د دی لیکنی اصلی سبب د کابل د اداری غیرمعقول اعلانونه او یو شمیر مقالو نشر دی چه د سولی د راسوتو لپاره باید خنډ و بلل شی. هیله ده زه وکولای شم د هغو کسانو په لیکه ودریږم چه د یو اسلامی ، متحد، خپلواک  او سولئز افغانستان غوښتونکی دی. 

1.  ډبر کسان د قطر د سولی د تړون د هرکلی خبری کوی خو خدای خبر دوی تر څوموره سولی ته چمتو دی.  ددوی د ځینو خبرو نه دا نه معلومیږی چه ددوی په خیال سوله څه مفهوم لری. دا په دی معنی چه ایا دوی سوله د اصلی هدف په توګه پیژنی او که نه؟ ایا دسولی لپاره دوی وخودګزری ته اماده دی او که نه؟ ایا دوی د خودنمایی له مرضه خالی دی او که نه؟ ایا دوی اوس هم د خپل ځان په دفاع مصروف دی؟ که چیری د اول سوال نه پرته دا نورو سوالونو ته جواب مثبت وی نو خدای خبر چه سوله به کله راشی. ځکه هر مثبت جواب د سولی د راوستو یوه هیله کموی او ثابتوی چه دا کسان له سولی نه کرکه کوی. که له دی سره سره بیا هم دوی د سولی دعوه کوی نو هغوی ته باید په څرګند ډول وویل شی چه دوی تیروتی دی او یا په یوه خوله کی دوی ژبی لری. 

2.  د یوه اصل په توګه د جګړی دواړه خواوی باید یو بل ته متقابل احترام ولری. دا په دی معنی چه هر یو متقابل طرف مساوی سیال وبولی. دواړه خواوی باید و منی چه متقابل لوری یوه ګیله لری. هر طرف باید قبوله کړی چه هغوی د مقابل لوری په سترګو کی ګناهګار دی. ددی اصولو په اساس دوی باید خپلی خبری پیل او د خپلی بی وزلی په رڼا کی د سولی د راوستو لیاره ولټوی. دواړه خواوی باید دا درک کړی چه سوله له غلیم سره کیږی نه له خوا خوږی او ملګری سره. 

3.  اوسنی د سولی خبری په دی اساس دی چه د کابل اداره به د امریکایانو تړون منی. دا خبره د کلبل د اداری د قطر د تړون سره د مخالفت نه اظهارول دی. که څه هم دوی د اسرائیلی تکتیک نه کار واخیست خو هغه کوښښ یی ناکامه او د ټرمف د ترټلو سبب شو. دوی بیا وروسته مخالفت نه وکړ. په دی اساس د کابل د اداری هر قدم چه د قطر د تړون لپاره شرطونه ږدی نو هغه د سولی لپاره باید پاټکونه وبولو او د هغه ملامتی باید د کابل د اداری په غاړه سی. 

4.   د کابل اداره باید له خپل لمڅی نه د باندی پیښی و نه غزوی. هغوی نه د ملت نمایندګی کوی او نه د ټولو جنګمارانو. که ریښتیا وی نو غنی او عبد الله دواړه د خلکو د سکوتی اظهار په اساس رد شوی کسان دی.  له دوی نه سوی هیڅوک هم د قطر د تړون سره مخالفت نده ښولی. دا اداره صرف د یوی سیکیولری اوتوپکیانو د ډلی په توګه خپل نمایندګان ټاکلای شی او صرف د خپل ځان ضمانت کولای شی چه که سوله راشی نو دوی به بیا له جنګماری نه لاس اخلی. دوی د نورو د بغاوت تضمین نسی کولای. وایی پک چا په سړو نشمارو ده د مجلس سر غوښت. 

5.  د قطر تړون یو اساسی نیمګړتیا لری چه هغه د یوی میانځګړی جرګی نیشتوالی دی. اوس د سولی خبری به د ظالبانو او د نورو توپکیانو په مینڅ کی مستقیمی وی. د بی طرفه منځګړی له نصیحت نه به محروم وی. دا له یوی خوا د مغرضو مخنیوی کوی خو له بلی خوا د سولی د راوستلو یو خنډ کیدای شی. که سولی ته مخلص او د پوهی خاوندان پکی نوی نو د خبرو د ناکامی امکانات ډیر دی. هیله ده دواړه طرف دی نقطی ته متوجه او له احتیاط نه کار واخلی.

