدې څخه لرې دی۔  دا دي طالب سړېخورو د اورکم پر دویمه ورځ په عزني کې دوه هغه پولیس وژلي دي چې له ښار څخه خپل کلي ته روان ول۔  طالبان د شرعي اصولو پر بنسټ مجبور دي چې له امریکایانو

25.02.2020 محمدکریم نور

دروغجنې څېرې او د نوې مشرۍ اړتیا

په خپله سورې نارې وهي چې کمونېزم مو مات، نړۍ، په تېره اسلامي هیوادونه مو د کمونیزم ځناور ښاماره وژغورل او د برلین دېوال مو ونړوه۔ دغه ادعاوې به څه ناڅه ریښتینې وي، خو همدې د کمونیزم فاتحانو خپل هېواد ته  څه وکړل؟ هېڅ په نامه جهادي رهبر نه غواړي چې دغه پوښتنه ځواب کړي، ځکه چې دوی د خپل هېواد زوی له پلار، لور له مور، ښځه له خاوند، ګاونډی له بل ګاونډي ، کلیوال له کیوال، پښتون له تاجک، تاجک له هزاره، هزاره له اوزبک او دا ټول یو ځل بیا له یو بل سره په جګړه کې ښکېل کړل۔ د برلین د

08.02.2020 محمدکریم نور

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more