د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایران دی خپله قبله درسته کړی

عبدالله کامه وال 26.10.2011 18:32

د ځینو افغان امنیتي سرچینو په وینا چی ایران طالبانوته دالوتکو ویشتونکی میزایل ورکړی چې په په روانه جګړه کی تری دالوتکو پروړاندی کار واخلی دامنیتی سرچینو په وینا چی نوموړی توغندی تر درې زره میترو پورې هدف په نښه کولی شی خو په کابل کې د ایساف ځواکونو سرچینې وایي، چې دوي د دی مسئلې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
په داسې حال کې، چې ایساف په دې اړه کومه جدي اندیښنه څرګنده نه کړه، خو ځیني کتونکي بیا دا ویره لري، که په رښتیا هم ایران دا کار کړي وي، نو دا به روان جنګ ته یوه بله بڼه ورکړي اوهغه پدی مانا چی طالبان په نورو ټولو جنګی تکتیکونو کی له خپلو مخالفینو وړاندی وو خو یواځی الوتکی وی چی دهغوی پروړاندی یی ستونزی جوړی کړی وی په کومه سیمه به یی چی جنګ پیل کړنو دالوتکو له ډاره به زر د سیمی پریخوده ته اړ شول ګنی نور خو مخالفین په ټولو جنګی تکتیکیونو کی برلاسی دی په هره ځای اوهره کچه عملیات کولاشی اوکوی یی اوپه هره کچه شخصیتونه چی وغواړی له منځه وړی خویواځی الوتکی وی چی د د وی دچریکی اوډلیز وعملیاتو مخه یی نیوله اصل خبره دانه ده چی د ولت مخالفین به ګنی دا ډول وسلی ترلاسه نه کړی هغوی مجبوردی چی له هرچا وسلی ترلاسه کړی اوله هرچا دخپل دښمن پروړاندی مرسته وغواړی اوله هر ډول جنګی اوزارو کار واخلی چی په خپل دښمن برلاسی شی دا دهر ځیرک دښمن کار وی خو زما ګیله له خپلوګاونډیانو ده چی ولی یی له افغانانوسره په دښمنی زړه نه سړیږی اوله خپلو چارواکو ده چی د وی څومره له ایرانه مجبوره دی چی په وړاندی یی هیڅ غبرګون نه شی خودی غبرګون خولا پری چی ګیله قد ری هم ورته نه شی کولی سپکی سپوری او ملنډی خو همدومره وی چی موږ ددوله چارواکو واوریدی دایران دولسمشر ،دباندینو چارو دوزیراوپه کابل کی دایران د ښاغلی سفیرنو هغه بس نه وی چی دایران ولسمشر په کابل کی په یوه خبری ناسته کی وه ویل چی افغانستان اشغال شوی خو زموږ ښاغلی ولسمشر یی خبره په خندا واخیسته اوورته یی وه نه ویل چی خبره د اصلاح کړه ته په افغانستان کی ناست یی نه په تهران کی په کابل کنفرانس کی یی دباندینیو چارو وزیر هغه څه وه ویل چی داوریدو نه وه اونه له یوه دیپولومات سره ښای په اقتصادی برخه کی یی هم هغه څه وکړه چی تاریخ به یی یاد ساتی څه موده وړاندی کله چی دافغانی پانګوالو تیل اسلام قلعه ته راوره سیدل نودایران چارواکو دومره ایسار کړه چی زموږ هیواد والو په هر ښارکی د د وی دظالمانه عمل پروړاندی مظاهری وکړی اودومره سترتاوان اواقتصادی ضربه یی زموږ مظلوم ملت ته ورکړه چی ترډیره به یی زموږ تجاران تاوان ګالی چی په هیڅ ډول ترانزیټی قانون کی جواز نه لری په فرهنګی اوکلتوری برخه کی خویی چی هر څه خوښه وی لاس یی خلاص دی که قم جوړوی که شخصی پوهنتون اوکه له رسنیو سره بی خرته مرستی اویا د کوم فلم دنه خپرید و امر چی همدا څوورځی وړاندی یی دمدرسی په نامه فلم دخپریدو مخه وه نیوله چی دفلم دجوړونکی اسد سکند رپه وینا دایران دسفارت په غوښتنه اود کلتور وزارت په امریی ننداری ته له وړاندی کیدومخه وه نیول شوه پدی فلم کی هغه څه ته اشاره شوی چی په ایران کی له افغانانو سر کیږی اوپه ځانګړی توګه هغه صحنی وړاند کیږی چی افغانان