6.  داسی ښکاری چه د سولی د خبرو لپاره دا ټاکل شوی یویشت کسان صرف د مجلس د خرابولو او د سولی د اساسی ټکیو د تښتولو لپاره ښه دی. دوی پوهیږی چه طالبان به له اسلامی اصولو نه تیر نه شی. نو د سیکیلرو غړیو ډیرول، په تیره پیا د ښڅینپرستو ښځو، د بیمعنی شور و غوغا جوړول دی. که د کابل اداره ریښتیا سوله غواړی نو دوی باید هغه کسان شامل کړی وای کوم چه بیا د سولی نه وروسته بغاوت ونکړی او دا وس ولری چه د دوی په روی نور هم بغاوت و نه کړی.

7.  د کابل اداره باید پوه وی چه له امریکا سره د طالبانو جنګ د یوی اسلامی فریضی په اساس وه او د په نامه د مجاهدینو له حکومت سره د بلی فریضی په اساس. دا چه د کابل اداره د امریکای استعمار د نماینده رول لری نو د هغوی کاغذی نظام د امریکایانو د فرهنګی استعمار دوام بللای شی. طالبانو چه مسلمانو سره جنګ روا بللی وو نو د کلبل سیکیولره اداره خو تر هغوی بدتره ده. نو ځګه د کابل د اداری پافشاری په خپل اساسی قانون به د جنګ د دوام اعلان وی. نو څګه له دوی نه دا هیله ده چه د سولی په خاطر او د ملی عقایدو د احترام په بنسټ له سیکیولری افراط نه ډډه وکړی.

8.  افغانستان اوس په داسی پړاو کی پروت دی چه که هوښیاریان نه وی نو نور به هم د پټ او ښکاره بدنیتو له خوا وسوځی. امریکا، پاکستان، ایران، اوزبکستان، تاجکستان مونږ ته ښکاره دولتونه دی چه د تیرو څلویښت کلو په دوران کی یو وخت نه یو وخت زمونږ د ملت په وینه تویولو کی ښکاره رول لوبولی. مونږ باید له هفوی نه دومره ویره ونلرو لکه څومره چه له پټو دښمنانو نه. د هغوی له دسیسو نه اګاه کیږو. ویره داده چه روس او هند بیا خپل مزدوران په کار اچوی تر څو د سولی کاروان و خپل منزل ته و نه رسیږی. روسیان بیا استعماری خوبونه وینی. د هغوی مزدوران حرفوی رڼدیانی او فاحشی دی چه د زاړه او ځوان په خدمت افتخار کوی. هند بیا د خپل زرو کلونو د شرم غچ له افغانستان نه اخلی او د پښتون او بلوڅ په نامه مونږ د پاکستان په مقابل کی دروی. افغان باید اول د خپل کور مالک شی بیا دی ډغری وهی. طالبانو چه له امریکایانو سره بی زوره په ډغره شول نتیجه شل کاله جنګ او د یو ملیون مسلمانو شهیدول شول. زه تک حیران یم چه اوس به څوګ د پاکستان سره د جنګ اعلان کوی. دوی نه پوهیږی چه د  پاکستان د جنګ اعلان به مونږ څومره زیانمن کړی. او دا هم په هغه کسانو چه هغوی په عامه توګه بر پښتانه په سړو کی نه ګڼی. او هغه کسان چه د آزاد پښتونستان دعوی لری هغه د پنجابیانو نزدی یاران دی. مونږ د دی کسانو په هدف باید پوه شو او هغوی باید پرینښول شی چه د سولی لپاره خنډ او د پنجابی په نامه د افغانانو له احساساتو نه سوء استفاده وکړی.

هیله ده افغانستان د هوښیارانو په لاس له اوسنی بدبختی نه وژغورل سی.