لومړی له هرڅه مخکې بايد يو لنډ نظر د شتمنيو په کنګل کېدلو واچوو چې د شتمنيو کنګل کېدل په څه مانا او څه شي ته ويل کېږي.
کنګل شوې شتمني هغه پيسې او نور توکي چې يو وګړی، کمپنۍ، ګروپ، او يو حکومت یې مالک وي خو د سياسي ملحوظاتو، قرضدار کېدلو ، ورانکارو ډلو سره د اړيکو، د پيسو د نه پاکوالي او نورو ... له امله ترې ګرځولې شوې وي او نشي کولای اصلي مالک یې وپلوري، راکړه ورکړه پې وکړي او یا هم د ګټې وټې لپاره همدا شتمني استعمال کړي ځکه چې د بل لوړ شخص، ګروپ، ډلې ، بانک او دولت لخوا کولپ شوې دي او تر هغو چې یې حساب نه وي تصفيه کړی او یا یې سياسي جوړجاړی نه وي کړی شتمني به هماغسې بلاک پرته وي چې د مالک له لاس یې وتلې او د ګټې وټې وړ یې نه ده. دا شتمني کېدای شي بانکي حسابونه، نقيله وسيلې، اپارتمانونه، کورونه، ځمکې او نور اموال واوسي چې له بلاک کېدلو وروسته داسې مرحلې ته هم رسېدای شي چې خپله د کنګل کېدونکي لخوا د استفادې وړ وګرځي او يا یې وپلوري او د اصلي مالک له لاسه یې د تل لپاره وباسي.
خو دلته موږ دکوچنيو شتمنيو پر کنګل کېدو نه غږېږو چې معمولاً د يو هېواد په دننه کې د يو شخص ، کمپنۍ او ګروپ شتمني د اړوند حکومت او يا هم بانک لخوا د قرض د بیرته پر وخت نه ورکړې، اصولو د نه عملي کولو او د شخص او کمپنۍ د دېواليه کېدو په صورت کې ترې د بانک او حکومت لخوا کنګل کېږي؛ موږ دلته د ځينو هېوادونو په کنګل شويو شتمنيو غږېږو چې په ځينو نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي او د سياسي کشمکش او ستونزو له امله بيرته نه ورکول کېږي.
په نړۍ کې اوس مهال تر ټولو ډېره شتمني چې کنګل شوې ده هغه د روسيې شتمني ده چې د اروپااو امریکا لخوا کنګل شوې ده، چې په لړ کې یې د روسيې د مرکزي بانک ۱۰۰ ميليارده شتمني د امريکا په بانکونو کې کنګل شوې او همدارنګه ۲۴ نيم ميليارده ډالر د روسيې د مرکزي بانک شتمني په اروپا او ۱۰ نيم ميليارده نوره د روسيي ميلياردارنو شتمني ده چې په اروپا کې د اروپايي اتحاديې لخوا کنګل شوې ده. روسيه ترې استفاده نشي کولای او نه یې بيرته د اوسمهال لپاره اخيستلی شي، ان دا چې تېره ورځ د اروپآيي اتحاديې لخوا داسې وينا خپره شوه چې دا پيسې چې موږ له روسيې څخه قبضه کړې دي بايد د اوکراین په بيرته ودانولو او يا هم له هغو سره د جنګي وسايلو په پېرلو کې ولګول شي او بيرته د روسيې دولت ته د تل لپاره ورنه کړل شي.
په ورته مهال کې ايران بيا بل هغه هېواد دی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د امريکا او اروپا سره د سيالي له امله شتنمي کنګل شوې او تر اوسه بيرته نه ده ورکول شوې د ايران د کنګل شوې شتمني حساب ۱۰۰ تر ۱۲۰ ميليارده اټکل شوی دی چې څه کم دوه ميليارده ډالر یې يوازې په امريکا کې بلاک شوي دي، له دې په سلګونه ميليارده ډالرو څخه په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې يو عمده پیمانه پیسې يې له بلاک څخه ووتې او د ايران د غيرقانوني کړنو له امله به بيرته د تل لپاره نه ورکول کېږي.
بل هېواد افغانستان دی چې ۷ ميليارده شتمني یې د امريکا او اروپايي ټولنې لخوا کنګل شوې ده په دې کې ۳ نيم ميليارده ډالر په سويس او نورې په امریکا کې کنګل شوې دي، دا پيسې چې په امريکا کې بلاک شوې دي د (سپتمبر د يوولسمې) د پېښو د وژلو شويو کورنيو دعوه کړې چې دا پيسې دې دوی ته په تاوان کې ورکړل شي چې خلک یې په دې پېښه کې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د (۱۱ سپتمبر) پېښه د عربو ورانکارو لخوا د الق.عدې ډلې په هدايت ترسره شوه او د افغانانو پکې هيڅ لاس لرل دخيل نه و، خو دا چې د ال.ق عادې مشر دلته اوسېده په همدې خبره یې ۳ نيم ميليارده ډالر تر دعوې لاندې دي چې ايا امريکا به یې د سپتمبر د يوولسمې د کورنيو ته وسپاري او يا به یې اصلي مالکانو (افغانانو) ته ورکړي، په هرحال تر اوسه د پيسو سرنوشت نامعلوم دی خو پر افغانستان اوسنۍ حاکمې ډلې ته یې له ورانکارو سره د لاس لرلو په تور او په ظاهره د امريکا او اروپا سره د همکاري نه کولو او په رسميت نه پېژندلو په تور دا پيسې ګرځول شوې دي.
همدارنګه اوس مهال د عربي نړۍ او منځني ختیځ هېوادونه په اروپا کې د اسلامي ضد احساساتو له ودې اندېښمن دي. په سویډن، ډنمارک او هالنډ کې د قرآن کريم سوځول کیدای شي د ختیځ او لویدیځ ترمنځ په اړیکو کې یو بل بدلون ته لار هواره کړي. ځکه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسلمانان د سکینډینیوینیايي هیوادونو سره د همکارۍ د پریښودو په تکل دي او له خپلو حکومتونو غواړي چې له دې هېوادونو سره اړيکې قوي ونه ساتي، په دې هېوادونو کې د پانګونې د پروژو د بندولو او د سکینډینیوینیايي توکو د بایکاټ غوښتنه کوي.
عربي نړۍ له څو لسیزو راهیسې له اروپايي او امریکايي شریکانو سره خوږې سوداګريزې اړيکې لري او ټول یې په سیمه کې د لویدیځ د ګټو ساتونکي پاتې شوي دي. خو دغه اسلام ضد احساسات به په دواړو اړخونو باندې چې د زیربنا، تیلو او ګازو، امنیت، طب، ساختماني، انرژۍ، پرمختللې ټیکنالوژۍ او نور برخه کې فعالې اړيکې لري ډیر بده اغیزه وکړي.
ځينې د عربې نړۍ شتمن هېوادونه په دې وېره کې دي چې که احيانن له غربي نړۍ او په تېره بيا د شمالي اروپا له هېوادونو اړيکې سړې کېږي او يا خرابېږي او د اسلام ضد احساسات او پروړاندې یې په عربي او مسلمانه نړۍ کې غبرګونونه ډېرېږي کېدای شي هغو شتمنيو او پانګونو ته خطره پېښه شي چې په اروپا او امريکا کې د عربي شتمنو هېوادونو او سوداګرو لخوا په تجارت لګول شوې دي او يا هم د ګټې لپاره په اروپايي او امريکايي بانکونه کې ساتل شوې دي. او له افريقا، تر لاتنينې امريکا او منځني ختيځ پورې ځينې هېوادونه په دې برخه کې په بديل لارو ، نويو اقتصادي شريکانو او نويو زونونو د جوړولو په فکر کې دي ځکه اوسنۍ نړۍ له يو قطبي څخه د څو قطبي ډلو په طرف د وېشل کېدو په حال کې ده او هر هېواد د خپلو ملي ګټو، اقتصادي پياوړتيا، او ملي ارزښتونو په رڼا کې نوي ملګري پیدا کوي او نوي سازمانونه جوړوي.
په هرحال د نړۍ اوسنی سياسي جوړښت له شل کاله پخوا بيخي بدل دی او هره مياشت او کال د هېوادونو تر منځ د سياسي او اقتصادي ګټو په رڼا کې نوي سازمانونه جوړېږي له نويو هېوادونو سره نوې اړيکې رغول کېږي، او غريب او مخ پر وده هېوادونه غواړي چې د نړۍ په دې بحراني حالت کې چې د اوکراين د شخړې پر سر نړۍ درېيم نړيوال جنګ ته تر بل هر وخت نږدې ده او اقتصادي حالات د دنيا په شمال او جنوب ، ختيځ او لويديځ کې ترينګلي حالات ته رسېدلي خپلو ولسونو ته د اقتصادي رفاه او سياسي ثبات په خاطر نوې بديل لارې ومومي.