مقالې
مـــرحوم عـــلامه ابوالـفضـل معين الدين څوک ؤ؟
مـــرحوم عـــلامه ابوالـفضـل معين الدين څوک ؤ؟ بسمه تعالی حامدا ومصلیا بې له شکه چي دعلماء کرامو دانتقال لړۍ له څه مودې راهیسي په ډیر شدت روانه ده، ډیر علماء حق له دې فاني نړۍ دخپل مهربانه رب پر لور وکوچيدل، چي دا هم. دې امت ته یوه ستره صدمه ده، پکار خو داده چي موږ دهر حق عالم په ژوند کي قدر وکړو، خو متأسفانه چي زموږ په ټولنه کي هيڅ دکمال خاوند په ژوندون کي ارزښت نلري، خو کله چي له دې دنیا کوچ وکړي نو بیا یې ستایونکي او محبین ډیر سي، او دتمساح په شان اوښکي تويوي، خو دنعمت له ز
طالبان: دنفسیتوب، انانیت، او اسلامی نظام په امتحان کی
دا جه نن سبا دطالبانو دسولی خبری ولاړی دی، په میدان کی په چټک ډول ولسوالوی نیسی، او دوی لا تراوسه دآینده اسلامی نظام لپاره داسی عمومیات وایی چه تر مشکله هم مشکل دی چه تفسیر سی نو اوس وخت دی دغنی بیخونده او بی هیله اداره پریږدو او خوله په طالبانو باندی خلاصه کړو. دطالبانو اوله دوره دانډیوالی دوره وه او هغه به اضطراری دوره وبولو. هغوی به له همدی سببه معاف کړو. زه دهغوی ددوری ددریو میاشتو شاهد یم. خو زما شاهدی شرین او ترخه حقایق لری چه دهغو دویلو وخت ندی. بیا هم دهغوی خلوص او
امریکا ته د ولسمشر غني سفر: اسلام اباد ولې وارخطا دی!
امریکا ته د ولسمشر غني سفر: اسلام اباد ولې وارخطا دی! امریکا ته د ولسمشر غني د سفر په درشل کې چې ټاکل شوې د جون په ۲۵ به ترسره شي، د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د اسلام اباد لوړپوړي چارواکي ظاهرآ ډېر وارخطا ښکاري. دا چې دوی د دې سفر شا ته څه ویني او ایا ریښتیا اسلام اباد ته په وارخطايۍ ارزي، له سفر وروسته به څرګند شي. خو له سفر مخکې دوه خبرې مالومې دي چې ښای اسلام اباد د هغو په اړه اندیښنه ولري او د دوی وروستۍ څرګندونې به هم د دې دوه اندیښنو سره تړاو ولري: ــ د کابل او امریکا ترمنځ د
What Languages do People Speak in Afghanistan? - Eshaq Azizi
What Languages do People Speak in Afghanistan? Afghanistan is home to more than 40 million people who primarily speak Pashto (Pakhtu or Afghani language) and Dari (Persian). There are many other minority and immigrant languages spoken in the country, however. How Many Languages Are Spoken in Afghanistan? Afghanistan has 40 minor languages with 200 dialects in addition to the official Pashto and Dari (Persian) languages. Most non-official
د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې بهرنۍ تګلاره
روسیه د منځنۍ آسیا پروړاندې پېچلې تګلاری تعقیبوي د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې د بهرنۍ تګلاری مهم هدف په منځنۍ آسیا کې د بې ثباتۍ د خپرېدو مخنیوی دی. روسان اندېښمن دي چې د منځنۍ آسیا بې ثباتي د روسیې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي او په ځانګړ ې توګه روسی مسلمانان چې شمېر یې د ۹ او ۵۱ میلیونو ترمنځ دی اغېز من کړي. د دې ترڅنګ روسان غواړي چې په منځنۍ آسیا کې د نشه یي توکو د قاچاق او د بهرنیو سترو قدرتونو د پوځي او سیاسی اغېز ې د خپرېدو مخه ونيسی. اوسمهال په منځنۍ آسیا کې بدلیدونکي وضعیت، له امریکا س
