د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه زره څوارلسم کال ته ولې انديښمن شو؟

عبدالله کامه وال 21.01.2013 18:23

له هغه ورځې چې بهرنیو ځواکونو دخپلو وتلو لپاره مهال ویش اوورستۍ نیټه ټاکلی نو په کوردننه اوبهریی یو لړ اندیښنې پیداکړي دسیاسي کارپوهانو اوتلویزونوبازار ښه ګرم دی او هر هغه څوک چې په روانو یولسو کلو کې د سیاسي کارپوه له نامه برخمن شوې دخپلې پوهې او درایت له مخې وړاندوینې کوي اوخپله خبره اونظر ورته دکاڼي کرښه ښکاري پدې سیاسي کارپوهانو کې یونیم پدې ارزي چې په روانو حالاتو کې وپوښتل شي اونظر ترې واخیستل شي خو زیاتره یې هغه سیاسیون اوپه اصطلاح کارپوهان دي چې پرتیرو خبرو شخوند وهي او په ټول بحث کې به یی یوه نوې خبره او تحلیل وانه ورې، پر زړو خبرو او تحلیلونو شوخند وهي پدې میزونوکې ډیری کارپوهان عقده مند اواحساساتي خلک دي چې همدې ته یی کارویلی له یوه تلویزونه وځي او پربل ورننه وځي ټوله ورځ یی په رسنیو کې بوخت وي لیدنۍ رسنۍ هم دخدایی فضل دی دومره زیاتې شوي چې هره کوڅه کې یوه تلویزوني رسنۍ شته د دوی د بحث عمده موضوع اوداستدلال مهم ټکی نوي ومه لسیزه وي که څه هم دهغه وخت سیاسي او ټولنیز شرایط دنن ورځې سره خورا توپیر لري نن ورځ دافغانستان سیاسي حالت په نړۍ کې په بیل ډول دی او هغه مهال بیل ډول، خو دوی حالات او شرایط سره نه پرتله کوي بس یواځې وخت ته دیکه ورکوي اوننی افغانستان په ننیو شرایطو کې نويمو کلو ته بیایي او په ولس کې د ویرې او ترهې فضا خپروي پدې کار کې یواځې داد دیمکراسۍ پیداوار سیاسیون اوکارپوهان نه دي ګرم بلکې د دیمکراسۍ دهمدې لیونۍ څپې پرمټ اوملاتړ جوړى شوي رسنۍ هم ګرمې دي . بهرحال داټولې ناخوالې دي چې زموږ ولس ورسره مخ دی خو زما دبحث اصلي موضوع د د دوه زره څوارلس کال وروسته هغه اندیښنې دي چې دبهرنیو ځواکونوله وتو وروسته به موږ ورسره مخ کیږو اوهغه اندیښنې دادي چې د دوه زره څوارلسم کال وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي ایا زموږ امنیتي ځواکونه )ملي اردو اوملي پولیس( به د هیواد اوخاورې د د فاع اوساتلو توان اووړتیا ولري که نه ځکه روانه جګړه خورا پیچلې اوسخته جګړه ده او دایولس کاله ورسره زموږ ولس مخ دی اوورځ تربلې خونړۍ کیږي . بله داچې نړۍ واله ټولنه چې په دوه زره څوارلس کال کې له افغانستانه وځي ایا زموږ پوځ اوامنیتي ارګانونه به په نوې ټیکنالوژۍ او مدرنو وسلو سمبال کړي چې په روانه اونامعلومه جګړه کې ترې کار واخلي اوکه نه داستونزمنه اوپراخه جګړه به د هنګري جوړ په بې خونده اوماتوګوډو ټوپکو اوپه عراق کې چلیدلو زړو کټښو ټانګونو پرمخ بیایی چې همدااوس له کاره غورزیدلي او د دې وړ نه دي چې په روانه جګړه کې ترې کارواخیستل شي ؟ لویه اندیښنه همداده چې که چیرې زموږ پوځ په نوو اومډرنو وسلو سمبال نه شي دمخالفینو دمقابلې توان به ونه لري ځکه د دولت مخالفین په خورا پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال اوله نوو جنګي تکتیکونوبرخمن دي چې وخت ناوخت ترې په روانه جګړه کې کار اخلي اوهر تکتیکي برید یی له مخکیني برید سره خورا زیات توپیرلري او همدا چریکي جنګي تخنیکونه اوتکتیکونه دي چې پرراغلو اشرګړو یی سر ګرځولی او دوتو او پاتې کیدو په شش او پنج کې یی اچولي. نه ورته په وتو ځان ښه ښکاري او نه ورته په پاتې کیدو کې بې له شرمیدو بل څه ښکاري هغه مهال چې نړۍ والو پوځونو دلته راپیښه کوله نوداسې غوړې وعدې یی کړی وې چې زما په څیر ډیرو افغانانوته شنه باغونه ښکاره کېدل موږ هیله مند وو چې دنړۍ والو دراتګ سره به دلته یوه سالمه اداره رامنځته شي دژوند کچه به مو ښه شي دروغتیا او زده کړې په برخه کې به دګانډویو سیال شوخپلسري ډلې به نورې ختمې شي یو ولسواک نظام به رامنځته شي اوزموږ پرولس به دادغم اوظلم تورې