که څه هم چې د کورونا ویروس د سارس د ویروس یا ذکام ناروغۍ یوه ګواښمنه بڼه ده او سرچینه یې کېدای شي چین او د وحشي ځناورو خوارک وي، خو بېشکه چې همدا ناروغي د الله ج د قهر یوه بېلګه ده چې پر خپلو بنده ګانو یې راکښته کړې ده۔ که یې له خپل ځان څخه ونیسو، تر خپل کور، ګاونډ، کوڅي، کلي، ښار، ولایت، هېواد او تر ټولې نړۍ پورې، په بشپر باور به ووینو چې د دې آفت او بلا یوازینی لامل زموږ او ستاسې خپل کړه وړه دي او بس۔ 

کفر به یو خوا پرېږدو، لومړی به خپل ځان او خپل مسلمه امت وڅارو چې په څه څیزونو لګیا دی: 

مسلمانان چې کوم جرمونه د الله سبحانه و تعالی په نامه سره سرته رسوي، د بنده په اند باید په ټوله اسلامي نړۍ تیږي راولوېږي، خو تیږي به دومره وېره وانه چوي لکه د کورونا ویروس۔ د کورونا یو لامل هغه مسلمانان دي چې د الله تعالی د کلام د ساتنې په پلمه په همدې مبارک کلام کې بمونه کېږدي، د الله پاک جلال او عظمت ته د الله ج په کور کې په محراب کې په سجده پراته انسانانو ته بمونه کېږدي او د الله تعالی د مبارک نامه په بدرګه سره یې له خاورو سره خاورې ایرې کړي، له کفر څخه په ظلم، شرک او بې رحمۍ کی وړاندې ولاړ شي او د الله ج په ټاکلو حدودو تېری وکړي، د الله ج مؤمن بنده ګان واجب القتل وګڼي، د کافرو په طریقه یې ووژني او جسدونو یې په اور وسوځي، خو دا ټول جرمونه او جنایتونه په دې پلمه چې ګواکي د الله سبحانه و تعالی د مبارک دین او د ده د مبارکو قوانینو د پلیتابه لپاره مبارزه کوي۔ 

دلته په مجسدونو کې د جهاد په نامه اتڼونه کوي، لواط ته لاس اچوي او د مخلوق لپاره د کندو پلانونه جوړوي، د مسلمه امت مال لوټوي، لارې او سړکونه یې ړنګوي، باغونه یې وهي او د سر سړي یې د علم او پوهې په جرم وژني، په پت، عزت او کرامت یې لوبې کوي۔ 

بیا هم سړی پوښتي چې ولې پر دې نړۍ تېږي نه اوري، خو موږ ټول ډاډه یو چې الله سبحانه و تعالی په بې ساری توګه رحیم او رحمان دی۔ تر ټولو ډېره دردوونکې هرګوره دا ده چې د انساني ځناورو د کړو وړو له امله الله ج د خپل مبارک کور دروازې د ټولو بنده ګانو پر مخ وتړلې، هغه که مؤمن وي که ګمراه۔ په دې هیله، زاریو او دعاوو چې الله تعالی یې خپل ټول مخلوق، ګناه کار وي که بې ګنا، له خپل رحم څخه محروم نه کړي۔ لا اله الا انت سبحانک اني کنت من الظالمین!

