د طالبانو د نظامي سربولن غږېز پیغام چې د سنګر طالبانو ته د ملي اردو او پولیسو د وژلو امر ورکوي، خو د امریکایانو سره د سولې د تړون په ساتلو او په امریکایي سرتېرو د برید نه کولو ټینګار کوي، نه یوازې د طالب اصلي څېره بربنډوي، بلکې همداسې زبادوي چې طالب له مذهبي اړخه څومره ذلیل، سپک، لوېدلی او له اسلامي عقېدې څخه لرې دی۔ 

دا دي طالب سړېخورو د اورکم پر دویمه ورځ په عزني کې دوه هغه پولیس وژلي دي چې له ښار څخه خپل کلي ته روان ول۔ 

طالبان د شرعي اصولو پر بنسټ مجبور دي چې له امریکایانو سره د تړون ټولې مادې ومني او له هېڅ مادې څخه سرغړونه و نه کړي۔ هممهال طالبان داسې ادعاوې کوي چې ګواکي افغان دولت امریکایانو جوړ کړی دی او وژل یې فرض دي۔  که افغان دولت په ریښتیا امریکایانو جوړ کړی وي، نو بیا خو افغان دولت د امریکا اړوند یوه قوه یا ځواک وګرځېد۔ له همدې امله طالبان اجازه نه لري چې په افغان دولت، افغان بنسټونو او اړوند پرسونلو یرغل وکړي، ځکه چې له امریکا سره د تړون ماتول رامنځته کېږي او دا په ټوله مانا له مذهبي اړخه منع دي، هرګوره تر هغه وخت پوري چې امریکایان د سولې تړون ته ژمن وي۔ 

که چیرې افغان دولت د امریکایانو زېږنده نه وي، د امریکایانو لښکر نه وي، نو بیا طالبان کوم شرعي دلیل لري چې افغان دولت کافر ګڼي، د افغان دولت مامورین وژني، ټولګټي بنسټونه نړوي او له افغان دولت سره سوله نه کوي؟ 

حیرانوونکې نه ده چې له یهودو او نصاراوو سره سوله، خو له مسلمان سره جګړه؟ 

وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ. 

ترجمه: د فرعون د کورنۍ یوه مؤمن سړي چې خپل ایمان يې پټوی وویل: آیا یو سړی یوازي په دې خبره وژنئ چې وايي: زما رب الله دی.

افغانستان یو اسلامي هیواد دی چې اساسي قانون یې پر شریعت ولاړ دی او هېڅ ماده یې د شریعت سره په ټکر کې نه ده۔ هر سرتېری یې مؤمن مسلمان دی۔ نو طالبان هغه مؤمن وژني چې الله ج ته په سجده پروت او  الله ج خپل رب ګڼي؟

پوښتنه اوس دا ده چې طالبانو ته کوم مذهب او کوم شرعیت اجازه ورکوي چې د سولې تړون مات کړي؟؟؟ 

ځواب دا دی چې هېڅ مذهب او دین طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې افغانان ووژني، بلکې امریکایانو، انګلیسانو، ایرانیانو او پنجابیانو د طالبانو په مټ د افغان ولس وژلو او د افغانستان تباه کولو ته ملا تړلې ده او په همدې روان انډوخر کې تر ټولو ارزانه کرایي قاتلان همدا طالبان دي چې د اسلام په نامه هر ډول جرم او جنایت ته لاس اچوي۔ 

دا جګړه د اسلام او کفر نه ده۔ دا جګړه یوه اقتصادي جګړه ده چې هر لوری خپلې اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیکې ګټې په پام کې لري۔ دا جګړه د دې لپاره نه ده چې یو غلیم د بل غلیم په نظامي ډګر کې مات کړي، بلکې د دې لپاره ده چې څنګه د افغان د وینو په تویولو سره خپل سیاسي او اقتصادي سیال او مخالف مات کړي۔ لکه طالب سړیخواره چې دلیل وایي چې ګواکي اسلام په خطر کې دی، د قرآن دفاع ته راوتلي دي، د ولس خپلواکي ګټي، داسې نه ده۔ دا ټول دلیلونه په خپله ټوله مانا او شتون سره دروغ دي۔ که دا جګړه په ریښتیا د اسلام او کفر وي، افغانانو باید تر هر څه وړاندې طالب منافق له منځه یوسي، ځکه چې همدا طالب د ټولو ناورینونو مور ده، همدا طالب د ټولو ناخوالو او غضبونو لامل او د اسلام د هر غلیم د لاس چاړه ده۔

نه اسلام په خطر کې دی، نه د قرآن دفاع داسې څوک کولای شي چې هغه قرآن له مخې ونه شي لوستلای۔ اسلام دومره کوشنی نه دی چې په خطر کې شي او نه هم طالب دومره لوی دی چې د اسلام او قرآن دفاع وکړای شي۔ طالب فکر کوي چې په خپل تک تور مغز افغانستان ته رڼا راولي۔ خو له بده مرغه طالب ان د انساني فکرکولو وړتیا  نه لري۔ نو چې کله دا وړتیا و نه لري، هغه به د یوه مظلوم ملت پر ستونځو څه پوه شي، د یوه غمځپلي ملت درد به څه احساس کړي او څه ډول غمشریکي به ورسره وکړي۔  

یو خوا د شریعت ادعا کول، بلخوا په همغه شریعت او قرآني اصولو پښه اېښوول په بشپړ باور سره د منافقانو کار دي، په بشپړ باور سره د هغو مرتدانو کار دی چې تر یهودو او نصاراوو څخه ډېر د اسلام غلیمان وي۔