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ پېنځه لسمه برخه
لیکوال: اېټالیوي مورخ، تاریخپوه، سیاستپوه او توکمپوه ښاغلي اندرې چیونداژباړه : د انګلیسي ژبې څخه الماني ته میرمن انا لتڅ او له المان ژبې څخه پښتو ته سراج الحق ببرک زی ځدراڼ ښاغلي لیکوال د اېټالیا په وسله وال پوځ کې د 1999 تر 2004 کلونو پوري په بوسنیا، کوسوا، افغانستان او عراق کې د دنده تر سره کړي ده. هغه د یوه تکړه خبریال په توګه د نوموړو هیوادونو څخه خبرونه او رپوټونه چمتو کول او را لیږل. دی وسمهال د خپلي دوکتورا په لیکلو باندې کار کوي.د هغه د دوکتورا موضوع ٬٬
ايډز څه دی؟ نښې او لاملونه يې - ليکوال: اسحاق عزيزي
ايډز څه دی؟ نښې او لاملونه يې - اسحاق عزيزي د انسان بدن معافيت ويروس (HIV) د هغه ویروس نوم دی چې د ایډز لامل کیږي؛ دا ناروغي د وژونکي انتاناتو او ځینې سرطانونو لامل هم کېږي. د ايډز (Aids) کليمه د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۸۲ ز. کې کارول شوې. اچ آی وي (HIV) د "انسان بدن معافیت وېروس" په معنا دی، چې انسان په اخته کېږي، او د اخته شوي کس څخه په اسانۍ سره بل روغ کس ته لېږدول کېږي. په ایډز اخته شوي کسانو باندې څیړنې ښيي چې د وېروس څرګندول
د نړیدلو منارو اونۍ
یو پلو ته د چسپکي بمونو او هدفي وژنو لو ګډ دی؛ د شمله ورو د جنازو اعلانونه او انځورونه بلا ناغه د ټولو رسنیو د منځ ټکي دي. بل پلو ته د کورونا نالیدلي غلیم، ځموږ د وطن په نازولو ناتار ګډ کړی او ډله ډله د مرګ حلاجي ته سپاري. بني اسرائیل د مصر د (تیه) په دښتې او د کوه طور په لمن کې څلویښت کاله سرګردانه ګرځیدل، ځکه چې د حضرت موسی (ع) خبره یې بابیزه ګڼله. افغانان هم د څلویښتو کالو راهیسې د سپیڅلي جهالت، فقر، بی عدالتۍ او د ساینس سره د ناغیړۍ سیلاب لاهو کړيدي. هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، خو دمګړۍ د
به مناسبت 24 جوزا روز مادر
بنیان گذاران روز جهانی مادر ، از مادر این چنین تقدیر می کنند ! ...................................................... روز جهانی مادر توسط زن راهبه آمریکایی به نام آناجارویس در سال 1907 م در کلیسای شهر گرافتون ، ولایت ویرجینیای آمریکا ، اساس گذاشته شد و بعد از آن بخاطر ترقی و پیشرفت مادران وطن ما، به طرف کشور ما صادر گردید ! لذا روز جهانی مادر را کسانی اساس گذاشتند که با مرتکب شدن وحشتناک ترین جنایات در مقابل مادر ، از مادر تقدیر نمودند و می نمایند ، که به چند نمونه از این تقدی
ښاغلي محمد اشرف ته پرانیستی لیک
وَالصُّلْحُ خَيْرٌ محترم ډاکتر صاحب محمد اشرف غني! السلام علیکم هیله ده روغ وې. زما نوم دوکتور هاتف مختار دی، په ټولنپېژندنه کې د دکتورا تر کچې لوړې زدهکړې لرم، غواړم د یو دردېدلي مسلمان او پر خپل مظلوم ولس او خپلې خاورې مین افغان په توګه یو څو مهمې مشورې درکړم. دا تا ته یوازې زما مشورې او زما د زړه خبرې نه دي؛ بلکې په داخل او خارج کې د افغانستان د مظلوم او درېدلي ولس د غوڅ اکثریت د زړه غوښتنې، هیلې او ارمانونه دي چې ما د کلونو څېړنو، له خلکو سره د مرکو او لیدنو، وین
افغانستان د نجات او که د بحران پر لور!