سربېره د کورونا پر ګواښ چې الله ج یې خپل مخلوق ورسره لاس او ګرېوان کړ، په ریښتیا چې هغه کسان عبرت نه اخلي چې زړونه یې الله ج تور کړي دي۔ هو په ریښتیا هم، هغه کسان هېڅ عبرت نه اخلي چې د مسلمانانو په جامه کې د یهودو، نصاراوو او هر بې دین په ملګرتیا د ځناورو په څېر د افغان مظلوم په وینو خپله تنده خړوبه او سینې سړوي، له کفر سره غاړه غړۍ شي او تړونونه لاسلیکوي، خو د الله ج له مؤمنانو سره په جګړه اخته او د الله ج له مبارک کتاب څخه د دوی وژن ته آیتونه ګوري او واک ته د رسېدلو لپاره دا ټول قتل، فساد، فتنه، جرم او وحشت په مبارکو آیتونو توجیهه کوي، د یو څو روپیو، څوکیو او دبدبې لپاره یې د الله ج پر مخلوق اور بل کړی دی، هره ورځ ماشومان وژني او د الله ج د سولې له امر څخه انکار کوي او خپل وحشت د تکبیر په نارو بدرګه کوي۔ یو ټکی قرآن یې نه وي زده، خو د ساتنې ټټر یې وهي۔ لمونځ یې نه وي زده، خو د بل وژلو ته یې یو زر او یوه فتواوې په جېب کې ګرځوي۔ هغه آیتونو چې د نورو د وژلو لپاره یې له خپل مفتي څخه راوړي، همغه آیتونه به د دوی د وژلو لپاره هره ثآنیه کافي وي، خو بیا هم دوی ځانونو ته د عیسی ع لقبونه ورکوي۔ 

دغه ځناور په کفر او ارتداد ویاړي، په جرم او جنایت روږدي شوي دي، د مؤمن مسلمان په پت، عزت، سر او مال یرغل جهاد ګڼي۔ د اسلام د سنګر د ساتلو په نامه د اسلام یو مضبوط سنګر نړوي، خو هغوی چې د انګریزانو او امریکایانو ابدي او ازلي غلامان دي او تل یې د اسلام پر ضد د دوی توطئې او جګړې په خپل ټول وس او توان پلې کړې دي، د هغوی بنده کي کوي، د هغوی د زنده باد نارې وهي، د هغوی په امرونو د یوه مؤمن ملت په عقیده ملنډې وهي او ولسونه تکفیروي۔

بېشکه چې نه یوازې همدې ځناورو، بلکې ټول مسلمه امت له مادي څیزونو سره په بې سارې توګه زړه تړلی دی۔ دلته سوداګر په روژه، ژمي او تنګ وخت کې نرخونه اوچتوي۔ دلته له لوږې او یخنۍ ماشومان مري، خو ګاونډیان او خپلوان به یې د ورځې دومره لګښت لري لکه د نېستمنو د یوې میاشتې لګښت۔ دلته د نامه، موډ، فېشن، پېژند او شهرت  لپاره خلک پینځه ځلې حج ته درومي، خو کلیواله کونډه یې د ټیکري روپۍ نه لري، د زوی لپاره یو قلم نه لري او د لور لپاره بوټونه۔ دلته اسلامي علماوو د فتواوو دوکانونه جوړ کړي دي، په خپله هر ډول اخلاقي جرم ته لاس اچوي، د شتمن په ګټه د الله ج مبارک آیتونه پټوي، حق پټوي، مظلوم ملامت ګڼي او او نېستمن تکفیروي۔ دلته د لواط په وخت د جهاد او مقاومت باټې او کیسې کوي، دلته د رنډیانو په مجلسونو کې د تکبیر نارې اوچتېږي، غلا، قطاع الطریق، قتل او لنډه غرۍ ته کلتور، ویښیاري او پوهه ویل کېږي۔ دلته د یوې ورځې د واک لپاره د پردیو د زامنو پر سرونو سوداګري کېږي، دلته په ریښتینې مانا سره د ایمان پلورونکیو ډلې ډلې د ملائکو په لباس او د رسوالله ص د وارثینو په لباس کې په غور او پښ په کبر او غرور کې ګرځي او ولسونه د اسلام ، جهاد، خپلواکۍ، عدالت، امارت او خلافت په نامه لوټي او په پت یې لوبې کوي۔  

نو کورونا به څنګه نه نازلېږي؟؟؟ 

د کائېناتو ربه، پرته له حساب څخه مو وبښه، آمین.