یوې تامیل توکمه محصلې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په غونډه کې د ګډون پرمهال استرالیا کې د دوو تامیل پناه غوښتونکو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

تامیل زده کوونکې (رینګا انپاکومار) د سه شنبې په ورځ له استرالیا څخه جنیوا ته سفر وکړ او هلته یې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په ۴۳مه غونډه کې د ګډون پرمهال د هغو دوو تامیل پناه غوښتونکو د خوشې کیدو لپاره غږ پورته کړ چې له تیرو ۱۰ کلونو راپدیخوا د استرالیا په بیلابیلو مهاجرت توقیف خونو کې بندي ساتل شوي.

هغې په غونډه کې په خپلې وینا کې وویل، «جنیوا ته پدې موخه راغلې یم ترڅو نړیوالو ته د دوو تامیل پناه غوښتونکو (سیګارو نوانتراسا او جناروپان لوګانتن) د تریخ او خواشینونکي ژوند انځور وړاندې کړم او د دوی د ناڅرګنده او بې برخلیکه توقیف د پای ته رسیدو لپاره غږ پورته کړم.»

هغې وویل، «دا دوه تامیل پناه غوښتونکي د غیرقانوني مهاجرت له امله په کافي اندازه ځورول شوي. دوی د لس کلن اوږد توقیف له امله له رواني پلوه به بشپړه توګه ویجاړ شوي. زه پدې نه پوهیږم چې د استرالیا حکومت د دې کسانو په توقیف ساتلو سره نور څه په لاس راوړي.»

هغې د استرالیا پر حکومت غږ وکړ چې د دې دوو تامیل پناه غوښتونکو په وړاندې دې خپل ظالمانه، سپک کوونکی او غیرانساني چلند پای ته ورسوي او دوی دې له ملبورن مهاجرت توقیف خونې څخه چې دا مهال دواړه پکې بندیان دي، خوشې کړي.

د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم څو څو ځله د تامیل پناه غوښتونکو په وړاندې د اسټرالیا د حکومت سخت چلند د ډیری خلکو او د حقونو ډلو لخوا غندل شوی. 

د استرالیا د تامیل وګړو شورا هم له دې مخکې پر استرالیايي حکومت څو ځله نیوکې کړي او ویلي دي چې دغه حکومت تامیل پناه غوښتونکي د ناڅرګنده مودې لپاره په توقیف کې ساتي او همداشان بیرته یې سریلانکا ته ستنوي، سره له دې چې دا پناه غوښتونکي سریلانکا کې د محاکمې او ځورونې له ګواښ سره مخ دي.