د مانوس ټاپو یو شمیر کډوال یو ځل بیا د سیمه ایزو خلکو په برید کې ټپیان شوي.

د رپوټونو په حواله د مانوس ټاپو څخه د پاپوا نیوګینیا پلازمینې پورت موریسبي ته انتقال شوي کډوال او پناه غوښتونکي د سه شنبې په ورځ په (بوروکو) سیمه کې په خپلو استوګنځیو کې د سیمه ایزو قهرجنو وګړو تر برید لاندې راغلي چې په دغه برید کې یو شمیر کډوال سطحي او ځینې نور ژور ټپیان شوي دي.

په یاده سیمه کې د مانوس ټاپو لږترلږه ۱۸ پخواني کډوال ژوند کوي. شاوخوا ۱۸۰ نور د پورټ مورسبي په بیلابیلو هوټلونو او کرايي استوګنځایو کې اوسیږي. دغه کډوال تیر کال له مانوس ټاپو څخه وویستل شول او د استرالیا حکومت په غوښتنه پورټ موریسبي ته ولیږدول شول.

دا ټول په پاپوا نیوګینیا کې د هغو کډوال پاتې ملګري دي چې یو مهال یې شمیر آن یو زرو ۵۰۰ تنو ته رسیده کوم چې د استرالیا لخوا په مانوس مهاجرت خونه کې له ۲۰۱۳ کال راهیسې ساتل کیدل.

سوډاني کډوال یاسر عمر یوې ورځپاڼې ته ویلي چې دغه برید د شپې په ۱۱ بجو د پورت موریسبې په (بوروکو) سیمه کې هغه مهال رامنځته شو کله چې د سیمه ایزو خلکو یوې قهرجنې ډلې کوښښ وکړ چې کډوال له خپلو استوګنځیو په زور بهر کړي.

عمر وايي، په بوروکو کې د کډوالو او ځایی خلکو تر منځ ګڼې ستونزي شتون لري او له همدې امله کډوال همیشه د برید له ویرې ویښ ناست وي.

هغه د چهارشنبې په ورځ وویل: "له تیرې شپې څخه تر نن ورځې پورې هیڅوک نه دي ویده شوي. کډوال په تنګ شوي دي او د هغه څه په اړه ویره لري چې واقعیا هره شیبه دلته پيښیدلی شي. دلته هیڅ خوندیتوب نشته ځکه ځايي خلک کولی شي پر موږ بیا برید وکړي."