په ډېرو پخوازمانو کي هرکِلي به خپل یومشر درلود نوهغه ته به ئې دپاچا په سترګه کتل. پاچا به مریان اومینځي، څرنګه چي دپخوا په وختونوکي هم دود لاره؛ درلوده اوکار بې ځني اخست. په یوه کِلي کي یوپاچا وو چي یو وزیر اویو قاضي درلود.
دغه پاچا یومرییی لاره چي ډېر هوښیار وو. دغه مرییی به پاچا ته مشوره ورکول،چي د وزیر نه وو خوښ؛ ولي چي دپاچا تر ډېره بريده مشوره له دغه مرییي سره وه. وزیر یوه ورځ پاچا ته وویل: چي ستامرییی خلکوته ستا دسر په سودا پورونه ورکوي؛ پاچا وویل ښه دا څنګه کاردی، چي زه نه یم خبر بې زما له مشورې داکار کوي. مرییي ته ئې د بند امر ورکی. مرییی خبر نه وو چي بندي خانې تې بوت. مرییی پخپل ګناه نه پوهېده، چي دی ولي بندي سو. ډېرامر تېرسو مرییی لاپه بند کي وو.
چي په کلي کي غلا پېښه سوه؛ غل باید پیداسي؛ خو پاچا هرڅومره له خپل وزیره سره هلي ځلي وکړې خو موضوع حل نسوه. یوچا پاچا ته وویل، چي تاخو یومرییی لاره، چي هغه تاته سمه مشوره درکول هغه څه سو. پاچا وویل: اه! هغه خو بندي دی. ورسۍ رایولۍ!
سړي ولاړل مرییی ئې راوست. پاچا ورته وویل: ته چي بندي وې تا زما دسرپه سودا خلکو ته روپۍ په پور ورکولې. مرییي پاچا ته وویل: (د پاچا عمر دي ډېر وي. لومړی خوما روپۍ نه لرلې چي خلکو ته ئې په پور ورکم. بیا که مي رښتیا هم داکار کړی وي ستا لپاره مي دعاګو ډېره ول. خلک خو په خوښه پور نه ورکوي نو دعا بې کوله، چي باچا دي خدای نه وژني چي داسړی زموږ څخه پور وا نه خلي.) باچا ورته وویل: رښتیا وائې. اوس وګوره په کِلي کي غلا سوې غل باید پیدا او ونیول سي.
مرییی ولاړ دباچا له کمند ئې دوه ټټوګان (وړوکي اسان) راویستل د یوې خوني «ور» تې ودره ول او دکلي خلګ ئې راټول کړه ورته ئې وویل: دغه دوه ټټوګان چي دلته ولاړ دي یو د خوني مخ ته دره وو اوبل په خونه کي. هرسړی راځي پر دغه بهرولاړ«ټټو» لاس تېره وي اوبیا خوني ته ورځي ددغه بل «ټټو»پرشاه لاس تېره وي که سړی غل وو دننه اس شېشني بیا د دباندي ولاړاس شېښني نوغل څرګنديږي. د خوني یوې خواته بهراس هغه سړي نیولی وو، کوم چي غلائې سوې وه او مرییی دخوني دا بل «ور» ته ودرېد. «خونه» ډېره تیاره وه چي اس ماسي ښکارېده. مرییي د دننه اس شاه په رنګو وهلې وه. خلګو تې وویل کله چي راوځۍ لاس پورته ونسۍ.
خلګو په کار پایل وکی. هرسړی چي به راووت لاس بې پورته نیولی وو. کې لاس په رنګو وو؛ نو لاس ئې د«اس» پر ملا تېرکړی دی. غل چي راووت لاس ئې په رنګو نه وو، ځکه چي لاس ئې داس پرشاه له ویري نه ووتېرکړی؛ دا ځکه چي «اس» ونه شېشني. نو مرییي دی ونیوه او ورته ئې وویل. (زه دي باچا ته بیایم چي منکر نسې ځکه که منکر سې د وهلو او شګنجې په زورپه تا اقرار کوي اومال درنه اخلي ورسته بندي کیږي هم. نو که اقرار وکې اوبخښه وغواړې د سړي مال ورکې سزا دي بېخي لږیږي. سړی ئې باچا ته بوت اوباچا غل وپوښته. غله بخښنه له باچا وغوښته او ورته ئې وویل، چي دسړي مال ورکوم اوبیا دغسي غلطي نه کوم. غله دسړي مال بېرته ورکی اوسړي هم غل و باخښه.
وزیر فکر وکی، چي مرییی خو بیا راغی او په خپل کار اخته دی. وزیر پر مرییي ډېر فشار راوست چي مرییی ئې ودې ته مجبور کی چي وتښتي. مرییی وتښتید. باچا او خلک د مرییي په لټون پسې سوه. خو وروسته له ډېرو هلوځلو مرییی ئې پیدا کی.
مرییی ئې باچاته راوست. وزیر وباچا ته وویل: (مرییي ډېر لوی بدکار کړی زموږ نوم ئې په خلکو کي رسوا کړی. دمرګ سزا ئې وړ ده.) پاچا مرییي ته دمرګ سزا واورول.مرییي پاچا ته وویل: (د پاچا عمر دي ډېروي. هره ګناه ځان له سزا لري؛ که ته ما مړکي ناحقه قتل کوي ورځ دقیامت به زما جواب وائې. نو اجازه راکه چي زه قتل وکم نو قاتل به یم. که مي مړکړې قصاص به یم ته به په ورځ دقیامت نه ئې مجرم.)
پاچا ورته وویل نو څوک وژنې؟ مرییي ورته وویل:
(ستا وزیر.) وزیر فکر وکی چي په خدای اوس ولاړې. یوه چاره باید وسي چي له مرګه وجغورل سم.
وزیر باچا ته وویل: (دا مرییی خوستا موروپلار تاته دربخښلی اوپرهغو هم ګران وو او دوی ته ئې ښه خذمتونه کړي دي. خلکو ته بې اعلان کړو: مرییي خوناوړه کار کړی څرنګه چي دباچا پر موراوپلار ګران وو او دوی ته ئې ښه کارونه کړي؛ نو د دوی له رویه وبخښل سو. نو دخلکو دشوپیاني څخه به خلاس سو.) باچا دا ومنل او دغه اعلان ئې خلک ته وکی. مرییی او وزیر دواړه له مرګه خلاس سوه.