شپې نورې سباشي . خو دوخت په تېرېدو دا ټولې وعدې دروغ وختې نه یې ترهګر ختمه کړه نه یی دسالمې ادارې دراوستو لافې او پرړې سرته ورسولې اونه جنګسالاران ورک کړل بلکې جګړه دهرکال په تیریدو لازیاته اوپراخه شوه په تیرو کلو کې جګړه یواځې دغرو ترڅنډو محدوده وه خو اوس یی لمن تر لویو ښارو راورسیده او ان تردې چې پلازمينه کابل هم خوندي نه دي اوکله ناکله خو دکابل له زړه نه هم د تورو لوګو لوخړې پورته شي لنډه داچې هیڅ ځای په امن کې نه دی . د ادارې فساد اودرغلۍ کیسې خو یی په نړۍ واله کچه ځانګړی مقام لري . په افغان دولت کې اداري فساد اوس د نړۍ والې مډیا دسرټپه ده . او دا د ښې او سالمې حکومت دارۍ دعوه داران یی اوري او ګوري خو پروړاندې یی هیڅ ډول عکس العمل نه ښایی خو چې کله ترې پدې هکله پوښتنه وشي نو د دوی ځواب داوي چې دادافغان دولت کورنۍ خبره ده موږ پداسې مسایلو کې مداخله نه کوو . خو افغان دولت بیا په وار،وار دروان فساد اوبدبختۍ پړه پرهمدې نړۍ والو وراچولې او وایی چې په اداري فساد اولوټ تالان کې بهرنیان ترافغان دولته زیات دخیل او لوی لاس لري. سترې پروژې د دوۍ په خوښه او لاسوهنه هغه چاته ورکول کیږي چې دوی سره اړیکې ولري اودوی ته یی خیررسیږي . نو پداسې یوحالت کې چې نړۍ واله ټولنه نه دامن په راوستوکې کامیابه ده نه یی دښه حکومتدارۍ وعده ترسره کړه نه یی هغه ډلې له منځه یوړې چې دښه حکومتدارۍ اوسالمې ادارې دراوستو پروړاندې خنډ دي. نو پدا سې حال چې نړۍ وال هم په فسادکې ښکیل وي او شته نظام هم، نو بیا دوه زره اوڅوارلس ته ولې اندیښمن شو؟ هغه ویره چې کیدایشي جګړه پیل شي عملا روانه ده اوهیڅ څوک هم ځان مسؤن نه ګڼي هغه که په هره کچه او هرمقام کې دی .دنظام مخالفین ورځ تربلې پیاوړي کیږي ښه حکومتدارۍ خو هسې هم سرخوړلی. نو بیا خو ښه داده چې دا راغلي خپلې پښې سپکې کړي ځکه لږترلږه د دې پیغوره خوبه خلاص یو چې په یو اشغال شوي هیواد کې شپې سباکوۍ او د وسلوالو مخالفینو داغوښتنه او بهانه به هم پوره شي چې ترکومې بهرني ځواکونه شتون ولري وسلوالې مبارزې ته به دوام ورکړو. ځکه د دوی په شتون کې خو نه ترهګري لمنځه ولاړه نه ښه حکومت داري رامنځته شوه اونه مو سر اومال خوندي دی نه د ګاونډیانو له بربنډو مداخلو او بریدونو په امن کې یو.
نو چې داهر څه شته بیا د دوی موجودیت او غر و پر څه مانا لري داسې خو هم نه ده چې دامریکا په راتګ دا ملک ګل وګلزار شوې او په تګ سره به یی داهرڅه له لا سه ورکړو. بلکې دوۍ له ځان سره راوړي چې موږ به یی ترډیره وخته تاوان وګالو اوترډیره وخته به ورسره لاس اوګریوان یو دا دبد اخلاقي اواداري فساد وایرسونه دى ملک ته چاراوړل اودخپل شتمن او غني فرهنګ سره ولې دمخه ښې په حال کې یو؟ دا اوس چې په دولت کې اداري اواخلاقي فساد غویمې کوي ترشا یی کوم لاسونه دي اوڅه اهداف لري ایا داهرڅه دهمدوی دراتګ محصول نه دی؟! دګاونډیانو د فرهنګي اوکلتوري یرغل لپاره خوبه دابې بندوباره تلویزونونه بس وي چې دپردي کلتوري اواخلاق فساد دخپرولو سترمرکزونه یی ګڼلی شو او که څوک ځان ته افغان اومسلمان وایی نو دترکي اوهندي ډرامو په لیدو به ضرور دخپلو اولادونو په وړاندې د اخلاقي مسؤلیت احساس و کړي. د یو قسم خوړلي ګاونډي له لورې دمیزایلو بریدونه او دبل خدای ناترسه ګاونډي له لورې دبیچاره اومظلومو افغانانو اعدامول هغه څه دي چې دې راغلو اشرګړوپه موجودیت کې کیږي خو دې دانسانیت دعوه دارو پرې کله غوږ هم ونه ګرولى. نو چې نه مې دګاونډیانو له بریدونه ساتلی شي اونه مې د دې جوګه کوي چې پخپله یی ځواب ووایم نو بیا دوی دکوم مرض دارو دي اودکومې ورځې لپاره پکاریږي.نو زما په اند ښه به داوي چې ژر تر ژره زموږ دا پاکه خاوره پریږدي او په خپله مخه ولاړ شي چې موږ هم پرخپل سبا بیګا پوه شو اوددوۍ باباغوښوته په طمعه نه شو.