مولوی محمد سرور واصف یو ملی دینی عالم او مشروطه غوښتونکی
( د مشروطیت د مخکښانو د شهادت د۱۱۴کال په مناسبت)
مولوی محمد سرور "واصف" د مولوی احمد جان زوی د افغانستان په تاریخ کې یوه ځلانده څیره ده. نوموړی په اصل کی د ارغستان د (بری زړی) د سییمې اوسیدونکی او د آزاد خان الکوزایی لمسی و. پلار یی سوداګر او په فقه او ادبیاتو کی نامتوه عالم او هم شاعر و. د خپل پوخ قلم او رسا ادب له برکته د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې لوی اداري شخص و. مولوی محمد سرور واصف د خپل پلار تر لاس لاندی شاعر وروزل شو او له اسلامی او ادبی علومو سره ښه پوره آشنا و. وروسته له هغه یې په خپله دوامداره مطالعه وکړه او ځان یې د وخت په ټولو علومو کې ورساو. یوه موده یې د چوب فروشی په جومات کې په شاهی مدرسه کې درسونه ولوستل. نوموړي د شلمی پيړۍ په پیل کې د افغانستان د مشروطه غوښتونکو/روڼاندو په ډله کې ځانګړی نوم او دريځ درلود. وروسته بیا د امیر حبیب الله خان د جمیعت العلما غړی شو چی د دغه جمیعت نوم (جمیعت تألیف فتاوی سراج الاحکام) و چې د هیواد پنځوس تنه نامتو پوهان پکې غړي وو او د شرعي احکامو استخراج، تدقیق او ژباړه باندې بوخت وو. نوموړی د دې ترڅنګ چې د دغه جمیعت منشی وو، همالته یې لوست هم کاو، په ۱۳۲۳ ق. کال د حبیبیې په لیسه کې د ښوونکی په توګه مقرر شو، هلته یی هڅه وکړه چې د خپل فکر یو شمیر ملګري لکه میرقاسم خان او نور هم هلته د ښوونکو په توګه مقرر کړي. دا مهال یی په ۱۹۰۵ م. کی د حبیبیې د لیسی یو شمیر نورو ښوونکو سره یو ځای د افغانی پوهانو یوه ټولنه جوړه کړه. دوی دربار ته وړاندیز وکړ چی د افغانستان د پوهانو ټولنه دی یوه پنځلس ورځنۍ جریده (د افغانستان سراج الاخبار) په نوم خپره کړي. د دغی ټولنی مشر مولوی عبدالمعروف خان کندهاري و چې تخلص یې (خاکی) و او مولوی محمد سرور واصف د دغی ټولنی منشي و.
په دې ډول سره ګورو چې په افغانستان کې د روښانفکرانو غورځنګ د شلمې پيړۍ په سر کې را وټوکېد. دا هغه منور کسان وو چې سواد یې درلود، د سراج الاخبار لوستونکی او قلمی همکاران وو او یاهم د حبيبي ليسي ښوونکی یا زده کوونکی وو. د دوی هیلې او تقاضا له هيواد سره دځوان کول د مينې پیاوړی کول، خپلواکې سره مینه او د ملي يو والي ډاډمنتیا ، په هيواد کې د عادلانه او د وګړنیز ترقی راوستونګي نظام جوړول و. دوی دهغه وخت روڼانده قشر و. دوی په پیل کې دیو منظم ګوند په شکل نه، بلکې د کوچنيو ګروپونو او حلقو په بڼه کار پیل کړ چې مشروطه غوښتونكي بلل کیدل.
له مولوی عبدالمعروف کندهاری او واصف برعلاوه د دغې ټولنی نور غړي دا وو: مولوی نجف علی خان، حاجی باشی غلام نقشبند خان، حافظ حیدر علی خان، عبدالرحمن بیګ، عبدالرحیم بیګ، میرزا غلام قادر خان، میرزا محمد اسحق خان او قاری نیک محمد خان. دا ترکیب ښيي چې لومړی مشروطه خواهان په ملی محور را ټول وو، هیڅ ډول سمتی، قومی، ژبنی مسایل مطرح نه وو.
د دوی د تنویري کار له برکته د سراج الاخبار لومړنۍ ګڼه د پنج شنبې په ورځ د ۱۳۲۳ ق. کال د ذیقعدی د میاشتی په پنځلسمه نيټه (د ۱۹۰۶ م. کال د جنوری په یوولسمه) خپره شوه چی مولوی واصف په هغه کی یوه مدحیه او وعظیه قصیده خپره کړه چې د هغې په ترڅ کې یې د نړۍ د نورو هیوادونو د پرمختګ، نوي صنعت او تخنیک په هکله خبرې کړې وې او له خپل ملت څخه یې غوښتي و چې په خپلو هڅو سره ځان له اوسني ناوړه حالت څخه وژغوري. ده ویلی و:
بحمدالله که از آثار رحمت های یزدانی
خدیو دادګر شد مربنای عدل رابانی
هدایت بخشد ایزد هر که را در راه دین کوشد
ثبوتی دارد این معنی به استدلال قرآنی
نګویم اینکه سحبانم ولیکن این قدر دانم
که همچون شاعران دون نیم در خال و خط فانی
سخن کوتاه باید «واصفا» در رسم دانایان
که تطویل کلام آرد ملال طبع انسانی
په دې توګه ښکاري چې دغه دینی عالم خلک او ټولنه عصری علومو، ترقی، رڼا او تمدن ته دعوتول. مولوی واصف د افغانستان د مشروطه غوښتنې په غورځنګ کې فعال او د دغه غورځنګ د منځلارو غړو په ډله کی و.