زورول کیږی اوغیری انسانی سلوک ورسره کیږی ماشومان ته یی دزده کړوی اجازه نه ورکول کیږی لنډه داچی ټولوهغه ظلمونه ته یی په هنری ژبه داسی انعکاس ورکړی چی سړی هیرانوی په کابل کی دایران سفارت په دی پوهیدو که چیری دافلم ننداری ته وړاندی شی نو ښای د ایران هغه کاذبه څهره دنیاوالوته ښکاره شی چی دوی پټه کړی دا لومړی ځل نه دی تردی وړاندی یی دیوبل افغانی فلم همسا یه چی په مزار ښار کی ننداری ته وړاندی کیده مخه وه نیوه چی په هغی فلم کی هم دمد رسی د فلم په څیر په ایران کی دافغانانو ژوند ته کتنه شوی وه نو په فرهنګی برخه کی خوی زموږ چا ر بی واکه هم ملګری دی اوچی څه یی خوښه وی اوڅنګه یی خوښه وی زموږ په فرهنګی اوکلتوری برخه یرغل وکړی کوی شی ځکه داکور نه سر لری اونه یی څوک دپوښتنی شته خوایران دی داپه یاد وساتی چی دی قوم هیڅ کله هم چا ته اجازه نه ده ورکړی چی د د وی په دینی ، فرهنګی، اوملی ارزښتونو ملنډی وه وښی اوهر طاقت چی دا تیر وتنه کړی نو هغه د مرحوم مجروح صیب شعر دی چی لا تر اوسه یی ماغزه په کرار نه دی چاچی ماسره وهلی سرپه څنګ دی مغرض ګاونډیان دی په دی وه پوهیږی چی د ی خاوری ته راتګ اونیول به یی اسان کار وی خو د دی ولس ایل کول اوپه دی خاره کی پاتی کیدو خوب هرچا له ځانه سره ګور ته وړی اونر هغه دی چی په خپلو خپو وتی ځکه لدی خاوری دغلیم اویرغلګر وتل اسان کار نه دی دوی داملک د خپلو سرونو او وینو په نظرانه کولو ساتلی اوساتی به یی اوهرکله چی د دی هیواد د بقااوساتنی خبره راغلی نو بیایی دی ته نه دی کتلی چی ته څوک اودکوم قوم اوزه څوک اودکوم قوم یم پښتون ، تاجک، اهزاره ،ازبک اود دی خاوری هر بچی یی داسی ساتنه کړی چی دوخت هر یرغلګربه یی تل یاد ساتی ایران که له افغانستانه ډار نه لری کمزوری اوبی سرپوخه ورته ښکاری خوله هغویی هم سترګه نه سوزی چی دی ملک ته امن اوټیکاو په موخه راغلی هغوی چی غواړی په افغانستان کی یو قوی حکومتداری رامنځته کړی پوښتنه دادی چی ایا دا راغلی ښاغلی له دی ټولو کړنوبی خبره دی اوکه نه په شریکه یی دالوبه شروع کړی دسیاسی شنونکو په ګومان چی دافغانستان په سرنړی والو اشرګړو دسیمی له هیوادوسره هم کومه پټه معامله کړی اودلته یی هغوی هم په کومه خبره راضی اوخوشاله کړی چی ګومان کیږی هغه داوی چی تاسو دافغانستان په هربرخه کی چی وغواړی بی خړته لاسوهنه اومداخله کوی شی چی دا زموږ مغرضو ګاونډیانو ډیره پخوانی ارزووه ګنی څنګه کیدای شی چی ګاونډیان دی دومره سپین سترږی کوی اونړی واله ټولنه دی پری غوږ نه ګروی نو ښکاری داچی لوبه بله ده ځکه امریکا له یوه پلوه دایران دحکومت سره د دښمنی خبره کوی اوایران په سیمه کی دبنسټپالنی پلوی اودیمکراسی ضد هیواد بولی اوله بل لوری هغه څه چی ایران یی زموږ په هیواد کی کوی چپه خوله ناست دی اووای چی موږ پوره اوکوټلی شواهد په لاس کی نه لرو ی حال دا چی
تر دې مخکې هم څو څو وارې ایران په دې تورن شوې، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته وسلې او پوځي امکانات ورکوي او شواهد هم وړاندې شوي، خو نه افغان دولت اونه هم نړی والی ټولنی پدې اړه کوم رسمي غبرګون وښوده .
ایران د سمیې له هغو هیوادونو دې، چې په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو او په تیره بیا د امریکا له پوځي حضور سره ښکاره مخالفت ښکاره کوی خو تر پردی شا الله خبر دی .