د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په تحلیل او څېړنه کې یوه ستره ستونزه دا ده، چې په اړه يې دقیقه وړاندوېینه نه شي کیدای، په ځانګړي ډول د ذکر شویو مسایلو په اړه سمه وړاندوېینه هغه وخت لا ستونزمنه او پيچلي شي، چې بېلا بېلا متغیرونه او لاملونه پکې دخيل وي او هر یو پکې ځانته ځانګړی رول لوبوي. په همدې اساس، د افغانستان د راتلونکې وضعیت په اړه د سم او کَره نظر وړاندې کول به ستونزمن څه چې ناشوني وي، ځکه له بده مرغه د افغانستان په مسئله کې په هېواد کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونډونو او ډلو ټپلو سربېره د ګا
پښتون ته د جعلي او ذ هنونو غولونکي صفتونو کارول لکه: پیاوړي، ښاغلي، توریالې، ویاړلي، ننګیالي او داسي نور ...
پیاوړي یعني څه، ښاغلي یعني څه، توریالي یعني څه؟ پیاوړي، توریالي او ویاړلي خو پنجاب ده چه تقریبأ د دوي د پایدایښت نه تر ننورځي پوري په دا لڼډه موده کي یعني په دا 74 کالونو کي دوي د نړې په سطحه لسمه قوي اردو جوړه کړه، اټومي وسلي يي جوړي کړي او خپل زوړ خاوند یعني افغانستان يي په ګینډو کړ او هرساز ته چه دوي او په هر ډول وغواړي پښتانه نڅاولي شي. اي پښتونه خداي ته وګوره او خپل ګریوان ته لږ سر ټیټ کړه. آیا دا پورته صفتونه چه ته يي ځانته کاروي جعلي نه دي؟ آیا د خپل هیواد او ولس سوکا
سوله او کرغېړن بن بست
االذین ءامنووهاجروا وجهدو فی سبیل الله باموالهم وانفسهم اعظم درجة عندالله واولیک هم الفایزون سورة التوبة ، ایة ۱۹ کله چې روسانو پر افغانستان تجاوزوکړ د افغانستان مسلمان مظلوم ولس دکړکیچ سره مخ شو نو دپورتني کلام الله دلسواوچتو کلیمو په ارشاد راپورته شول او دایمان په غلبه او باور یې د فی سبیل الله په لاره جهاد دلته زیارویست حتی الوسع کوښښ یې وکړپه مال او خان باندې په دې سبیل کې دهیچا لپاره دومره دانحصار مشروعیت نه وه چې وایې ږیره دما واک یې دملا! خپل مال او خان یې دالله ج په لاره ک
د بدن ګرمېدل يا تودوخه، لاملونه او درملنه - ژباړن: اسحاق عزيزي
د بدن ګرمېدل يا تودوخه، درملنه او لاملونه ! د بدن ګرمېدل يا تودوخه بېلابېل لاملونه لري، د ځينو درملو کارول، هورموني بدلونونه یا نورې ستونزې... (چې په دې ليکنه کې به ورته اشاره وشي) کولی شي چې د خولې یا ډېرې تودوخې لامل شي. د بدن د تودوخې او ګرمېدلو يو څو لاملونه: ۱ - اسټرس او اضطراب: اسټرس او اضطراب کولی شي له بدن څخه د فزیکي عکس العمل لامل شي. ځکه چې بدن د هوښیارۍ حالت کې دی او د احتمالي ننګونو یا خطرونو سره مخ ک
پښتون يا پښتانه - سعدالدين منګل
لیکنه: سعدالدين منګل📝 پښتون یا پښتانه پښتانه د افغانستان ۷۲ سلنه نفوس دې ، خو پښتو ژبې ته چا ۲ سلنه هم خدمت ندي کړې . هغو چې پښتو ژبې ته خدمت کولو ، همدې پښتنو د کمونیست او کافر او ملحد په نوم ووژل . نن ۳۰ سلنه پښتنو خپله مورنې ژبه پښتو هیره کړې . دا هغه ستر خیانت دې چې د پښتون توکم او دي پښتو ژبې سره شوې . دا ظلم هم زمونږ خپلو پښتنو مشرانو کړی . د بیلګه
کارغه مرداري خوري، مښوکه څنډي!
