طنز

جار سم ستا لکه سویی دا رډي مډي سترګې
جا رسم ستا دکروتو لپاره دا ټیټی میټي سترګې
ته خو نه موږ ستا په کړو مړو ډیر شرمیږو
جا رسم ستا دقدرت لپاره دا ویتي میتي سترګې
داسې خبرې کوې څوک له ورایه پوهیږي درواغ وايې
جارسم ستا داده دعوه جلابي وچي مچي سترګې
له نکټايي سره دخلکو په په پزو لکه کرونا ننوځې
جار سم ستا دغوښو لپاره دا وږي مږي سترګې
سترګې مې لیدلی نه دي داسې لکه دا ستا سترګې
جار سم دښکار لپاره داستا رټي مټي سترګې
اوریدلي مو دي چغر، بیجیا ، کاجر او چچړ
په تاریخ کې نه دي راغلي لکه ستا داسې چوغي موغي سترګې
دبایللو غورځنګ چې داسې وي دګټلو به څنګه وي
جار سم بیابیا ستا درواغو ویلو دا اېغي مغي سترګې
ستا د بایللو بیان چې داسې وي دګټلو به دي څنګه وي
جار سم ستا د چور لپاره داجنګي منګي سترګې
چي د بګیل سترګې داسې وي د وړونکي به څنګه وي
جار سم دمقام لپاره دا ستانېغي ګلمرجاني سترګې
په ټولو سترګو کې دي اول مقام یو وړ د بیشرمي
جار سم په تاریخ کې ثبت سوې ستا دا سپينې سترګې
هغه چې ځان نارینه بولي او ښه سینګار مینګارکوي
دهغه نارینه باید وي لکه ستا ډیری کمینې سترګې