د هند د تابعیت د ترمیم نوی قانون چې د ډیرو په باور غیرعادلانه دی، په هکله یې اندیښنې شته چې اغیزې یې آن تر استرالیا پورې ښايي ورسیږي.

د رپوټونو په حواله، هند کې د سریلانکا تامیل کډوال د همدې قانون له امله په پام کې لري چې په کښتیو کې په غیرقانوني توګه استرالیا ته سفر وکړي. ډیری دې کډوالو استرالیايي ورځپاڼو ته ویلي چې دوی بله چاره نلري ځکه د هند د تابعیت نوي قانون لمخې دوی اوس نشي کولی چې دغه هیواد کې تابعیت ترلاسه کړي.

د هند د تابعیت د ترمیم قانون چې د تیرکال په ډسمبر میاشت کې تصویب شو، نامسلمانو بهرنیو وګړو ته چې په دریو هیوادونو پاکستان، بنګله دیش او افغانستان کې له مذهبي ځورونو تښتي، هند کې د تابعیت د ترلاسه کولو وړاندیز کوي.

په تیرو څو اونیو کې لږترلږه ۳۰ کسان د هندوستان په بیلابیلو سیمو کې د همدې قانون سره د مخالفت له امله په اعتراضونو او لاریونونو کې مړه شوي دي. 

په دې قانون کې د هند د دوه ګاونډیو هیوادونو میانمار او سریلانکا روهنګیايي او تامیل وګړي چې د نژادي او توکمیزو ځورونو اوږد تاریخ لري، د ځوریدونکو لږکیو په توګه ندي شامل شوي او په همدې اساس دوی نشي کولی چې هند کې تابعیت ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې کار استرالیا کې د ځینو اندیښنې راپورته کړي ځکه له دې مخکې څو څو ځله د سریلانکا تامیل کډوالو او د میانمار روهنګیایانو اسټرالیا ته په کښتیو کې د غیرقانوني مهاجرت سفرونه ترسره کړي او دغه هیواد اوس اندیښنه لري چې دا سفرونه ښايي بیا پیل شي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي، «مونږ هند کې حالات له نږدې څاري خو دا د هند داخلي مسایل دي. زمونږ پالیسي دا ده چې استرالیا ته د راتلونکو ناقانونه کډوالو د کښتیو له راتګه باید مخنیوی وکړو.»

هغه ویلي، «استرالیا د هندوستان حکومت سره قوي او ګټورې اړیکې لري. دواړه هیوادونه په ګډه کار کوي ترڅو د قاچاق کوونکو سره مبارزه وکړي او غیرقانوني مهاجرت هڅې یې مخکې له پيلیدو شنډې کړي ځکه په دې کار سره په سمندر کې د بې ګناه وګړو له مړینې مخنیوې کیږي.»