لکه څنګه چې د روسانو له وتون څخه وروسته جهادي ګوندونو، په ځانګړې توګه پنجاب بشپړ باور درلود چې د ډاکتر نجیب الله رژیم به په څو اوونیو کې وشړوي، نن سبا طالبان او بیا هم په ځانګړې توګه د دوی پنجابي مشران په کلکه په دې باور دي چې د ولسمشر غني حکومت به نسکور کړي۔ خو له څنګه چې مجاهدینو او پنجابي مشرانو او ملېشو یې ماتې وخوړه، همداسې به طالبان او پنجابي مشران یې هم خپل خوبونه دوزخ ته یوسي، ان شا الله۔ 

د امریکا او طالب د سولې له ډرامې وروسته طالبانو په بې شمېره توګه پنجابي ملېشې افغانستان ته راوستلې چې د ولسمشر غني حکومت تر فشار لاندې راولي، په ځانګړې توګه افغان ولس ته په هر کونج کې کمین ونیسي او دا ولس په هر ځای کې پرهر پرهر کړي۔  دغو ننداریزو یرغلونو پرته له دې چې افغان پرګنې وځپي، کومه لاسته راوړنه نه درلوده۔ نه یې نظام کمزوری کړ، نه یې طالبانو خپل ځان په ټولنه کې غښتلی او باوري کړ۔ سربېره پر دې چې د ټولنې قهر یې راوپاروه، نړیوالو ته یې هم زباد کړه چې طالب د سولې، اوربند او په ټوله کې له خپل ولس سره نه کومه مینه لري او نه هم له دې ولس سره کوم تړاو څرګندوي۔ خو دا بې ځایه خېزکې او ټوپونه به ان شاالله ډېر ژر کابو او لمنځه یوړل شي۔ کټ مټ لکه د جلال آباد په جګړه کې چې په نامه مجاهدین او پنجابي ملېشې چې په خپلو کړو وړو پښېمانه او نن هم خپلې پښېمانۍ یادوي، همداسې به طالبان او د دوی پنجابي مشران هم پښېمانه شي۔ 

په دې کې شک نشته چې دا ترهګریز عملیات، په ځانګړې توګه د ولسي وګرو په منځ کې چاودنې، بې ګناه ولسي خلک وژل اودولتي مامورین ترور کول، ملکي موټرونه په بمونو الوځول، ټولګټي بنسټونه په بمونو نړول، سړکونه او پلونه په بمونو ویجاړول به یو څو میاشتې وپایي، خو چا چې د دې هېواد له ساتنې سره په خپل سر سودا کړې وي، هغه سرتېري به دا یو څو اجنبي، پنجابي، امریکایي او روسي طالبان ډېر ژر وپوهوي چې له افغان ولس سره دوښمني د منښت وړ نه ده۔  

دا دي د طالبانو او امریکا له تړون وروسته یوه ښه میاشت تېره شوه، خو په کړن کې هېڅ شی نه دي بدل شوي، پرته له دې چې طالبان دې خپل عملیات د ولسي وګړو او دولتي بنسټونو پر ضد تېز کړي، هغه هم په داس حال کې چې دولت یولوری اوربند اعلان کړی دی۔ د  اېران او پنجاب په مشورو هرګوره هره ورځ د افغان ټولنې ولسي مخور مشران، دیني عالمان او دولتي مامورین ترور کېږي۔ دا لړۍ به هم کېدای شي تر یو لنډ وخت پورې وپایي۔ دا هم په دې پورې اړه لري چې طالبان څومره او تر کومه بریده (حد پورې) د پنجاب او ایران شوم پلانونه په خپلو کورونو، کلیو او ښارونو کې پلي کوي۔ خو پایله به یې څه وي؟؟ دې غمځپلي ولس ته به کومه سوکالي راولي؟؟ طالبانو ته به کومه بریا راوړي؟؟

د طالبانو یرغلونو په دې مانا نه چې ګواکي یوازې او یوازې سرتېري یا دولتي مامورین به وژل کېږي، بلکې همداسې طالبان هم وژل کېږي۔ دا په ټوله کې د افغان ټولنې یو لوی انساني ناورین دی چې دولت یې په پای ته رسولو کې تر خپل وس وړاندې هڅې کوي، خو یوازې طالبانو نورو جګړو او ناورینونو ته ملا تړلې ده۔ بدمرغي دا ده چې د طالبانو مشران ګردسره افغانان نه دي، بلکې پنجابي نظامیان دي او هغوی چې ځانونه د افغانانو مشران ګڼي، هغوی یا له پنجاب سره یرغمل دي او یا یې چا مخ نه دی لیدلی او یا هم داسې کسان دي چې د پنجاب، ایران، امریکا او انګلیستان ازلي او ابدي غلامان دي۔ 

