طالبانو اعلان وکړ چې نور له افغان دولت سره د بندیانو په اړه خبرې نه کوي۔ دلیل یې دا دی چې افغان دولت ۵۰۰۰ طالبان په یوه وار له څنګه چې له امریکا سره په تړون کې یې یادونه شوې وه، نه خوشې کوي۔ همدا له عقله لرې خبری د کابل نېکتیایي واله طالبان چې د دولت خیرنې کاسې څټي، هم ساعت پر ساعت تکراروي۔ تر ټولو خنداوړ هر ګوره د ژوند تلوېزیون د خبرونو فسبوکي پاڼه ده چې د پنجاب دولت او د دوی د طالبي ملېشو خبرې تکراروي او غواړي چې په دې سره افغان ولس وغولوي چې طالبان سوله غواړي، خو دا دولت دی چې سوله نه کوي۔
دا دي له پلچرخي بندیخانې څخه سل طالبان خوشې شول، سل نور به په راتلونکیو وروځو کې خوشې شي۔ د میاشتې تر پای پورې به یو نیم زر طالبان پریښوول شي۔ طالبانو په خپل وار یوازې په هرات کې پینځه کسان د بانک ملکي کارکوونکي شهیدان کړل، په هر ولایت کې یې خونړي بریدونه وکړل چې له نېکه مرغه یې یوازې خپل ژوندونه تبا کړل او له بده مرغه چې ولسي وګړي ته پکې نه یوازې سرزیان، بلکې همداسې مالي زیانونه هم ورسېدل۔ هغه طالبان چې څو ورځې وړاندې له بندیخانې څخۀ خوشي شوي ول، نن یې دوه کسان بېرته د جګړې په ډګر کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول۔
نو سوله څوک نه غواړي؟؟ افغان دولت که د پنجاب طالبي ملېشې؟؟
حیرانوونکې ده! ټرون له یهودو او نصاراوو سره کوي، خو په خپلو مؤمنو مسلمانانو وروڼو د جهاد په نامه وردانګي۔ افغان منتخب او د ولس له شرعي بیعت سره سم دولت د کابل اداره بولي چې باید ونړول شي، خو دوی خپل ځانونه خپلواک او اسلامي امارت ګڼي، حال دا چې دوی او ټولې کورنۍ یې له پنجاب سره یرغمل دي او هېڅ اسلامي هېواد یې په رسمیت نه پېژني، ان پنجاب یې په رسمیت نه پېژني، بلکې د تشناب د کاغذ په څیر یې کاروي۔ د طالبانو ټولې غوښتنې همغه دي چې پنجاب یې په ښکاره او پټه له افغان دولت څخه لري۔ طالبان تر ټولو ډېر د هغو بندیانو خلاصون ته لېواله دي چې د آی اېس آی کارمن دي او پنجاب یې خلاصون ته په هره بیه تیار دی۔
کله چې افغان دولت د طالبانو بندیان ورخوشې نه کړي، طالبان امریکا ته په ګونډو شي چې هلئ پر افغان دولت زور واچوئ چې زموږ بندیان خوشې کړي۔ دردوونکي دا ده چې نن هغه کسان چې ځانونو ته یې د موسی ع لقبونه ورکول او د نړیوال انسان خوړونکې اسعتمار پر ضد یې د جهاد سورې نارې وهلې، نن همغه حماریان د امریکا له سیاسي او نظامي مشرانو سره په یوه بې ساري دوستانه او عاشقانه چاپېریال کې په پرله پسي توګه ناستې ولاړې لري او له امریکا څخه غواړي چې کله دوی (طالبان) په یوه مؤمن ولس راکټونه اوروي، د یوه شرعي نظام پر ضد ترهګریزو چارو ته لاس اچوي، نو امریکا دې غلې پاتې شي۔ ښه بېلګه یې د طالبانو او د امریکایي جنرال سکات مېلر پرونۍ ناسته ده چې د طالبانو ویاند سهیل کارغه یې په خپل ټویټر کې اعلان کړې ده۔
په ریښتیا چې د الله ج نیول ډېر سخت دي، په ریښتیا چې الله ج چې څوک ذلیل کوي، نو داسې یې ذلیل کوي چې هم به په دې نړۍ ذلیل وي او هم به په آخرت کې ذلیل وي۔ په ریښتیا چې څوک د الله ج په آیتونو پیسې ټولوي، په ریښتیا چې څوک د الله ج آیتونه د مؤمنو مسلمانانو د وژلو لپاره خرڅوي او کاروي، په ریښتیا چې څوک د الله ج په نامه د الله ج د مخلوق پر ضد هر ډول جرم او جنایت ته لاس اچوي، په ریښتیا چې داسې به ذلیل کېږي لکه طالبان۔ تر اوسه لا وخت دی۔ د ذلت څپې د طالبانو پر خوا روانې دي!
طالبان باید پوه وي چې نور د الله ج په قهر او عذاب اخته شوې دي، او د غضب په ډنډ کې به یې ورو ورو پښې ونیښلي۔ د طالبانو او امریکا له تړون څخه دا دي یوه میاشت نیمه میاشت تېره شوه، خو طالبان نه پر خپله پازه (مسئولیت) پوه شول او نه د امریکا پر پازه (مسئولیت)۔ امریکا به طالبان داسې یوه حالت ته راولي چې طالب به نه د سولې ډرامه ییز تړون ساتلی شي او نه به ترې په شا کېدای شي۔ تر ټولو ښه بیلګه یې دا ده چې له امریکا سره د طالبانو تړون په خپله د طالبانو په منځ کې په بې سارې توګه مخالفتونه رامنځته کړل۔ ځینې مشران یې ان د قطر د مشرانو بشپړ مخالف دي او له امریکا سره خبرې غیر شرعي ګڼي۔ ځینې طالب مشران غواړي چې د آی اس آی د غوښتنو پر ځای طالبان باید د افغان ولس اندېښنې او غوښتنې په پام کې ونیسي۔ ځینې طالب مشران له امریکا سره له تړون وروسته په بشپړه توګه له افغان دولت سره اوربند ته تیار دي او د جګړې لپاره شرعي دلیلونه نه ویني۔ همدا د طالبانو خپلمنځي مخالفتونه د دې سبب شول چې په کوټه کې یو پر بل بمونه والوځوي۔
په داسې حال کې چې په ولس نه یوازې له نېستۍ سره لاس او ګرېوان دی، بلکې له یوې لویې وبا سره مخامخ دی چې کېدای شي یو لوی ناورین رامنځته کړي، طالبان لګیا دي د خپل پنجابي منیجر او امریکایي بادار سره د افغان ولس په ضد جګړې کوې، ولسونه ځپي او د یوه شرعي نظام د مرستو مخه نیسي، د یوه شرعي نظام د ړنګولو هڅې کوي، د یوه مؤمن مسلمان ولس بنسټونه نړوي، د اسلام یو سپېڅلی سنګر کمزوری کوي، نړیوالو ته شریعت د شک وړ ګرځوي او اسلامي ارزښتونه سپکوي۔
دا دي طالبانو په خپلو یرغلونو او ترهګریزو چارو سره زباد کړه چې د تل په څېر یې له سولې سره زېږدیزه یا فطري، ازلې او ابدې دوښمني ده۔ دا جګړه نه جهاد دی او نه هم کوم شرعي دلیل ورته لري۔ دا جګړه یوازې او یوازې د پنجاب، ایران، امریکا او انګلېستان په غوښتنه اوږدېږي تر څو په نړۍ کې اسلامي نظامونه وځپل شي، سپک، بې بنیاده او په جرم او جنایت سره ککړ او تورن شي۔ دا جګړه د یو څو سوداګرو جګړه ده چې د جهاد په نامه خپل جېبونه ډکوي او خپلې چړچې کوي۔
طالبان نه جهاد پېژني او یې پر شرعي اصولو پوهېږي۔ سربېره پر دې له سیاست څخه ګردسره ناخبره دي، د دې ټولنې په اړتیاوو او وړتیاوو نه پوهېږي او نه یې هم پروا لري۔ طالبان تر ټولو څخه ډېر د اسلام په سپکولو او یوې اسلامي ټولنې ته په زوال ورکولو کې تر ټولو اغېزمن زباد شوي دي۔
افغان ولس به ډېر ژر وویني چې طالبان به د پنجاب په امر ډیرو ناراوو او غیرې انساني کړنو ته د الله اکبر په بدرګه سره لاس واچوي۔ ولس به پوه شي چې طالبان نه سوله غواړي او نه هم د سولې لپاره دې کرایي قاتلانو ته اجازه ورکول کېږي۔ طالبانو نه افغان دولت ته مخ پرېښووه او نه یې هم ولس ته خپله جګړه د پاک او سپېڅلې جهاد په نامه ثابته کړه۔ ټولې د شریعت، جهاد، عدالت، ورورۍ او اسلامي نظام باټې یې همداسې هوایي ډوزې او شیطاني ژمنې وې۔ اوس له امریکا سره نه خپل شیطاني تړون ساتلی شي او نه هم ترې په شا کېدای شي۔