مولوی واصف داسې یو لایق، منور او وطندوست استاد وو چې دحبيبيې لیسې د هغه مثال نه وو ليدلي ، هغه یو عالم، اديب اوشاعر او زړور ملی مبارز و. د روښانفکرانو سر لاري و. مولوی محمد سرور واصف یو ظريف اوخوش طبع لیکوال هم، په پښتو او دری یی لیکنی کولی . د درې ژبي داستادانو اشعار اوقصايدو زرگونه بيتونه يې په حافظه کې وو . هغه دخپل ورور سعدالله دپلار دکاکا زوې عبدالقيوم خان اوکاکا عبدالرحمان خان سره په شير پور کي بنديان شول اودوه ورځي وروسته دشير پور په غونډۍ کي توپ ته وتړل شول. د سعدالله خان اوعبدالقيوم خان سره يو ځاۍ اعدام شو . دمشروطیت د کتاب د ۳۸مخ په حواله د ده د اعدام قضیه داسی وه:
په ۱۳۲۷ قمري هجري کال مولوي محمد سرور خان دمشروطه نهضت پياوړۍ مشر دخپل ميلمستون په باغ کې په يوه کوټه کې غونډه جوړه کړې وه هلته زيات مشروطه غوښتونکي را ټول وو . هغوي په گډه يوه عريضه ترتيب کړه چې په لنډ ډول دپادشاه پام دې ته را واړوي چې دحکومت چاري دمشروطه قوانينو په اساس عيارې کړي او د خپلسرو استبدادی احکامو مخه ونيول سي . دا عريضه پروفيسور غلام محمد ميمنگي له خوا جلال اباد ته يو وړل شوه .سره له دې چې پادشاه په لومړي سر کې مشروطه غوښتونکي دومره بد نه گڼل خو جواسيسو اوچاپلوسو کسانو ورته هوا ورکړه . څلور تنه يې همالته اعدام کړل . دا ځوانان لعل محمد خان غلام بچه جوهر شاه غلام بچه ، محمد عثمان خان پرواني اومحمد ايوب خان پوپلزايي و. امير ترمخه چې داعدام حکم صادر کړي هغه دوه غلام بچه گان را وغوښتل او ورته يې وويل : ولي مو دعزت او نعمتونو په وړاندې نمک حرامي وکړه . يو زړور ځوان جوهر شاه غوربندي دوېرې اوډار پرته دحکومتي مقاماتو اود دولت دظلمونو يوپه يوه يادونه وکړه بيا يې دواړه ځوانان هملته په تومانچه ووژل . مولوی واصف د هغو غونډو عمومی مشر و چی هغه مهال په کابل کی د حکومت له سترګو پټې جوړیدې او پټ فعالیت یی کاو، خو دغو فعالیتونو ډیر دوام ونه کړ، دا ځکه چې د هغو راپور د ۱۳۲۷ ق. کال (۱۹۰۹ م.) په ژمی کی چی امیر حبیب الله خان په جلال آباد کې و، د مشروطیت غوښتنې د غورځنګ د غړو د نومونو په یو لست کې امیر ته ورسول شو. امیر پرته له ځنډ څخه امر وکړ چې د دغه لست څخه اووه تنه اعدام شي چې په دې کې یو هم مولوی محمد سرور واصف و. واصف د شیرپور په غونډۍ باندې توپ ته وتړل شو او ټوټه ټوټه شو. هغه مهال یې چې توپ ته تاړه، په یوه کاغذ یې ولیکل:
«درحالیکه به امنت بالله و ملایکته والکتبه ... ایمان داشتم به حکم امیر کشته شدم»
او دا شعر یې هم ولیک:
روزی که شود اذالسمأ انفطرت
وندر پی آن اذالنجوم انکدرت
من دانم تو بګیرم اندر عرصات
ګویم صنما: بای ذنب قتلت؟
توصیه من به اخلاف این است:
ترک مال و ترک جان و ترک سر – در ره مشروطه اول منزل است.
له بده مرغه په افغانستان کې دا د روڼاندو، مشروطه غوښتونکو او منورینو د شهادت لومړی او وروستی مثال نه و، له بده مرغه دا ډول پېښې مخکې هم وې او بیا هم له بده مرغه له هغه وروسته هم دا تراژیډي روانه وه.
مولوی محمد سرورخان "واصف" وطنپال، منور او پیاوړی شاعر، مورخ او لیکوال هم و. د پخوانیو شاعرانو په زرګونه شعرونه او بیتونه یې په یاد و. د ده په آثارو کې د شمالی افریقی د ادریسیانو او محمودیانو او موحدینو تاریخ کتاب مهم دی چی له عربی څخه یی دری ژبی ته ژباړلی و او یوه خطی نسخه یی د کابل ملی آرشیف کی خوندي ده.