موږ چې کله د مړ انسان د سوځولو خبر واورو، نو سمدستي مو د هندوانو مذهب، د اور غرغرې او د انساني غوښو څخه پورته شوې تورې لوخړې شعور را وتخنوي. خو څه وخت چې د نازیانو تاریخ لولو، نو د هولوکاسټ بټۍ او د ژوندو انسانانو وریتول مو ضمیر لک څک کړي؛ خو خبره دلته نه تم کیږي. د تیر کال د نومبر د احصائې له مخې، د نړۍ د اته ملیاردو نفوسو هر اتم کس، هندو دی. هندویزم د ارواو په بیا زیږون - Reincarnation of souls او د ګنګا سیند په سپیڅلتیا باور لري. هندوان وايي: (د دوئ له خدایانو څخه یو یې «شیوا» نومیږي چې د آسمان او مځکې پیره دار او د ګناهونو بښوونکي دی. مړي باید وسوځول شي او ایرې یې د ګنګا په سیند کې واچول شی؛ ځکه هغه د جنت سره تړل شوې او شیوا په کې د خپلې ښځې ایرې شیندلې دي).
په سریلانکا، برما، جاپان او چین کې چې د بودایانو اکثریت دی؛ د هندوانو په څیر دوئ هم خپل مړي سوځوي او ایرې یې په خټینو منګوټو کې د یاد ګار او تسل لپاره په کورونو کې ساتي. د چین د ګرګس لاندې د تبت غرنۍ نیمه خپلواکه سیمه چې خلک یې زیاتره بودایان دي؛ خپل مړي د سوځولو په ځای د غرونو څوکو ته وړي. هلته یې ونډۍ ونډۍ کړي او بیا یې وحشي حیواناتو او مرغانو ته کیږدي؛ دوئ انګیري چې ارواوې یې اسمان ته الوت کوي او هلته خښیږي.
د دیني نصوصو او لرغونپوهانو / Archaeologists د څیړونو له مخې، د مړ شوي انسان خښول د لومړني پيغمبر د نامراده زوئ له زمانې راهیسې زموږ د دین، دود او درناوي تسلسل دی. قرآن کریم لومړنۍ پيښې ته چې قابیل د خپل سکني ورور، هابیل مرۍ خپه کړه او بیا نه پوهیده چې له جسد سره یې څه وکړي؟ داسې فرمايي:(فَبَعَثَ اللَّهُ غُراباً يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوارِي سَوْأَةَ أَخِيهِ - نو الله کارغه ور ولیږلو، په ځمکه کې یې لټون کولو ترڅو قابیل ته د هابیل د ښخولو چل ور زده کړي).
پخوا به ټولو مسیحیانو (کاتولیک، پروتستانت، ارتودوکس) خپل مړي په ښایسته کاليو او تابوت کې قبر ته ښکته کول. خو په ۱۹۶۳م کال د کاتولیکانو مشر پاپ، د مړي د سیځلو اجازه ورکړه خو په دې شرط چې ایرې به یې په کلیسا یا کوم سپیڅلي ځای کې خوندي ساتي. دا یواځې کرونا نه ده چې په لږ وخت کې د ډیرو خلکو مرګ د دې لامل ګرځیدلې چې مړي وسوځول شي؛ بلکې اقتصادي ستونزې او له مذهب څخه لیرې والی نور لاملونه دي چې دغه مذهبي دود په خپل حال پاتې نه شو.
د الجزیرې د راپور پربنسټ، په سویس زرلنډ کې ۸۵ سلنه، په ډنمارک کې ۷۷ سلنه، په جرمني کې ۷۵ سلنه، په انګلستان کې ۷۳ سلنه او په شمالي امریکا کې ۳۳ سلنه خلک غوره ګڼي چې د خپلو کورنیو وفات شوي غړي د ګیس په ځانګړو بټیو کې وسیځي چې د تودښې درجه یې ۱۸۰۰ فارنهایټ ته رسیږي. د یو جسد سوځول درې ګړۍ وخت نیسي او په منځني ډول ۱۵ سوه ډالره لګښت ورباندې راځي. د جنازو د ملي ادارې ټولنه (NFDA) وايي په را روانو ۲۵ کلونو کې به د امریکا ۱۶ سلنه خلک تابوتونه او د قبرونو مځکه اخلي او پاتې ۷۸ سلنه مړي به په داشونو او بټیو کې سوځول کیږي.