اسلام اباد کټ مټ لکه د پورته متل په څېر، یوخوا د لومړي وزیر عمران خان په خوله وايي چې پاکستان له دې وروسته د افغانستان په اړه تر خپلې پخوانۍ تګلارې، ستراتېژیک عمق(Strategic depth) تېر شوی خو بلخوا په اسلام اباد کې افغان سفیر ښاغلی نجیب الله علي خېل احضاروي او د ګواښ په ژبه ورته ویل کیږي چې کابل دې د داسې څرګندونو څخه ډډه وکړي چې د افغانستان په اړه د اسلام اباد د(ستراتېژیک عمق) تګلار فلجوي او د پلیتوب مخه يي نیسي. کله چې دلته د Strategic depth (ستراتېژیک عمق په اړه غږېږو، هغه د اسلام اباد
دنويې فتنې غږ : هزاره کشي را بس کنيد
اول خو دا ادعا په خپله ډېره غلطه او بې اساسه ده چې په افغانستان کې يوازې هزارهګان وژل کيږي او د دوی وژل په قومي او يا مذهبي بنياد دئ . په افغانستان کې جنګ د قومونو او مذهبونو تر منځ نه پخوا صورت نيولئ دئ او نه اوس شته ، په دې برخه کې هېڅ سند او ثبوت نشته . دوهم که د ژبې ، قوم او مذهب په لحاظ د قربانيانو محاسبه وشي ، نو ددې انساني تلفاتو او مادي زيانونو ۹۰٪ ضرر پښتنو ته اوښتې ده ، خو تر اوسه په سازماني او تنظيمي شکل ددې قربانيو او تلفاتو عامل بل قوم او مذهب د پښتنو له لوري نه دئ ښودل
د افغانستان هايدروپولتيک په هکله د ايران حساسيت!
د افغانستان هايدروپولتيک په هکله د ايران حساسيت! څو ورځې د مخه چې له کابل څخه راتلم، په موټر کې مې د څنګ ملګرو سره خبرې شروع کړې، پوښتنه مې ترې وکړه چې له کوم ځاى څخه راغلئ؟ نو دوى (درې نفره) وو، ووئيل چې له ايران څخه راغلو، په قاچاقي لارو مو غوښتل چې د ايران له لارې ... همداسې تر اروپا پورې لاړ شو، خو په سرحد کې د ايراني عسکرو لخوا ونيول شوو، د نيول کېدو سره سم يې راسره سخت چلند پيل کړ، تر دې چې زندان ته يې ورسولو هلته يې هم چلند ډېر سخت وو، وهل، ټکول تر دې چې يوشمېر ملګري يې راته د
عمرزی صیب، افغانستان کې مړه کېدل عادي خبره ګرځېدلې!
سهار له کوره را ووتم د دفتر په لور په موټر کې روان وم، د مکروریانو د ملي بس له څلور لارې لږ وړاندې تر محمود خان پله پورې رسېدلی وم، چې له کوره زنګ راغی: ـ ته ښه يې؟ ـ هو، ولې څه خبره ده؟ ـ همدا اوس د چاودنې غږ و. ـ نه شکر زه ښه یم، ستونزه نشته. اندېښنه مه کوئ! چاودنه د ملي بس په څلور لارې کې شوې وه، چې ښايي دوه درې دقيقې د وخت توپير به و، چې زه د پېښې له ځایه تېر شوی وم. دا لومړۍ ځل نه و، چې له دې ډول ګواښ سره مخ وم. له څو ورځو راهيسې مې په موبایل کې انټرنېټ نه درلوده،
د ملي ارزښتونو کباړ
ښه مې په یاد دي؛ د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي د اتمې په ماښام؛ زه د فاتحینو د کاروان په څلورم ډاټسن کې د څو عربو ژورنالستانو سره یو ځای ناست ووم. د نیمګړي مازیګر وړانګو د ماهيپر دنګ غرونه په غیږ کې ټینګ نیولي وو چې موږ پلچرخي ته ورسیدو. د پولیګون د سړي خورو کندو څخه لږ وړاندې، د ښي لاس دیوال ته مې په پام شو. په چڼیدلي خط باندې یوه کرښه لیکل شوي وه: « قشنګ، ارزان، با دوام ». د برغنډ برغنډ سړک بلې غاړې ته یوه غنچه ترهیدلي کابلیان د پلاستیکي ګلانو سره ولاړ وو؛ د هرکلي لاسونه یې ښورول. د مجاهدینو د