د خوشحال صافی لخوا خپرې شوې لیکنې
کرونا وایرس: له نایرو او پاپوا نیوګینیا څخه د مهاجرینو د ویستلو غوښتنې شوي
د حقونو ځینو ډلو د استرالیا له حکومته غوښتنه کړې چې د کرونا وایرس د وبا له امله دې له نایرو او پاپوا نیوګینیا څخه بندي پناه غوښتونکي راوباسي. شاوخوا ۲۱۰ پناه غوښتونکي دا مهال په نایرو کې بندیان دي او همداشان ۲۲۰ نور چې مخکې په مانوس ټاپو کې ساتل کیدل اوس د پاپوا نیو ګینیا په پلازمینه پورت موریسبي کې بندیان دي. په پورت موریسبي کې بندي سریلانکايي پناه غوښتونکي (شمېندا کاناپ
د کرونا وایرس بحران او د استرالیا پر راتلونکي یې اغیزې
د کرونا وایرس چټکې خپریدنې او له دې امله رامنځته شوي بحران لا وار دمخه د استرالیایانو پر ژوند د اوس لپاره او د راتلونکو څو میاشتو لپاره اغیزې پریښي، خو ویره شته چې دا اغیزې ښايي له دې څخه هم ډیرې اوږدې پاتې شي. اسټرالیایان او هیواد یې ممکن د دې وبا څخه وروسته د یو ډیر متفاوت هیواد په توګه رابرسیره شي. د اسټرالیا د ملي پوهنتون د نفوسو کارپوهه ډاکټره (لیز الن) باور لري چې د کرونا وایرس او له امله یې رامنځته شوې ویره ب
استرالیا کې بندي پناه غوښتونکي د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي
د استرالیا د SBS ورځپاڼې سره په مرکه کې یو شمیر پناه غوښتونکو ويلي، دوی ویره لري چې د کرونا وایرس ښايي د مهاجرت توقیف خونو ته خپور شي او ښايي ډیری کډوال او پناه غوښتونکي پرې اخته شي ځکه دوی ټول سره یوځای اوسیږي. د عیسی په نوم یو پناه غوښتونکی چې دا مهال د استرالیا په (ویلا ووډ) مهاجرت توقیف خونه کې له ۴۰۰ نورو پناه غوښتونکو سره یوځای بندي دی، پدې مرکه کې ویلي چې د کرونا وایرس د چټک خپریدو له کبله دوی ټول ویریدلي او د
د کرونا وایرس د خپریدو له امله استرالیا کې یونیم میلیون بهرني کارګران بې کاره شوي
استرالیا کې نږدې ۱.۶ میلیونه د موقتي ویزو لرونکي بهرنیان د کرونا وایرس د رامنځته شوو محدودیتونو له امله بې کاره شوي او پدې اقتصادي بحران کې سخت ځپل شوي. ډیری دغه بهرنیان چې استرالیا کې کوچني پرچون تجارتونه لري او یا په میلمه پالنې صنعت کې لکه هوټلونو او رستورانتونو کې کار کوي دا مهال له ترټولو زیات په روان وضعیت کې زیانمن شوي. دغه هیواد کې یوازې له ۶۰۰ زرو زیات د نیوزیلین
د استرالیا حکومت خپل سرحدونه د نړۍ د ټولو هیوادونو پرمخ وتړل
د استرالیا حکومت پریکړه کړې چې د کرونا ویروس د چټک خپریدو له امله او دغې وبا سره د مبارزې په خاطر د خپل هیواد سرحدونه د نړۍ د ټولو هیوادونو په وړاندې تړي او پرته له استرالیايي وګړو به بل هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو استرالیا ته داخل شي. د اسټراليا ملي کابينې همداشان پريکړه کړې چې لدې وروسته له بهر څخه هر راغلی اسټراليايي به په هوټلونو کې د ۱۴ ورځو لپاره جبري قرنطين کوي. دا
د آسټرالیا حکومت د تامیل مهاجرې کورنۍ بندي ساتلو ته دوام ورکوي
د استرالیا حکومت لا هم د هغه تامیل کورنۍ بندي ساتلو ته دوام ورکوي چې دوه نیم کاله مخکې یې د دغه هیواد په کوینزلینډ ایالت کې وینول او د مهاجرت او سرحد ساتنې پالیسۍ په اساس یې د غیرقانوني مهاجرین په توګه توقیف خونې ته واستول ترڅو له هیواده یې بهر کړي.
