هر وسلوال طالب چې هر چېرې وي، هر څه یې چې دنده او مآموریت وي، باید خبر او پر دې پوه وي چې د امریکا او طالبانو له تړون څخه وروسته، طالبان له افغان دولت او د ولس پر ضد د جګړې لپاره هېڅ شرعي دلیل نه لري او له همدې امله یو ټکی فتوا هم ورسره نشته چې خپل وحشت پې توجیهه کړي۔ له همدې امله د جهاد په نامه چې:

هر ګرېوان څیرېږي، هر څاڅکی وینه چې تویېږي، هر غاښ چې ماتېږي، هره سترګه چې پړسېږي، هر لاس چې ان له بنده وځي، هره ککرۍ چې پر ځمکه لوېږي، هر روح چې له کالبوت څخه وځي، هره مور چې کونډه، بوره او ورارېږي، هر ماشوم چې یتیم کېږي، هر جومات چې نړېږي، هر منبر چې په وینو لت پت کېږي، هر قرآن ته چې سپکاوی کېږي، هر مسلمان وګړی چې بې پته کېږي، هر پول چې نړېږي، هر سړک چې ورانېږي، هره ونه چې سوځي، هر شاخ یې چې ماتېږي او هر څوک چې په لوږه ویده کېږي، د دوی ټولو پازه (مسئولیت) به د طالبانو پر غاړه وي او بېشکه چې هم به په دې نړۍ د حساب او کتاب لپاره راکش او ذلیل شي او هم به په آخرت کې د دې ټول جرمونو او جنایتونو په ګناه سخت ونیول شي، ان شاالله۔ 

که طالبان د خپلې جګړې لپاره فتوا لري، را وړاندې دې شي او په جار سره د خپله فتوا ولسونو ته واوروي چې د افغانانو پر ضد او د دوی د نظام پر ضد جګړه روا ده او دوی ټول واجب القتل دي۔ اوس خو د امریکا د بې پېلوټه الوتکو بمبار او د استخباراتي ټیمونو ګواښ هم نشته، ولې د طالبانو مفتي ځان نه ښیي، ولې د طالبانو امیر المؤمنین سر نه پور ته کوي، ولې د طالبانو د رهبرۍ شورا له خلاص قرآن سره په قطر کې د ستېژ پر سر نه درېږي او ولې خلکو ته د افغان ولس او افغان دولت پر ضد د جګړې د توجیهه لپاره آیتونو نه قرائت کوي؟؟؟ 

که طالبان ادعا کوي چې امریکا یې ماته کړه، موږ به یې ورسره ومنو۔ که طالبان ادعا کوي چې افغان ولس ټول له دوی سره دې، موږ به یی ورسره ومنو، خو پوښتنه دلته ده چې طالبان له چا څخه ډارېږي او ولې له خپل ولس او دولت سره د قرآن په وکیل کولو سره اوربند او سوله نه کوي؟؟؟

یو ځل بیا طالب ننګوم چې د خپلې جګړې لپاره فتوا وړاندې کړئ! 

طالب د افغان ولس او دولت پر ضد هېڅ فتوا نه لري۔ له همدې امله طالب د یوه اسلامي نظام په وړاندې بغاوت کړی، طالب د یوه داسې قانون په وړاندې بغاوت کړی دی چې سل په سلو کې په محمدي شریعت ولاړ دی، طالب د داسې یوه نظام په ضد بغاوت کړی دی چې د هغه نظام په جغرافیه کې پینځه وخته آذان کېږي، پینځه وخته په جوماتونو کې لمونځ کېږي، روژه نیول کېږي، قرآن لوستل، تفسیر، زده او تدریس کېږي، طالب د داسې نظام په ضد بغاوت کړی دی چې هلته د جمعې لمونځ ادا کېږي، خطبه لوستل کېږي، د الله ج لارې ته خلک راغوښتل کېږي، په ښو سره امر او له بدو څخه خلک منع کېږي۔ طالب داسې خلکو ته ماشه په ګوته ناست دی چې د دې خلکو په خوله او زړه د لا اله الا الله محمد رسول الله مبارکه کلمه جاري ده۔ 

طالب پرته له دې چې د خپل جرم او جنایت لپاره هېڅ شرعي دلیل نه لري، بلکې په بشپړه توګه د همغه قرآن او محمدي شریعت پر بنسټ مجرم دی کوم چې دی یې د دفاع او ساتلو باټې وهي۔ طالب یاغي او باغي دی، طالب د اسلام د سنګر پر ضد را اوچت شوی دی۔ تر پرون یې ټول هغه خلک کافر ګڼل چې له امریکا سره سیاسي او نظامي تړونونه لري، خو نن یې په خپله له امریکا سره تړون لاسلیک کړی دی چې په افغانستان کې به د امریکا د هر غلیم په وړاندې جګړه کوي او هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې امریکا او امریکایي ګټو ته خطر وګرځي! د طالبانو د رهبرۍ شورا د امریکا په روپیو په قطر کې سوکاله ژوندونه، مزې او چړچې کوي، له امریکا څخه یې دېرش میلیونه ډآلر یو وار تر لاسه کړل چې برلا شول، هغه چې پټ دي، د هغوی اندازه به هم ان شاالله یوه ورځ مالومه شي۔ 

په داسې حال کې چې طالبان د خپلو جګړو لپاره هېڅ کومه فتوا و نه لري، خو د افغان دولت پر ضد جګړې کوي، نو د دې نظام په جغرافیه کې چې هره ټکه راولېږي، پازه (مسئولیت) یې د طالب پر غاړه ده، ځکه چې طالبان د یوه شرعي نظام د واک د تمرین مخه نیسي، طالبان د یوه شرعي نظام د هغو خدمتونو مخه نیسي چې خپل مظلوم او جګړه ځپلي ولس ته یې وړاندې کوي، طالبان د هغه شرعي نظام د چارو مخه نیسي چې غواړي ولس ته یې د وبا ناروغۍ په وخت کې لومړنۍ مرستې ورسوي، وږو ته ډوډۍ ورکړي، لوڅ پټ کړي او ناروغ ته درمل ورسوي۔ 

بیا هم، که طالبان فتوا لري، دا ګز دا میدان! که طالبان ریښتیا امیرالمؤمنین لري، دا ګز دا میدان، د ستېژ سر ته دې پور ته شي، کنه د هر ډول ناورین مسئولیت یې پر غاړه دی!