د پوهې، معلوماتو او وړتیا اوچتول د نن ورځې اساسي اصطلاح ده. ځینی وخت ټولنو کې د رکود او پریشاني دوره راځي، خو وروسته ترهغې د دغه ولاړحالت، رکود او تحجر د جبران لپاره نوي ځواک او حرکت ته کلکه اړتیا وي. دا وخت هغه انساني نیرو(ځوانان) چې لازم ظرفیت او کاری وړتیا او پوهه ولري، ډیره د قدر وړ ګرځي او سازمانونه ورپسې (چشم درد)ګرځي. زموږ یادیږي، کله چې وروسته تر ۲۰۰۱م. کال دبیارغاونې چارې پیل شوې، هغو ځوانانو ته طلایي چانسونه برابر شول چې خپل ظرفیتونه یې اوچت کړي وو. اوس هم ظرفیت لوړول روانه پروسه ده، درېدل نه مني. نړۍ په ګړندي ډول بدلیدونکې ده.
نو ظرفیت اوچتول څه دي؟
ظرفیت لوړول او وړتیاوې ترلاسه کول هم د فرد او هم د سازمان په کچه مطرح دي:
د فرد په کچه؛ د ظرفیت لوړول زیات وختونه دټریننګونوپه مټ د پوهې اودمهارتونود انتقال له لارې د کار دتوانایی، عادتونو، نظریو او تفکرد بدلون پروسه ده. دټولنې، ادارې ، موسسې او سازمان په سطح ظرفیت جوړونه دعامه پوهاوي اوچته کچه او د موسسې، سازمان، ادارې، کلي او ټولنې له منابعو عقلمنده او ګټوره استفاده کول او دپه کار اچولو وړتیا اوپروسه ده. دلته دپروسې په ټکي ډیر تاکید کیږي. ښه او آسانه تعریف یې داسې دی:
Capacity-building is defined as the process of developing and strengthening the skills, instincts, abilities, processes and resources that organizations and communities need to survive, adapt, and thrive in a fast-changing world.

د ظرفیت لوړول د زده کړو په بهیر کې،دمشارکت،مالکیت ترلاسه کولو،اود فعالیتونوله هغو ګامونوسره تړاو لري چې،په مدیریت، هڅونو، مورال، حساب ورکولو اومسئولیت کې دبدلون له لارې لاسته راځي.
نړۍ په ګړندي ډول بدلیږي، که ځان ورسره عیار نکړو، د ژوند له ډګره وځو.
دظرفیت جوړونې عناصر دا دي:
• د اړتیاوو ارزونه،
• د زده کړی او مهارت د لوړولوطرح کول(په څه ډول د خپل ځان، کاروباریانو، ادارې، سازمان اوآن ټولنې د ظرفیت اوچتولولپاره طریقی اووسایل په کار واچوو)،
• د وړتیاوو د اوچتولو دطرح تطبیق کول،
• او آخره کې د دې پروسې کتنه او ارزونه.


د ظرفیت لوړول دوامداره بدلون دی. دبدلون دغه پروسه د ټولنې، کلي، ادارې، سازمان اونهاد په کچه د ټول سازمان په فعالیت او دکار سرته رسولو په قدرت، او هم د سازمان په هغه توان باندې چې د بدلون سره ځان عیاروي،تمرکزکوي. یقیناً چې موږ د ظرفیت جوړلو په پروسه، تېرو شلو کلونو کې پوره کار وکړ، یو بیدار او د وړتیا لرونکی نسل وروزل شو، خو متاسفانه فاسدو (سیاه سیونو!) او دافغانستان دترقي تاریخي مغرضودښمنانو له دوی څخه فرصتونه واخیستل.
د وړتیا د لوړولو په یوه ښه پروسه کې هڅه کیږي چې دپام وړ ډلې، څانګې، سازمان یا مسلک ته د ټول سیستم په توګه وده ورکړل شي. په سیستم کې افراد، ګروپونه، اود هغوپه منځ کې اړیکې لیدل کیږي.
د فزیکي پانګو لکه زیربنا ور اخوا ،د سازمان، ادارې، کلي او موسسې په ظرفیت کې دهغه دماموریت( (mission موخو، جوړښت (structure)، مسوولیتونو(responsibilities)، حساب ورکولو(accountability)او راپور ورکولو د چینلونو روښانه کول مهم دي. دلته په کار ده چې په اړیکو،پروسجرونواودبشري قوې په کار اچونه کې بدلونونه راوستل شي
.په عمومي توګه د هیواد په کچه، د ظرفیت لوړول د یوه (توان ورکوونکي چاپیریال) رامنځته کول دي، کوم چې افغانستان اوس ورته کلکه اړتیا لري. داځکه چې ډیرو ادارو او سازمانو کې دکار نیمه نیرو تبدیله شوه. متاسفانه یو شمیر ورزیده او ماهر کسان مو له لاسه ورکړل، له هیواده ووتل، دلسرده شول، کاریې پرېښود یا له دندو لرې شول، نو په کار ده چې دا لویه فاجعه اوملی ضایعه بیرته جبران او د ورزیده ماهرینوځای د ظرفیتونو په اوچتولو ډک شي( سره له دې چې دا به یو ستونزمن کار وي، خو ډیر ضرور دی).
ډیره ښه خبره ده چې اوس یو شمیر پخوانیو وسله والو ټوپکونه او نورې جنګی وسلې وغورځولې، مدني ژوند ته یې مخ اړولی، دغه ډول ځوانان غواړي عادی ژوند ولري او خپله پوهه او فکر له سره نوی کړی او روزنې ته اړتیا احساسوي.د دغو ځوانانو روزنه او له چارو اومسېولیتونو سره آشنا کول باید د عمومي پالیسیو، اقتصاد، قوانینو او لوایحو، او د حساب ورکولو چوکاټونه وګرځوو، چیرته چې ادرات، موسسات، دفترونه اونهادونه او افراد کار کوي. د دغو ټولو یادو شویو نهادونوپه منځ کې اړیکې او پروسې ( رسمي او غیر رسمي دواړه) او هم د هغوی کاري لوري(استقامتونه)، مهم دي. اوسنۍ مرحله کې متمدن ګرځول او د میځل شویو فکرونو بیرته رغول د ظرفیت جوړولو برخه ده( لاس چې مات شي، غاړې ته لویږي).
د ظرفیت لوړول په محلي، ملي او یا نړیواله کچه کیدای شي،او د افرادو، یا د ذینفع ګروپونو په منځ کې د افرادو، واحدونو یا نهادونو، همدارنګه د ټول سیستم په کچه ترسره کیدای شي. د ټولو رازرازسطوحو په منځ کې راکړه ورکړه هم د عمومي ظرفیت لپاره مهم کار دی. ظرفیت لوړول په دواړو؛ لنډ مها ل او اوږد مهال کې مهم کار دی. په لنډ مهال کې(لکه د مثال په توګه، هغه توان چې کومه فوري ستونزه ورباندې حل شي) او اوږدمها ل کې بیا (هغه توان چې یو داسې چاپیریال رامنځته شي په کوم کې چې ځانګړي بدلونونه رامنځته شي) شامل دي د ظرفیت لوړول به یو ډراماتیک تحول راولي.