د کرونا وایرس چټکې خپریدنې او له دې امله رامنځته شوي بحران لا وار دمخه د استرالیایانو پر ژوند د اوس لپاره او د راتلونکو څو میاشتو لپاره اغیزې پریښي، خو ویره شته چې دا اغیزې ښايي له دې څخه هم ډیرې اوږدې پاتې شي. 

اسټرالیایان او هیواد یې ممکن د دې وبا څخه وروسته د یو ډیر متفاوت هیواد په توګه رابرسیره شي. د اسټرالیا د ملي پوهنتون د نفوسو کارپوهه ډاکټره (لیز الن) باور لري چې د کرونا وایرس او له امله یې رامنځته شوې ویره به د استرالیا د وګړو شمیر بدل کړي.

هغه وايي، «کله چې په یوه ټولنه کې لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی له سختیو سره مخ شي، دا د خلکو د فکر کولو طریقه بدلوي او ټولنه کې تغیرات راولي.» 

د نوموړې په وینا، بحران تل د خلکو په طبیعت کې ښه او یا بد حالت رامنځته کولی شي، نو یقینآ چې د کرونا وایرس دا بحران به هم د اسټرالیا د وګړو په روان او فکر باندې خپلې ښې او بدې اغیزې ولري. 

د ډاکټرې الن په وینا، ځینې ​​آسټرالیایان چې په روانو حالاتو کې د سرحدونو له بندیدو څخه پدې دلیل خوښ دي چې دې سره د مهاجرینو په شمیر کې کموالی راځي، باید دا درک کړي چې دا به راتلونکي کې په استرالیا کې خپل لوی اقتصادي اغیز ولري. 

آغلې الن وايي، «استرالیا کډوالو ته د یوې بدیلې حل لارې په توګه اړتیا لري ترڅو په اقتصادي ډګر کې د خپلو زړو وګړو منفي اغیزې کنټرول کړلې شي.»

د استرالیا خزانه دار (جوش فریډینبرګ) هم تیر کال دیته ورته څرګندونې کړې وې او د خپل هیواد د زاړه عمر لرونکو وګړو شمیر یې د "اقتصادي ټایم بم" په توګه بیان کړی و.

نوموړي ویلي و چې په راتلونکې لسیزه کې به اسټرالیا کې له هرو پنځو څخه یو تن له ۶۵ کالو څخه ډیر عمر ولري او دا به د روغتیا په سیستم، د زیات عمر لرونکو وګړو د پاملرنې په سیستم او همداشان د تقاعد په سیستم جدي فشار رامنځته کړي.