د لوموند مشهوره ورځپاڼه کاږي؛ د فرانسې په لیړې پرتو سیمو کې د یو قبر بیه ۷ زره او په پاریس کې ۱۴ زره یورو ده. د امریکا د سانفرانسیسکو په سیمې کې د یو قبر لګښت ۱۱ زرو ډالرو ته رسي، البته په اطرافي ښارونو کې دغه نرخ د ۳ او ۵ زرو ډالرو ترمنځ دی. له بله پلوه، یهودان مړي په تابوت یا دریشۍ کې خښوي؛ مګر هغه آزاد خیالي یهودان چې د خپلو دیني ارزښتونو چندان پرواګیر نه دي، مړي سیځي او ایرې یې په مرتبانونو کې ساتي. په لویدیځې نړۍ کې له دین څخه منکر / Atheists خلک بیا په دې آند دي چې د مړ انسان سیځل په کار دي؛ ترڅو د قبر په ځای په همدغې مځکې باندې کرهڼه او نور داسې څه وشي چې ژوندي ورته اړتیا لري او په درد یې خوري.
د نړۍ ترټولو ګران بیه تابوت د فرعونیانو د یو پاچا دی چې د مصر په اهرامونو کې ترلاسه شوی او تاریخي قدامت یې نژدې درې نیم زره کاله دی. د انګلستان د کریسټیز سایټ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې د دغه تابوت نرخ درې ملیونه، دوه لکه پنځه پنځوس زره ډالره اټکل شوې وو. اوس مهال قیمتي تابوت د پاپ موسیقۍ د پاچا، مایکل جیکسن دی چې په ۲۰۰۹م کې ومړ او په کلیفورنیا کې د سرو زرو په تابوت کې خښ شو؛ بیه یې ۲۵ زره ډالره وه. د بي بي سي سټيفين ماكډونيل، د جنورۍ په پنځه ویشتمې د چین د چانچي ایالت څخه ولیکل: (له کومې ورځې چې د کرونا وبا رامنځ ته شوې، دلته ګټور تجارت او ښه مارکیټ د تابوت جوړولو دی. یو ترکاڼ راته وویل په دې میاشت کې موږ د دمې او استراحت لپاره هیڅ وخت نه درلود؛ په مسلسل ډول مو تابوتونه جوړول. سوداګرو اخیستل او موږ د خفګان ترڅنګ، پخپلې ګټې خوشحاله وو).
په اسلام کې د څلور واړو مذاهبو امامان په اتفاق سره، د مړي سوځول روا نه بولي او دلیل یې د قرآن کریم دا آیت راوړي: { وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ - او په رښتیا چې موږ د آدم اولادې ته ډیر عزت ورکړیدی} بل ځای داسې راځي: { ثُمَّ أَماتَهُ فَأَقْبَرَهُ - بیا یې مړ کړ او له خاورو یې لاندې کړ}. محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: (كَسْرُعَظْمِ الميتِ كَكَسْرِه حَيَا - د مړ شوي کس د هډوکي ماتول، همداسې دي لکه د ژوندي انسان). یعنې په مرګ سوځول یې د ژوندي سوځولو په څیر دي.
د مړي جسد، د سرو زرو په تابوت کې کیښودل شي او که د لحد تورو خاورو ته په سپین کفن کې کوز شي؛ هغه یا هغې ته یوه چیټاکۍ ګټه او تاوان نه رسوي. بلکې ښه مړی هغه دی چې انسانان یې د لاس، خولې او شر څخه په امن پاتې وي. زور، زر، مقام، غوث، قطب، ولي، پیر، مرشد، میا، ملا، شیخ، سید، پاچا، اغا، ایشان، ستانه، حضرت، حجت الاسلام، اخوند زاده، صاحب زاده او ګل زاده نه د چا قبر رڼا کولای شي او نه یې له عذاب څخه ژغورلاې شي؛ خپل عمل د لارې مل دی. فکر کوم د پاخه کاڼي خبره همدا کلیوال متل دې چې وايي: « په ملا یې لمبول او په خدای یې بښل ».
—----------------------------------------------------
یادونه: ما په پاسنۍ څیړنې کې د قرآنکریم د المائدې ۳۱ د الإسراء ۷۰ او د عبس ۲۱ آیتونه، د الجزیرې نړیوال چینل د غازي كشميم، د بي بي سيٍ سټيفين ماكدونيل، د SAS Post د سلوى يحيى له راپورونو، ګوګل او دائرة المعارف څخه په مننۍ سره استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay