د ترکيې باندنی سياست په وروستيو کلونو کې له جدي ادلون بدلون سره مخ وو خو د رجب طيب اردوغان په مشري حاکم (عدالت او پرمختګ Adalet ve Kalkınma Partisi) ګوند چې واک تر لاسه کړ، ترکيې هم د پرمختګ په لاره کې ګامونه ګړندي کړل او ترکيې نشلنيزم په رابيدارولو او له نورو هېوادونو سره د توکم، دين، ملي ګټو ، دوديزو اصولو ، اقتصاد او سياست په رڼا کې د اړيکو رغښت اعظمي کچې ته ورسېد. بل غټ لامل د ترکيې په خلکو کې د ملت پالنې حس او ټول ترک ملت تر يو چتر لاندې راغونډېدل او ملي ګرايي ده، دوی ته ترکيزم او ترک په يوه ملت سره راټولول او محکم کول تر بل هرڅه اهميت لري او د همدې ملت پالنې نتيجه وه چې په پخوا وختونو کې د ترکيې ستره امپراتوري رامنځته شوې وه چې د اسيا، اروپا او ان افريقا تر سواحلو یې هېوادونه تر خپل کنترول لاندې راوستي وو.
د ترکانو په وينا د دولت تاسيس د يوه ملت د جوړونې تر ټولو اړين شرط دی او انسانان چې په يوه ټولنه کې ژوند کوي د هر ډول انساني مثبتو او منفي فرصتونو واجدين دي او د دولتونو د جوړولو فلسفه د همداسې ملتونو په ذهن کې پټه ده او دا د بل بېګانه کس لپاره د درک وړ نه ده.
او موږ چې د ترکيې تاريخي روايتونو او تاريخونو ته ګورو لومړی کليمه چې ورسره مخ کېږو هغه د ايل (il) کليمه ده چې دوه ماناوې (هېواد او حکومت) په ځان کې رانغاړي . دا لرغونې کلیمه په ترکيه کې د اسلام له خپرېدلو وروسته په دولت بدله شوه او دولت په عربي ژبه کې له يوه حالت څخه بل حالت ته تغيير ته وايي. په لاتيني ژبه کې یې معادل status او په انګرېزي کې state دی چې مانا یې سکونت او درېدل دي.
د مثال په ډول په لرغوني يونان کې ايډيال ترين هېواد هماغه د دولت – ښار پولې وې ، خو په هغه وخت کې لا ترکانو لمر، بيرغ او د اسمان ګنبد تر لاندې پراخ ،ويړ هېواد خپل دولت ګاڼه يانې (ايل) یې همداسې يوې ساحې ته چې خورا پراخې پولې لري وايه یانې په دې مانا چې له هماغه پيل څخه یې د همداسې پراخې او سترې امپراتوري د درلودلو هيله درلودله.
په لرغونو وختونو کې د تاريخي راوياتو له مخې ترکان په دې باور وو دولت د تاسيس لپاره بايد لومړی دوه شيان په لاس راوړو، يو فزيکي قدرت دی او بل مشروعيت دی ، د مشروعيت درلودل خورا مهم دی، مشروعيت دادی چې حاکم قدرت د حکومت کولو د حق درلودونکی وي، مشروعيت کېدلای شي په بېلابېلو لارو په لاس راوړی شي، يو له هغو څخه په پخوانيو رسمومو ، دودونو او ادابو تکيه کول دي چې تر اوسه پورې د ترکيې په دولت کې يو مهم عنصر دی او ان له اسلام پخوا هم د ترکانو تر منځ د قوي ټولنې د جوړولو يو علت دا وو چې دوی په خپلو دودونو او اصولو کلک ولاړ او ورته متعهد خلک وو.
