د استرالیا د SBS ورځپاڼې سره په مرکه کې یو شمیر پناه غوښتونکو ويلي، دوی ویره لري چې د کرونا وایرس ښايي د مهاجرت توقیف خونو ته خپور شي او ښايي ډیری کډوال او پناه غوښتونکي پرې اخته شي ځکه دوی ټول سره یوځای اوسیږي.

د عیسی په نوم یو پناه غوښتونکی چې دا مهال د استرالیا په (ویلا ووډ) مهاجرت توقیف خونه کې له ۴۰۰ نورو پناه غوښتونکو سره یوځای بندي دی، پدې مرکه کې ویلي چې د کرونا وایرس د چټک خپریدو له کبله دوی ټول ویریدلي او د خپلو ځانونو د خوندیتوب په هکله اندیښمن دي.

هغه ویلي، په توقیف خونه کې دوی نشي کولی چې ټولنیزه فاصله او بیلتون مراعت کړي ځکه دوی ټول په یوځای کې ډوډۍ خوري او د اوسیدو او ګرځیدو سیمه یې هم محدوده ده.

نوموړي همداراز شکایت کړی چې په توقیف خونه کې د صابون او ضد عفوني کوونکو موادو له کمښت سره مخ دي او د توقیف خونې ساتونکي مسولین هم له ماسکونو او دستکشو استفاده نه کوي او د روغتیا ساتنې خبرداریو ته هم سمه پاملرنه نکوي.

خو د استرالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په مهاجرت توقیف خونو کې د کرونا وایرس په هکله یو لړ تازه اقدامات په لاره اچولي ترڅو مهاجرین او د توقیف خونو ساتونکي له دې وایرس څخه خوندي وساتي.

دغه وزارت ویلي، د مشکوکو پیښو د کنټرول لپاره دوی په مهاجرت توقیف خونو کې ځانګړي پلانونه او کړنلارې لري او دې برخه کې مسولینو ته د جدي پاملرنې سپارښتنه کړې.

د یو جلا رپوټ په اساس د استرالیا په (ویلا ووډ) مهاجرت توقیف خونه کې په یو تن پناه غوښتونکي د کرونا یا کووید۱۹ وایرس د اخته کیدو علایم څرګند شوي. له دغه پناه غوښتونکي څخه ازموینه اخیستل شوې خو د ازموینې نتیجه یې لا نده خپره شوې.

دا پداسې حاله کې ده چې له دې پيښې یو ورځ مخکې د استرالیا له ځینو مهاجرت توقیف خونو څخه یو شمیر پناه غوښتونکو د دغه هیواد پر لومړي وزیر سکاټ موریسن غږ وکړ چې د کووید۱۹ وایرس له امله دې دوی له توقیفه ازاد کړي او ټولنه کې دې ژوند کولو ته پریږدي.

یادو پناه غوښتونکو سکاټ موریسن ته په استولي لیک کې لیکلي چې په توقیف خونو کې دوی نشي کولی چې جلا واوسیږي او ټولنیزه فاصله مراعت کړي او له همدې ویرې دوی ته دا ناممکنه ده چې توقیف خونو ته د کووید۱۹ وایرس د لیږد په صورت کې ځانونه خوندي وساتي.

پدې هکله د استرالیا د ساري ناروغیو سره د مبارزې ټولنې، د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې او همداشان مهاجرینو لپاره د ډاکټرانو ټولنې هم په بیلابیلو بیاینو کې له حکومته غوښتنه کړې چې له مهاجرت توقیف خونو دې مهاجرین ژرترژره خوشې کړي ترڅو دغو ځایونو ته د کووید۱۹ وایرس د احتمالي لیږد مخه وینولی شي.

همداشان د مهاجرت توقیف خونو په برخه کې د استرالیا د حکومت خپلې یوې مشورتي ادارې هم دیته ورته خبرداری ورکړی چې په دغو توقیف خونو کې مهاجرین د کووید۱۹ وایرس له تر ټولو زیات خطر سره مخ دي او که دا وایرس دغه خونو ته سرایت وکړي نو د استرالیا روغتیايي سیستم به یې له امله له جدي فشار لاندې راشي.

دغې ادارې هم حکومت ته سپارښتنه کړې چې مهاجرین دې له مهاجرت توقیف خونو خوشی کړي.