د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت:
د وسلوال فوځ د کشفي، امنیتي او دفاعي ارګانونو منسوبینو کارمندانو؛ په هیواد او هیواد والو قرباني ته حاضرو او په دې مقدسه دنده ویاړلو سرتیرو ته سلام ، نیکي هیلي او پیرزویني وړاندي کوم،
اې ښاغلې،
مټوره،
زړوره،
غیرتمنده،
وفاداره،
فداکاره
او با تدبیره د افغان فوځ سرتیرې،
ستا خدمت، شهامت، او برم ته نړۍ ګوته په غاښ ده،
ستا له هیبته د سیمي دوښمنانو ارام نه درلود،
ستا زور یوازي ستا دوښمن ته څرګند دی،
بسنه کوي ووایم تا نه یوازي د هیواد داخلي ترهګر ګواښلي ول بلکي د ټولي نړۍ ترهګرو ته د سپر په څیر ولاړ وې،
د نړئ د ټولو هیوادونو د خبرونو سرټکي ستاسو په قهرماني او زړورتیا ښکلي ول،
تاسو ته یوازي د افغانستان امنیت نه کتل بلکي د منځنۍ اسیا ټول هیوادونه ستاسو د بې خوبیو ستړیاوو ، شپه او ورځ هلو ځلو له برکته د امنیت احساس کاوو،
ستاسو په تګ سره منځنۍ اسیا د نا امني شاهده ده، ته به د تل په څیر یو ځل بیا د ننګ او هیواد ساتني ډګر ته اماده اوسې موږ او تاسو ژمنه کړې چې د تروریزم خلاف او د هیواد د عرضي تمامیت ساتلو ملي ارزښتو او ملي شتمنیو د ساتلو لپاره به هر ډول ستونزو ته غاړه ږدو،
چاته به اجازه نه ورکوو چې د هیواد په سپیڅلې خاوره چې موږ او تاسو ته د مور حیثست لري څوک معامله وکړي.
استوار او قایم اوسئ،
دا به تاریخ ولیکي چې پنځلسم د اګست توره ورځ وه.
د نړیوالو همکارانو او طالب وسلوالو تر منځ پټي معاهدې موږ او تاسو او زموږ له هیواد سره ښکاره جفا وه.
دروغ وو.
د بشري او سیاسي اصولو خلاف کردار ادا کړای شو.
هغه هیوادونه چې دا پریکړه یې وکړه او د عمل جامې یې وراغوستله تر ټولو لوی زیان به یې په راتلونکي کې دوئ تجربه کوي.
دم کړئ وینو چې د هیواد په شرقي، شمالي او غربي ولایتونو کې د سیمي او نړیوالو ترهګرو فعالیت په پراخیدو دی،
زرګونه جنګیالي یې ځای په ځای شوي او طالبان یې د ساتني او انتقال مسولیت په غاړه لري،
که دا لا هم دوام وکړي لیري نه ده چې نړۍ به له لوی ترهګریز چلج سره مخ شي.
دا هم وینو چې طالب وسلوال په خپلو وعدو کې دوه مخي دي هغوئ د یو نیم کال په موده کې زموږ سلګونه سرتیري شهیدان کړل، په زرګونه نورې شکنجه، بندیان او بې عزته کړل د کورنۍ غړي یې ورته بندیان، تهدید کړل،
دا لړۍ لا هم دوام لري،
زموږ تر مخ چې د هیواد له ملي کټو او ارزښتونو سره څه روان دي دروني مو وژني خو لا هم انتظار کوو چې موږ ژوندي یو هر څه به سم شي،
دطالب وسلوالو حاکمیت په افغانستان د یو نیم کال په تیریدو سره ورځ تر بلي د هیواد والو په ازار اذیت، د هیواد په نا امنه کولو د ترهګرو په روزلو، او د هیواد د ملي شتمنیو په چورکولو شاهدان کیږو او دا هر څه په ښکاره او ډیر غرور سره کوي.
ویلو ته ډیر څه لرم چې بیان یې کړم خو د اخیرنۍ پیښي چې طالب وسلوالو زموږ د مقدسي کورنۍ (وسلوال پوځ) د یو سرتیري سره د ظلم او جبر غږیز پیغام چې خورکۍ یې په زور ترې بوله نه ښایې یو سرتیری اوښکي توی کړې زه یې وژړولم،
ددې سرتیري خور زما او ستاسو ټولو خور ده دې سرتیري ته ډاډ ورکوم چې ستا په عزت لوبي کونکي به هرو مرو سزا ویني ته تنها نه یې تاسو باندي د پامیر څوکي د امو څپې شاهداني دي موږ به هیڅکله ستاسو سره شوې جفا هیره نه کړو
زه د یو ورک نومي سرتیري په توګه هیڅکله نه هیروم چې ماته تر خپل ځان، خپلو ټولو انساني ګټو لومړی هیواد مهم دی.
خدای هیواد دنده
دا شعار د افغانستان د وسلوال پوځ د زړونو او ارادو په شان سپیڅلی او رښتنی دی.
ملي سرود مي جذبات دي، ملي بیرغ مي په روح او روان کې نقاشي ده ددې درې رنګه بیرغ د اهتزاز لپاره ژوند کوم او پایم.
مجبور شوی یم چې له هیواد او هیواد والو د دفاع په خاطر خپله پریکړه وکړم چې ځیني مسایل په ځواب ورکولو حل کیږي،
ماته جوته شوې چې هیواد مو مطلق اشغال دی او هیواد وال مي برمته دي د هیواد او هیواد والو د خپلواکي لپاره به هري قرباني ته حاضر اوسم .
د هیواد با شرفه سرتیرو زه ستاسو په شتون ډاډه یم هر ځای چې یاست سوکاله او د پخوا په شان باتدبیره واوسئ،
د کب نهمه چې د سرتیرو د ورځي لپاره ځانګړې شوې ددې ورځي په مناسبت تاسو ټولو ویاړلو سرتیرو ته د زړه له تله مبارکي وایم،
مینه درسره لرم
د پښو خاوري مو یم.
تل دي وي افغانستان او پکي میشت افغانان،

وینو چې هیواد بې له تاسو لکه بې روحه جسد داسي ښکاري.

خدای هیواد دنده
ستاسو شعار ستاسو د زړونو او ارادو په شان سپڅلی وو...