د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مصر پر روانو حالاتو د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

عبدالله کامه وال 18.08.2013 13:19

حزب اسلامي افغانستان په مصر کې د معزول ولسمشر محمد مرسي د پلويانو پر سوله ييزو لاريون کوونکو وسلوال بريد او په نتيجه کې د دولسو زرو شاو خوا بې ګناه انسانانو وژنه او ټپي کونه له وحشته ډکه، بزدلانه، بې رحمانه او غير انساني کړنه بولي، او د نړۍ پر ټولو انصاف خوښو او حق پلو ولسونو غږ کوي چې د مصر د ظالم او کودتاچي پوځ په مقابل کې د هغه لاريون کوونکي ولس هر اړخيزه مرسته وکړي چې نه يواځې پخپل هېواد کې د ولس له خوا د منتخب شوي حکومت د راپرځولو په خلاف سوله ييز لاريونونه کوي، بلکې په ګرده نړۍ کې د ولسونو د هيلو او ارمانونو د قاتلو ديکتاتورانو د مهارولو پيغام هم ورکوي.
د مصر په هېواد کې چې د پوځي ديکتاتورانو له خوا د سوله ييزو لاريون کوونکو پر بې رحمانه وژنه د غربي نړۍ د بشر دوستۍ او د ديموکراسۍ علمبردارانو کومه چوپتيا او بې حسي اختيار کړې ده دا ددې ګواهي ورکوي چې دوى اصلاً په اسلامي هېوادو کې د ديموکراتيکو انتخاباتو له لارې د ولسونو په رايو غوره شوې حکومتونه نه، بلکې دوى د ديموکراسي تر عنوان لاندې لاسپوڅي ديکتاتور او ګمراه حکومتونه غواړي چې د ولس حقوق تر پښو لاندې کوي او خپل فرعوني نظام پرې تطبيقوي.
حزب اسلامي افغانستان د ټولې نړۍ له ولسونو او په ځانګړى ډول د اسلامي امت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د خپلو واکمنانو ددغه غير عادلانه چوپتيا پرخلاف خپل غږ پورته او پر هغوى فشار راولي چې د مصر د ظالم پوځ د کودتا او پر سوله ييز لاريون کوونکو د وحشيانه يرغلونو د ملاتړ پرځاى دهغه مصري ولس مرسته وکړي چې د ديموکراتيکو ټاکنو په پايله کې د منتخب شوي حکومت د بيا برحالي غوښتنه کوي.
که چېرته غربي نړۍ په مصر کې د منتخب حکومت پرځاى د کودتا کوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي نو ددې معنا داده چې غربي نړۍ پخپلو هېوادونو کې ديموکراسي، خو په اسلامي نړۍ کې د ظلم او وحشت نه ډک نظامونه غواړي، او قصداً اسلامي نړۍ دېته اړ باسي چې د خپلو روا حقوقو د ترلاسه کولو لپاره سړکونو ته راووځي او په دې ډول په مسلمانو هېوادونو کې د مرګ ژوبلې بازار ګرم کړي.
پکار خو دا و چې امريکا او غربي نړۍ په مصر کې له لومړيو ورځو نه د پوځي کودتا پرخلاف خپل شديد عکس العمل ښکاره کړې واى او د مصر پر پوځي حکومت يې کلک اقتصادي او سفارتي بنديزونه لګولى واى خو ددې برعکس يې خپل دوستان دېته وهڅول چې له دغه ظالم ديکتاتوري پوځي نظام سره د ميلياردونو ډالرو مرستې ترڅنګ د پوځي ديکتاتورانو پښې مضبوطې کړي. حزب اسلامي دا هر څه د ولسونو د روا حقوقو پرخلاف يو ناوړه او ظالمانه اقدام بولي چې په نړۍ کې د امن، سولې او د ديموکراسۍ د تأمين پرځاى د ناامنۍ او تاوتريخوالى فضا رامنځته کوي.
حزب اسلامي د نړۍ والې ټولنې او په ځانګړي توګه له امريکا غواړي چې د مصر په پوځي ديکتاتورانو د کلک فشار له لارې روانه وينه تويونه بنده، او د پرځول شوي ولسي حکومت د بيا اعادې په لار کې د لاريون کوونکو مرسته وکړي چې پرځول شوې حکومت برحال او خپله قانوني دوره بشپړه کړي.
په درنښت