کرونا ویروس: استرالیا کې د بېړني وضیعت قانون پلي شو
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن لخوا اسټراليا کې د بايو سکيوريټي تر نامه لاندې بيړنۍ حالت اعلان شو کوم چې حکومت ته واک ورکوي ترڅو د کرونا کنټرول لپاره له بيلابيلو لارو کار واخلي. اسټراليا کې دا مهال پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير ۵۶۵ تنو ته ورسيد، يواځې د اسټراليا د نيو ساوت ويلز ايالت کې ۳۰۷ کسان پر کرونا مبتلا شوي. د دې ناروغۍ د خپریدو له امله د اسټراليا حکومت ته
په جنوب ختیځه آسیا کې د چین پرمختګونه ـ د استرالیا او هند اندیښنې
لس کاله دمخه دا ناشونې وه چې دا انګېرنه شوې وای چې د استرالیا او هند حکومتونه به خپله ګډه همکاري له اقتصادي راکړې ورکړې سربیره په نظامي چارو کې هم پراخه کړي. خو د چین ګړندي پرمختګونو او په ځانګړي ډول په جنوب ختیځه آسیا کې یې مخ په زیاتیدونکي نظامي نفوذ دا دوه هیوادونو اړ ایستي چې دې برخه کې د پام وړ بریا ترلاسه کړي او له یو بل سره د اقتصادي همکارۍ سربیره په نظامي برخه کې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي. په تیرو لسو کلونو کې په
جنیوا کې د تامیل پناه غوښتونکو د خوشې کیدو غوښتنه شوې
یوې تامیل توکمه محصلې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په غونډه کې د ګډون پرمهال استرالیا کې د دوو تامیل پناه غوښتونکو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه. تامیل زده کوونکې (رینګا انپاکومار) د سه شنبې په ورځ له استرالیا څخه جنیوا ته سفر وکړ او هلته یې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په ۴۳مه غونډه کې د ګډون پرمهال د هغو دوو تامیل پناه غوښتونکو د خوشې کیدو لپاره غږ پورته کړ چې له تیرو ۱۰ کلونو راپدیخوا د استرالیا په بیلابیلو مهاجرت توقیف خون
د بنګله دیش پولیسو اووه تنه روهنګیايي کډوال په یوه برید کې وژلي
د بنګله دیش پولیسو تیره اوونۍ د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې په (کاکس بازار) کې د یوې چاپې په ترڅ کې ۷ تنه هغه روهنګیايي وګړي د پولیسو سره د نښتې په پایله کې وژل شوي چې د نشه یې توکو او خلکو په قاچاق دخیل ګڼل کیدل. په کاکس بازار کې سلګونه زره هغه روهنګیايي کډوال ژوند کوي چې دوه نیم کاله مخکې د د میانمار د پوځې بریدونو او تاوتریخوالو له امله د دغه هیواد له رخاین ایالت څخه وتښتیدل او بنګله دیش ته کډه شول.
ملبورن کې د پناه غوښتونکو په ملاتړ لاریون ترسره شو
تیره اوونۍ د استرالیا په ملبورن ښار کې د هغه هوټل مخې ته سلګونو خلکو لاریون ترسره کړ چې دا مهال پکې هغه کډوال او پناه غوښتونکي توقیف ساتل کیږي چې د مهاجرت د پخواني درملنې قانون په اساس له سمندري توقیف خونو څخه د روغتیايي مسایلو په خاطر استرالیا ته انتقال شوي. دغه لاریون د استرالیا د کډوالو د عمل ایتلاف لخوا د فبروري په ۲۹مه نیټه د ملبورن په پریسټن سیمه کې د مانترا هوټل مخې ته په لاره اچول شوې وه. په دغه هوټل کې له تی
استرالیا د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ اندونیزیا ته ستنه کړې
د تازه رپوټونو په حواله یوه کښتۍ چې ۸ تنه ناقانونه کډوال پکې سپاره و او د استرالیا سمندري اوبو ته داخله شوې وه د استرالیا د سرحدي ګزمه کوونکو چارواکو لخوا کشف او بیرته اندونیزیا ته ګرځول شوې ده. د رپوټونو په اساس، دغه پیښه د غربي استرالیا په سواحلو کې په (کېمبرلي) سیمه کې شپږ اوونۍ مخکې واقع شوې، خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن یوازې تیره دوشنبه دا خبره رسنیو ته ښکاره کړه.
