د خلقت ټولو شیانو کې قانون شته
په قانون کې د هر څه ګوره ژوندون شته

د اتوم کوچنۍ ذره کې هم موجود دی
نیوترون او پروتون سره الکترون شته

الکترون هم تړل شوی په قانون دی
هلته نظم، اتحاد او پیوستون شته

انحراف کې زلزلې شي توپان راشي
د طبیعت په بې نظمۍ کې هم جنون شته

چې افراط او تفریط راشي په هېواد کې
داسې حال کې امکانات د جګرخون شته

د انسان په سر کې عقل ستر قانون دی
دې قانون کې د لوی خدای عظیم سمون شته

چې قانون نه وي ټولنه د بشر کې
داسې حال کې جهالت په لوري یون شته

یو انسان شي بیا لېوه د بل د پاره
د پوهانو په نظر کې دا مضمون شته

کوم هېواد کې چې حاکم نافذ قانون وي
سمه لار باندې (اشنا) د هغه تلون شته