افغانستان د خپل پنځه زره کلن تاریخ په اوږدو کې ډېری وخت د یرغلګرو د بریدونو لاندې راغلی دی، خو د دې هیواد موقعیت په داسي ډول دی چې وګړو یې همیشه د غلیم په وړاندی په ډې رښه توګه دفاع کړي ده او د ماتې سره یې مخ کړی دی، کله چې هم یرغلګرو ځواکونو د خپلو ناروا موخو لپاره ددېخاورې او خلکو په استعمار او استثمار لاس پوریکړي دی، ولسونو هم سره لاس یو کړي اوتر وروستۍ سلګۍ پوري جګړي ته دوام ورکړي دی. لکه څرنګه چې الله ج انسانان خپلواک پیداکړي دی د همدي لپاره له هرڅه وړاندي ازادۍ ته ارزښت ورکوي نه یواځې افغانستان بلکې د نړۍډېری هیوادونه او ولسونه د وخت د زبرځواکونو لخوا اشغال شوي دي،که څه هم د یرغلګرو او یرغل شو د ځواک انډول به سره برابر نه و مګر بیا هم یېپه ډېره مېړانه د خپلو ارزښتونو د ساتلو نه دفاع کړي ده چېددي ډول بېلګو څخه د نړۍبشري تاریخ ډک دی، کوم مهال چې د اروپایې هیوادونو وګړي افریقا، امریکا، استرالیا او د اسیا لوی وچو ته په ورتګ بریالي شو ورسره سم یې په استعمار هم پیل وکړ خو دا کومه اسانه کار نه و ځکه په یادو سیمو کې هم انسانان اوسیدل او نه یې غوښتل چې د پردیو لخوا پري واکمني وشي همغه و چې په وړاندی به یې کلکې مبارزی کېدلی دا مخامخ تیا به په داسې یو حالت کې وه چېتېري کونکېلښکري به په پرمختللو وسلو مجهز و او په مقابلکې به یې ځای یې اوسیدونکو له ډېرو ابتدای وسلو څخه کار اخیسته خو له دی سره سره به یې بیاهم جګړيکولې او مقاومت ته به یې دوام ورکاوه؛ کوم وخت چې انګریزانو د استرالیا په اشغال پیل وکړ استرالیایې وکړو هم د دښمن د خورا پیاوړو وسلو په وړاندی د جګړي ډګر ته ننوتل چې د ډېرو پرله پسی مرګونو جګړو په پایله کې د استرالیا د اصلي اوسدونکو د نسل د لمنځه تللو وېره پیدا شوهمګر بیاهم دي خلکو خپلواکۍ ته ارزښت ورکاوه همدارنګه کله چې هسپانویانو مرکزي او جنوبی امریکا د خپل یرغل موخه وګرځول په ډېره بېرحمې سره یې د هغه ځای لرغونی تمدونونه ړنګ کړل، ډېر بې ګناه انسانان یې د خپلو ناروا ګټولپاره ووژل او د اوږدو کلونو لپاره یې استعماری سیاست پلی کړ؛په همدي توګه افریقایې او اسیایې هیوادونه هم د یادولوديچې زموږ ګران هیواد هم د همدی ډله هیوادونو د جملي څخه دي په خواشينۍ سره باید ووایم چې د زیږدیزنه وړاندی بیا تر نن ورځي پوري پردیو په دي خاوره یرغلونه کړي دي او کوي یې. په ۳۳۰ق م کې مقدوني سکندر د ایران د لاري دي هیواد ته چې هغه مهال یې کوم مرکزي دولت نه درلود برید وکړ، سکندر فکر کاوه چې په ډېره اساني سره به وکولېشي دا هیواد اشغال کړي مګر د نوموړي ددې هیلو خلاف دي وکړو په جګړو پیل وکړ او دداسې مقاومت سره مخامخ شو چې پوره څلور کاله یېډېري ستومانه کونکېجګړي وکړي که څه هم د بطلموس سره یو ځای د اوسني افغانستان په ختیځ کېټپي هم شو خو په دی بریالی شو چې د سند له سیند څخه تیر شي او د پنجاب ټولواک ته ماتې ورکړي خو هیڅکله یې د څلورکلنو جګړو ستړیا له یاده نه وتله؛ د سکندر د ماتې او تیښتي کلونه کلونه وروسته کله چې د اسلام مبارک دین د عربستان څخه نورو هیوادونو ته د خپریدو په درشل کې وو داسلام زړوری لښکري زموږ هیواد ته هم راورسیدليلاکن په ډېر زیار سره یېد خپلو مبلیغینو په مرسته وکولې شو چې د شلو کالو په اوږدو کې خپلی موخي ته ورسیږي او دا وګړي د اسلام په سپیڅلې دین مشرف شي؛ خو بیا هم ددېخاورې وګړو د عربو استعماری سیاست هیڅکله نه دی منلې کوم وخت چې اموي او عباسي خلیفه ګانو د تعصب،تبعیض، ظلم او استبداد چلند غوره کړي دی دا سرکښه ولسونه یې په وړاندی دریدليچې آن د اسلامی خلافت د پرځیدلو پیلد همدی ځایه شوی دی. کله چېچنګیزخان په ۱۲۲۱ کال افغانستان ته پام شو د برید کولو هوډ یې وکړ د دري جبهو په جوړولو سره یې په دي خاوره یرغل وکړ خو په وړاندی د مقاومت داسې څپه را پورته شوه چېد چنګیز نه لاره ورکه شوه همغه و چې ټول هیواد یې ویجاړ کړ او ددې ځای هر وګړیچېبه ورسره مخامخ کېده له منځه به یې وړه، چنګیزخان د خپل برخلیک د معلومولو لپاره ځان د خپلو لښکرو سره سند ته ورساوه او غوښتل یېچې د سند په خواوشا کې خپلو غلیمانو ته ماتې ورکړي مګر د افغانستان جګړو دومره ستومانه کړي و چې د مقدوني سکندر په څیر یېددې توان نه درلود چې د هندوستان نیولو ته لاس واچوي؛ څرنګه چې چنګیز په دي خاوره کې د پرله پسی جګړو له امله کړيدلی و نو ځکه د پخوانی افغانستان څخه د تګ په مهال یې ټولي ودانۍ له منځه یوړي او هر څوک یېچې په مخه را تلل وژل یې؛ د یرغلونو په دی لړۍکې افغانستان د ډېرناوړه حالاتو څخه تیرشوی دی یو مهال همدا هیواد د منځنۍ اسیا د شيبانیانو، د هند باریانو او ایران صفویانو ترمنځ ویشل شوی و، مګر دي ولسونو ددي ټولو په وړاندی جګړي تودي ساتلي وي، د مغلو په وړاندی پیرروښان غورځنګ او د خټکو غورځنګ چې ستر خوشال یې مشری کوله کلونه کلونه یېپه ډېره میړانه مبارزی وکړي په همدی توګه په لودیځ افغانستان کې د مرویس نیکه په مشری مبارزی د ایراني صفویانو په وړاندی رواني ويچې آن شامحمود هوتک ځواکمن صفوي پاچا شاحسین ته په اصفهان کېماتې ورکړه او د اوږدې مودې لپاره یې په هغه هیواد واکمني وکړه، همدارنګه کله چې انګریزانو هندوستان ولکه کړ په افغانستان یې هم د یرغل تکل وکړچېد (۱۸۳۹ـ۱۸۴۲) کلونو په اوږدو کېپريمسقیم تېري وکړخو ډېر په بیړه بیرته ووتل او دا جګړه یې سراسر په ماتې تمامه شوه په هندوستانکې نفوذ او حیثیت ته زیان ورسید مګر څو کاله تېر شوي نه و چې یو ځل بیا یې په (۱۸۷۹)کال یرغل وکړ چې بیا هم مات او تیښتي ته اړ شول، انګریزانو سره د مبارزی په برخه کی د میرزا علی خان( ایپی