د همدې دودونو او رسمو په رڼا کې ترکان د دولت لپاره د قدرت د محدوديت پولې ټاکي. لنډه دا چې همدا دودونه او رواجونه د دوی لپاره يو ناليکلی اساسي قانون دی چې د يو دولت لپاره د حاکميت چاراطراف معلوموي او له قانون څخه د پيروي روح په انسانانو کې قوي کوي، همدغه د ټولنې رواج د ملت او دولت تر منځ د يو ټولنيز قرارداد په ډول کتل کېږي او ترکان له لرغونو زمانو څخه خپلو ملي رسومو او دودونو ته متعهد او هغو ته پابند وو. او پيروي یې لازم اجرا کار ګڼي.
په لرغونو زمانو کې د ترکانو تر منځ د کوت لغت چې له اسلام پخوا د الهي رسالت يا اسماني رسالت په مانا وو کارېده خو ترکيې ته د اسلام په راتګ همدا کليمه هم لکه نورې کليمې عربي لغتونو ته واوښتې او اسلامي اصولو ته د تعهد، عرف، او تقيد باندې بدله شوه او د دولت جوړونې فلسفه د ترکي ملت په نزد د دولت جهان شموله مفهوم دی چې د هغه له مخې ځمکه د کايناتو په مرکز او او د ترک ملت او دولت د نړۍ په منځ او مرکز کې واقع دي.

نو له همدې امله کله چې د ترکيې دولت په خارجي سياست خبره کوي نو همدې پخوانيو ترکي دودونو او سنتو ته ورګرځېدلو يا (gelenek) باندې کلک درېږي او د خپل ملت په نبض پوهېږي چې له هغه څخه پښه اخوا اېښودل به ورته د دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. په ترکي ژبه کې د gelenek مانا ده له نوي شي سره د پخواني شي يوځای کول، سريښ کول او پيوسته کول. نو نتيجه دا چې د اردوغان د ټول خارجي سياست څخه مطلب پخوانی ترکي برم راژوندي کول ، د ترکيې له دودونو څخه نه وتل او د ترکيې د دوديزو او اسلامي اصولو پيروي کول او د هغو په رڼا کې پرېکړې کول دي.
له دې وروستۍ ويجاړونکې زلزلې وروسته چې د څه باندې ۴۵ زره ترکانو ژوند یې واخيست ترکان یې لا پسې متحد او مضبوط کړل، د يو بل درد یې حس کړ، له شمال تر جنوب او له ختيځ تر لويديځ یې له زلزلې څخه د بچ پاتې کسانو او بې کوره کسانو او ټپيانو سره مرسته وکړه ، په لسګونو کسان چې په ورځو ورځو وروسته له کانکرېټي نړېدلو ودانيو لاندې بند پاتې وو، ژوندي راويستل شول او ټول ترک ملت که په خارج او داخل کې وو د زلزله ځپلو سره هر ډول مرستو ته راودانګل.
ترکيه چې په سيمه کې خورا پرمختللی او په ځان بسيا هېواد دی د دودیزو اسلامي ارزښتونو قوي مرکز هم پاتې شوی دی د اسلامي پېر ځلانده تېره دوره لري، چې اسلامي علومو او په نړۍ کې اسلامي سياست پراخېدلو ته همدې سيمې خورا ښه رونق ورکړ.
ترکيه په سيمه کې له سعودي عربستان سره د اسلامي هېوادونو د مشرۍ په سر هم دعوی لري او د اسلامي هېوادونو د مشر هېواد په توګه په نړۍ کې د مسلمانانو د حقونو د ملاتړي په توګه کله کله غږ پورته کوي او د هغو اقداماتو پرخلاف بيانيې صادروي چې د اسلامي اصولو او مسلمانانو پرخلاف وي.
