د بنګله دیش پولیسو تیره اوونۍ د دوشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې په (کاکس بازار) کې د یوې چاپې په ترڅ کې ۷ تنه هغه روهنګیايي وګړي د پولیسو سره د نښتې په پایله کې وژل شوي چې د نشه یې توکو او خلکو په قاچاق دخیل ګڼل کیدل.

په کاکس بازار کې سلګونه زره هغه روهنګیايي کډوال ژوند کوي چې دوه نیم کاله مخکې د د میانمار د پوځې بریدونو او تاوتریخوالو له امله د دغه هیواد له رخاین ایالت څخه وتښتیدل او بنګله دیش ته کډه شول.

دا وروستۍ پیښه پداسې حال کې ترسره کیږي چې پدې تیرو څو میاشتو کې په یاده سیمه کې د کډوالو قاچاق زیات شوی او قاچاقي ډ‌لې خلک په کښتیو کې په خطرناکو سمندري لارو مالیزیا ته انتقالوي.

د دې پیښې په تړاو د بنګله دیش د پولیسو د چټک غبرګون کنډک ویلي، دوی په دغه چاپه کې درې ساعته د هغې قاچاقي ډلې سره نښته درلوده چې مشري یې مشهور روهنګیايي قاچاقبر ذاکر په غاړه لري.

د پولیسو د چټک غبرګون کنډک ویاندوی، عبدالله شیخ سعدي ویلي، له نښتې وروسته دوی د دې ډلې د ۷ غړو جسدونه موندلي. هغه ویلي، دا لا څرګنده نده چې ذاکر د وژل شوو کسانو په منځ کې شته او که نه.

دا نښته له دې وروسته رامنځته کیږي چې تیره میاشت یوه کښتۍ چې لږترلږه ۱۳۸ روهنګیايي کډوال پکې سپاره و او ‌ډیری یې ښځې او ماشومان و، مالیزیا ته په لاره سمندر کې ډوبه شوه او ۴۴ کډوالو پکې ژوند له لاسه ورکړ.

د بنګله دیش چارواکي وايی، له تیر کال راهیسې یې له ۷۰۰ زیات دا ډول روهنګیايي کډوال نیولي چې پداسې کښتیو کې مالیزیا ته د سفر لپاره په سواحلو کې حرکت ته په انتظار ول.

همداراز د بنګله دیش او میانمار حکومتونو که څه هم رخاین ایالت ته د کډوالو د بیرته ستنیدو لپاره سره یو تړون هم لاسلیک کړی، خو لا تراوسه د دغې تړون لمخې روهنګیايی کډوال بیرته خپلو کورونو ته ندي ستانه شوي. روهنګیايي کډوالو پدې برخه کې د یو معتبر ضمانت غوښتنه کړې چې ګوندې دوی به بیا به خپلو سیمو کې تر برید لاندې نه راځي.