د سوېلي آسیا د کډوالو د قاچاقي سفرونو لپاره نوی منزل
په وروستیو څو کلونو کې سلګونو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو د سمندر له لارې په کوچنیو کښتیو کې په سفر کولو سره خپل ژوند په خطر کې اچولی. په ځانګړي ډول دغه قاچاقي سفرونه په ډیره کې د (ری یونین) ټاپو په لور ترسره شوي، کومه چې د سریلانکا جنوب ته څلور زره کیلومتره لېرې پرته یوه ټاپو ده چې د فرانسې هیواد پورې تعلق لري. مخکې له دې تر ډيره د یادو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره استرالیا هیواد د غوره منزل په تو
د مانوس ټاپو په کډوالو ځايي خلکو بیا برید کړی
د مانوس ټاپو یو شمیر کډوال یو ځل بیا د سیمه ایزو خلکو په برید کې ټپیان شوي. د رپوټونو په حواله د مانوس ټاپو څخه د پاپوا نیوګینیا پلازمینې پورت موریسبي ته انتقال شوي کډوال او پناه غوښتونکي د سه شنبې په ورځ په (بوروکو) سیمه کې په خپلو استوګنځیو کې د سیمه ایزو قهرجنو وګړو تر برید لاندې راغلي چې په دغه برید کې یو شمیر کډوال سطحي او ځینې نور ژور ټپیان شوي دي. په یاده سیمه کې د
له مانوس ټاپو تښتیدلی روهنګیايی پناه غوښتونکی
روهنګیايی پناه غوښتونکی جاوید ایلوم یوازینې کس دی چې د استرالیا د مانوس ټاپو له مهاجرت توقیف خونې په تیښته بریالی شوی او ځان یې کاناډا ته رسولی. جاوید تر دې دمه پټ وه او د تیښتې دا نه باوریدونکی کیسه یې چاته مالومه نه وه. جاوید د یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د تیښتې کیسه یې د نه منلو ښکاري او ډیری خلک ورته هک حیران پاتې کیږي. نوموړی اوس ۲۷ کاله عمر لري او د ټورنټو پو
د کډوالې کورنۍ وروستۍ مبارزه
تامیل پناه غوښتونکي نادیس لینګم او پریا د سریلانکا د کورنۍ جګړې له پای ته رسیدو وروسته د قاچاقبرو په مرسته له خپل هیواد سریلانکا وتښیتدل. دوی باور درلوده چې د سریلانکا حکومت یې نیسي او د تامیل پړانګانو بیلتون غوښتونکې ډلې سره د همکارۍ په تور یې ښایي ووژني. نادیس په ۲۰۱۲ کال کې او پریا په ۲۰۱۳ کال کې په کښتیو کې استرالیا ته ورسیدل. دواړو استرالیا کې سره ولیدل او واده یې وکړ. د استرالیا حکومت دواړو ته د استوګنې لنډمهال
د هند د تابعیت نوي قانون استرالیا ته د کډوالو د تګ اندیښنې راپورته کړي
د هند د تابعیت د ترمیم نوی قانون چې د ډیرو په باور غیرعادلانه دی، په هکله یې اندیښنې شته چې اغیزې یې آن تر استرالیا پورې ښايي ورسیږي. د رپوټونو په حواله، هند کې د سریلانکا تامیل کډوال د همدې قانون له امله په پام کې لري چې په کښتیو کې په غیرقانوني توګه استرالیا ته سفر وکړي. ډیری دې کډوالو استرالیايي ورځپاڼو ته ویلي چې دوی بله چاره نلري ځکه د هند د تابعیت نوي قانون لمخې دوی اوس نشي کولی چې دغه هیواد کې تابعیت ترلاسه کړ
د جرمونو نړیوالې محکمې استرالیا کې د کډوالو سمندري توقیف غیرقانوني بللی
د جرمونو نړیوالې محکمې یو تن څارنوال ویلي، د استرالیا د حکومت لخوا په سمندري توقیف خونو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو سره چلند ظالمانه، غیرانساني او ذلیل کوونکی دی او د نړیوال قانون لمخې غیرقانوني دی. خو دغه څارنوال همداراز یادونه کړې چې د دې جرمونو د ترسره کولو له امله د استرالیا حکومت نشي محاکمه کولی، ځکه د جرمونو کچه دومره لوړه نه ده چې د جرمونو نړیواله محکمه یې باید تعقیب او په هکله یې پلټنې پیل کړي.
د اندونیزیا او استرالیا د مهاجرت پالیسۍ سره تړلي دي
د اندونیزیا حکومت تل له نړیوالې ټولنې څخه د مهاجرت د پالیسیو د جوړولو په برخه کې مرسته جلب کړې ترڅو په اندونیزیا کې د کابو ۱۴ زرو موجودو کډوالو او پناه غوښتونکو شمیر کنټرول کړي مخکې له دې چې وضیعت نور هم خراب شي. پداسې حال کې چې په انډونیزیا کې د کډوالۍ مسله سیاسي لومړیتوب نلري، خو دا مسله بیا د آسټرالیايي سیاست پوهانو لپاره ډیر اهمیت لري او تل د دوی د سیاسي اجنډا په سر کې ځای لري.
د استرالیا له ویزو څخه قاچاقي ډلې ناسمه ګټه اخلي
د استرالیا د کارګر ګوند د مهاجرت څانګې ویانده کریسټینا کینیلي وايي چې اوس هم ډیری وختونه د استرالیا بیلابیلې ویزې د جنایت کاره قاچاق کوونکو ډلو لخوا ناسمه کارول کیږي. هغې تیره چهارشنبه په خپله وینا کې د استرالیا په ایتلافي حکومت سختې نیوکې وکړې، په ځانګړي ډول د یاد حکومت د کار په مهال د موقتي ویزو پر زیاتوالي، چې له امله یې جنایت کاره قاچاقي ډلې له دغو ویزو څخه سؤاستفاده کوي او د هوا له لارې استرالیا ته خلک قاچاقوي.