ترکیه د ناټو غړی هېواد هم دی، خو په دوامداره او بنسټیزه توګه د خپلو معنوي او اخلاقي ګټو دفاع کوي، که څه هم د ناټو د زياتره غړو هېوادونو سره همغږی نظر نه لري. په خپلواکه توګه پرېکړې کوي چې په وروستيو کې چې کله چې د قرآن کریم د سوځولو په تړاو د اسلام ضد پاروونکو لاریونونو څپې د سکینډینیوینیا هېوادونو ته وغځېدې، دا ترکیه وه چې د اسلامي ارزښتو پر ننګه ودرېده. چارواکو يې په سویډن، ډنمارک او هالنډ کې د پاروونکو عملونو غندنه وکړه. او هغه یې له مذهبي اصولو سرغړونه بشپړه وبلله او ان چې سويډن ته یې کوتڅنډنه وکړه چې په دې کار سره به دوی په ناټو کې د سويډن د ورګډېدلو ملاتړ قطعا ونه کړي. اوس ترکیه په ناټو کې د سویډن د شاملیدو سره په کلکه مخالفه ده، که څه هم د ناټو ډیری غړي مختلف نظرونه لري او نور غړي هېوادونه د سويډن په پلوي دي.
خو تازه تازه ترکيې خپله ژمنه بيا تازه کړه چې نور به ترکيه کله هم په ناټو کې د سويډن د ګډېدلو ملاتړ نه کوي او نه به مثبته رايه ورکړي ځکه چې ښي اړخي افراطي سويډني د خپل دولت څخه د جواز په درلودلو په سويډن کې د ترکيې د سفارت مخې ته د قرانکريم بې احترامي وکړه او هغه یې وسوځاوه چې د ترکيې د خورا توند غبرګون سره مخ شو او د ترکيې د حاکم ګوند وياند وويل چې نور دې ستاکهلم په دې انتظار نه کېني چې ترکيه به یې په ناټو کې ملاتړ وکړي .
د ترکیې د عدالت او پرمختګ ګوند وياند عمر چليک وويل: نور داسې څه نه دي پاتې چې موږ دې له سويډن سره د خبرو لپاره د مېز پر سر مطرح کړو د انکارا دريځ واضح دی سويډن د پي کې کې پروړاندې هاغسې اقدامات نه دي کړي چې ترکيې یې هيله لرله او ورځ تر بلې سويډن د اسلامي ارزښتونو پرخلاف کارونه کوي او د مسملمانانو د خشم د راپارولو په خاطر د اسلام پرضد د سپکاوي ډک چلند کوي.او د ترکيې د سفارت مخې ته دا کارونه کېږي چې دا قطعا د منلو وړ نه دي. په ورته مهال د سويډن ځينې محکمو د (پي کې کې) ډلې د غړو د اخراج کولو مخه نيولې او نه غواړي ددې ډلې کسان له هېواده وباسي .
ځيني نور شنونکي بيا په دې باور دي چې ترکيې ځان غلی کړی دی چې له امريکا یې په بدل کې ايف ۱۶ الوتکې واخلي او په معامله سره به د سويډن ملاتړ وکړي او ځينې بيا وايي چې په هېواد کې د تورم له لوړېدلوسره غواړي د خلکو او ترکانو توجه د سويډن خواته راواړوي چې غواړي د دولت له ارادې یې ملاتړ وکړي.
د نړۍ په مهمو پېښو او کشالو کې د ترکيې دولت واضح او پرېکنده دريځ لري او د ترکیې مشران د سوله ایز حل او خبرو اترو غوښتنه کوي لکه د اوکراين او روسيې په مسئله کې استانبول لا دمخه د دوه اړخیزو غونډو لپاره یو پلیټ فارم جوړ او چمتو کړی و او غلو دانو بار لومړۍ کښتۍ د ترکيې په منځګړتوب نړۍ ته له روسيې او اوکراين څخه روانې شوي او د روانې قحطي مخه یې يو څه ونيوله. د اسلامي هېوادونو د مشر هېواد په توګه او همدارنګه له عربي نړۍ په تېره بيا سعودي عربستان سره چې د دوديز پلوه ځان د مسلمانو هېوادونو مشر ګڼي د سيالي او په نړۍ کې د کلک دريځ او ځواک په درلودلو سره هڅه کوي په نړيوالومهمو موضوع ګانو کې خپل ثابت او خپلواک دريځ ولري او د نړۍ د سترو مسئلو په حل کولو کې طرفين سولې او ارامي ته راوبولي.