ولس باید ېو لنډ وخت د طالبانو ترهګریزو یرغلونو ته سینه ورکړي، خو ډېر ژر به کابو شي۔  دا بریدونه به پای ته ورسېږي، که څه هم چې پایله به یې یوازې یوازې دې ټولنې ته مخامخ وي۔ له هر لوري څخه چې کسان مري، د افغان ټولنې د تاوان یوه لویه برخه جوړوي۔ دا انساني ناورینونه او سرزیانونه د طالبانو د امیر ملا هیبت الله اخوند نه دي، ځکه چې د ده زوی نه مري، لور یې وږې نه ده، بلکې چېرته به د پنجاب یا دوبۍ په خورا دوستانه او عاشقانه چاپېریال کې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره ناسته پاسته او ژوند کوي۔ دا تاوان د امیرخان متقي نه دي، ځکه چې د هغه یو ورور د پنجاب په  نظامي ځواکونو کې دی، هغه هلته بختور دی، په خپله امیرخان متقي په قطر کې د امریکا په روپیو مزې او چړچې کوي او پنجاب ته په خپله وفادارۍ کې تر اوسه پورې ښه پوره بریالی دی۔ همداسې یې نور مشران درواخلئ لکه عبث ستانکزی چې د لور د واده اتڼونو یې د کابل لویترین هوټل او تالار په زوږ اخیستی وو۔ دی په خپلو په قطر، مسکو، تهران او پنجاب کې د ښځینه غربي ژورنالېستانو سره په ډېر خوند خوله کږه وږه کوي۔ د دوی تر ټولو بدمرغه کومېډي څېره سهیل شاهین دی چې خپل دوه زامن یې د حمارت په خزانو ټاکلي دي۔  د پام وړ دا ده چې دوی ټولو یو بل ته خپلې خویندې او لوڼې په نکاح کړې دي او له یو بل سره ښه په درز، مینه او ساعت تېرۍ کې ژوند کوي۔ نو په روان انډوخر کې د طالب مشرانو هېڅ تاوان نشته، بلکې هره ثانیه د دوی مالي عایدات ډیرېږي او پردیو ملکونو ته د دوی اعتبار لوړېږي۔ خواره خواري د سنګر د طالب ده چې مور او پلار یې په کور کې یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او دی د پنجاب لپاره د وژلو، قتل او قتال په کمینونو، مورچلو او پټنځایونو کې شپې سبا کوي۔

د سنګر او جګړې طالبان که په ریښتیا په دې اند وي چې د الله تعالی د کلمې د لوړوالي لپاره جهاد کوي او جنتونه به یې پر برخه شي، نو ولې خپلو لیکو او مورچلو ته د خپلو هغو مشرانو زامن نه راغواړي چې په قطر کې مزې چړچې کوي، ولې همدا قطر مېشتي طالب مشران د جنت او حورو هوسونو نه کوي؟؟ داسې خو به نه وي چې په خپله عبث ستانکزی، متقي، سهیل کارغه او نور یې په خپله په خپلو کړو وړو باور او اعتقاد و نه لري؟؟ داسې خو به نه وي چې دوی ته په خپله ځانونه ترهګر ثابت وي، خو د پنجاب له ډاره او د خپلو مالي عایداتو لپاره دا جګړه پای ته نه رسوي؟؟ داسې خو به نه وي چې په قطر کې همدا د طالب وتلي مشران په دې اند وي چې له جګړې او پردیو ته له غلامۍ څخه پرته دوی نور د هېڅ کار هم نه دي او همدا جګړه ده چې د دوی ګټې یې خوندي کړې دي؟؟؟

پنجاب پوهېږي، تهران پوهېږي او طالبان دې هم پوه شي چې د دې هېواد د قوماندې مرکز ارګ دی او دلته د پاتې کیدلو یوازې دوه لارې شته دي: 

یا به سړی داسې په نهو ټوټو وي لکه ښاغلی کرزی چې په ارګ کې یې دوولس کاله تېر کړل یا به داسې سرتېر وي لکه ولسمشرغني چې د هېواد او خلکو څخه د دفاع په پار خپل ټټر سپر کوي۔ نو طالبانو باید د خپل ولس له وژلو څخه لاس واخلي او د سولې الهي امر ته غاړه کېږدي۔