د حقونو ځینو ډلو د استرالیا له حکومته غوښتنه کړې چې د کرونا وایرس د وبا له امله دې له نایرو او پاپوا نیوګینیا څخه بندي پناه غوښتونکي راوباسي.

شاوخوا ۲۱۰ پناه غوښتونکي دا مهال په نایرو کې بندیان دي او همداشان ۲۲۰ نور چې مخکې په مانوس ټاپو کې ساتل کیدل اوس د پاپوا نیو ګینیا په پلازمینه پورت موریسبي کې بندیان دي.

په پورت موریسبي کې بندي سریلانکايي پناه غوښتونکي (شمېندا کاناپتي) یوې ورځپاڼې ته ویلي چې د کرونا وایرس د وبا له امله په توقیف خونه کې د پناه غوښتونکو ترمنځ تشویش ډیر شوی.

هغه ویلي، «زما په ګډون ډیری دا پناه غوښتونکي اووه کاله کیږي چې سمه طبي پاملرنه یې نه ده لیدلې او وار له مخې روغتیايي ستونزي لري.» هغه ویلي، «مونږ د کرونا وایرس په مقابل کې ترټولو زیات زیان منونکي یو.»

د استرالیا د کډوالو شورا هم دا تایید کړې چې په پاپوا نیوګینیا او نایرو کې د روغتیا سیستمونه کمزوري دي او د کرونا وایرس سره په مبارزه کې به له جدي ستونزو سره مخ شي.

دغه شورا ویلي، په پاپوا نیوګینیا او نایرو کې د روغتیايي پاملرنو د کموالي زیات شواهد شتون لري او که پدې نازکو حالاتو کې پرې زیات فشار راشي نو ښايي له ماتیدو سره مخ شي.

د یادې شورا په وینا، که په دې هیوادونو کې د کرونا وایرس په زیاته کچه خپور شي نو دا به د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره بدې پایلې ولري، کوم چې وار دمخه اوږدې ناروغۍ لري او د بدن د معافیت له اړخه کمزوري دي.