فقیر)، ملا پونده او خان عبدالعفارخان سرښندني به هیڅکله افغانان له یاده ونه باسی؛ په کال (۱۹۱۹) کې د غازی امان الله خان په مشری افغانانو د انګریز څخه بشپړه خپلواکې ترلاسه کړه ولې انګریزانو د خپلو ناوړه کړنو څخه لاس په سر نه شول او نه یې هم یو پرمختللې افغانستان زغملې شو، له بلی خوا دا هیواد د روسانو او انګریزانو تر منځ د سیالۍ ډګر وګرځید چې هر یو هڅه کوله دا سیمه د خپل کنترول او نفوذ لاندې راولي.د دوهمی نړیوالېجګړي وروسته د امریکا متحده ایالات د یولوی زبرځواک امپریالیستي هیواد په توګه را څرګند شو، ځکه چې دا هیواد د دوه نړیوالو ویجاړونکو جګړو څخه لري پاتي شوی و د خپل ځواک نه په ګټه اخستنې سره یېد نورو هیوادونو په کورنیو چارو کېپه پټه او ښکاره لاسوهني پیل کړي او په دي هڅه کې شوه چې د خپل غلیم یانی کمونیزم مخه په ټوله نړۍ کېونیسي، خو بل لور ته کموونستان چې امپریالیزم یې د خپل ځان او بشريت لپاره ستر دښمن باله د سوسیالیستی انقلابونو په رامنځ ته کولویې لاس پوری کړ چې د نړۍ په ځینو هیوادونو کې بریالیتوب ته هم ورسیدل؛ مګر په ځینو کې بیا د کلکېماتې سره مخ هم شو.شوروي اتحاد په ( ۱۹۷۹ز ) کال کې خپل ځواکونه افغانستان ته واستول او د امپریالیزم د مخنیوی په نوم یې په دی هیواد تېری وکړ، خو د شوروياتحاد مشران ډېر ژر پوه شو چې یوه ستره تیروتنه یېکړي ده ځکه د لسو کلونو دجګړو په کولو سرهیې خپل زرګونه سرتېريد لاسه ورکړل خو کومې پایلی ته ونه رسیدل،پرته له شکه چې د شوروي او افغان په دی جګړه کې د امریکا محده یالاتو په ګډون د نړۍ ډېر شمېر هیوادونو د خپلو ګټو لپاره د مجاهدینو مرستي ته راودانګل مګر د جګړي د تاوده ډګر جنګیالی یواځی افغانان و ددېجګړي د پای ته رسولو لپاره شوروي اتحاد اړ شو چې خپلی لښکري وباسی همغه و چې د شوروي د ماتې وروسته غربي هیوادونو خپل کرغیړن پلانونه پلي کړل چې افغانستان یې د خپلو روزل شو نوکرانو په لاس په کنډواله بدل کړ؛کوم وختچېددې هیواد معنوی او مادی پانګه په بشپړډول له منځه لاړه نو په پوره ډاډ سره استعماری هیوادونو د ایتلاف په رامنځ ته کولو سره د یرغل هوډ وکړ اود امریکا متحده ایالاتو په مشري په (۲۰۰۱ز ) کال د اکټوبر په ۷مهد ډیر ستر قوت سره دي هیواد ته راننوتل چې ۱۸ کاله یېزموږ د هیواد په اوسیدونکو په لکونو لوی او واړه بمونه وکارول خو دوی هم د یونانیانو، مغولانو، شيبانیانو، صفویانو، انګریزانو او روسانو په څېر له بشپړی ماتې سره مخ شو چې نن سبا ځانته د وتلو لاره ګوری.
عزیز شینواری د ژمن ځوانانو د ټولنې د رهبرۍ غړی
سرچینی:
۱ـ افغانستان در مسیر تاریخ، میرغلام محمد غبار.
۲ـ د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، اکاډمیسن محمد ابراهیم عطای.
۳ـ د سی. ای. ای. پټی جګړی، ژباره محمد زبیر شفیقی