د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا د زابل د بريد انتقام د شيګليو ماشومانو واخيست

عبدالله کامه وال 13.04.2013 23:30

تیره ورځ یوځل بیا د امریکا هوایي ځواکونو په شیګل ولسوالۍ کې زموږ پرمظلومو اوبې ګناه ولسي وګړوبې رحمانه هوایي برید وکړ او یولس تنه واړه ماشومان اوڅوتنه مظلومې تور سرې په شهادت ورسولې داسې ویل کیږي چې دابرید دزابل په ولایت کې پرامریکایانو دبریدپه ځواب کې شوې چې څو تنه لوړ رتبه امريکايي چارواکي پکې وژل شوي وو، امریکایانو د زابل دبرید انتقام له بې ګناه شیګليو ماشومانو واخیستو اوهغه پښتو متل یې ریښتیا کړ چې پرتامې وس نه رسي مړ به دې پلارکړم .
امریکا تل دترهګرو اودهغو د دښمنانو اتقام له بې ګنا ولسونو اخیستې دی اودخپل وحشت او بربریت اوریی پرمظلومواوبې دفاع ولسونو سوړکړې . دشیګل په وحشیانه برید سره امریکا د خپلسرۍ او بلواګرۍ بل ثبوت هم ورکړ چې موږڅنګه د خپلو فوځیانو انتقام اخلواوله چایی اخلو باک نه کوي چې هرڅوک وي دهرعمر وي په هرځای کې وي خو چې افغان وي مسلمان وي اوپدې خاوره پیداشوې وي اوپدې کې نه دچا له اخطارونو ویره لرو اونه یی له ګواښونو دا کله ناکله یوه نیمه وقفه پدې مانا نه ده چې ګنې موږ به نورافغانان دترهګرو اوطالب په نامه نه وژنو، هوایي بریدونه به نه کو، کورونه به نه ورانو اود ترهګرۍ په نامه روانه جګړه کې به ګنې ګوړې ویشو، نه داسې نه ده موږ دیوې اوږدې اوخونړۍ جګړې پیل کړې اوترهغې چې خپلې موخې ته نه یو رسیدلي داوژنې او ورانۍ به دوام لري او پدې جګړه کې به تاسو زموږ دګټو لپاره دسر مال اوناموس قرباني ورکوئ. ځکه دامریکا سره دوستي دومره ارزانه او اسانه نه ده، د ایاري دسر، مال اوناموس په قیمت ده او افغانان باید پدې مرګونو او وژنو له موږنه خوا بده نه کړي داوړې وړې پیښې لکه دشیګل او وردګو پيښې باید زموږ پردوستۍ او ملګرتیا بد اغیزونکړي موږ ا وتاسو په روانه جګړه کې یو دبل ممد یو خو تاسو باید زموږ په سیمه کې زموږ دګټو اوسیاسي حضور درناوې وکړئ که تاسو ته یی تاوان هم وي باید ویی ګالئ او موږ په نیمه لارکې پرینږدئ. بلخوا زموږ بې واکه او تش په نامه حکومت بیا څه موده وړاندې ویلي و چې ناټو او امریکایی هوایی قواوې به نور په عملیاتو کې برخه نه اخلي ځکه افغان امنیتي ځواکونه اوس دعملیاتو دترسرکولو توان او وړتیا لري . موږ اوس ملي اردو، پولیس ،د کماندو ځانګړې قطعه ،هوایی ځواک اوسرحدي قواوی لرو نور باید په کوردننه عملیات پخپله افغانان ترسره کړي . خوزموږ دحکومت داډول څرګندونې اودړکې هسې بوس بادول اوپرړې دي اودولس په سترګو کې تر خاورو شیندلو پرته ورته بل نوم نه شو ورکولایی ځکه داخونه لومړۍ پیښه ده اونه راته وروستۍ ښکاري هره پیښه تربلې ترخه اوویرجنه ده ګنې نو ولې دپرونۍ پیښې پوښتنه نشته اوکه شته نو څنګه پوښتنه ده چې دهرې پیښې وروسته یوکمیسیون وټاکل شي سیمې ته ولاړشي دوالیانو دمیلمستیانو برخمند شي دتحایفو سره راستانه شي خو دپیښې راپورمعلوم نه شي چې څه شوي و اوپه راتلونکې کې ورته څه تدابیر لري چې د داډول پیښو مخه ونیسي خو هرکمیسیون چې تللی نو په تګ یی دملي تلویزویون له لارې خبر شوي یو خو په راتګ یی هیڅ څوک هم نه دی خبر داکمیسیونونه ولې له نړۍ والو ځواکونوسره پرهغه تعهد خبره نه کوي چې د دوی او افغان دلت ترمنخ شوي دوی ولې هغه تړونونو ته ژمن نه دي ځکه پدې هکله د کابل او واشنګټن ترمنځ مسلسل خبرې اوتعهدونه شو ي چې نور به خپلسري عملییات اوړندې بمبارۍ نه کیږي او دتردې وروسته به بې ګناه انسانان نه وژل کیږي که چیرې په کوم ځایی کې امنیتي ستونزې وې نو دافغان دولت سره به شریکیږي اوترډیره به دعملیاتو چارې پخپله افغان ځواکونه سمباله وي اوترڅنګ یی ښاغلي کرزي هم دړکې او پټکې وکړې چې پیښې نورې دزغملو نه دي او اخطارونه ورکړل، چې بهرنیان دې زموږ کلي اوکورونه نه ورانوي ترهګر زموږ په کلو اوبانډو کې نه دي دترهګرو دتمویل اوتجهیز مراکز له افغانستان نه بهر دي، ولسمشر داخبرې تیرکال په کونړ کې دهغه پیښې وروسته وکړې چې دامریکایی الوتکو په بمبارکې څوتنو تنکیو ماشومانو پداسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړچې د غره په لمنو کې یی دپخلي لپاره خاشاک ټولول، ولسمشر کرزي په هغه غونډه کې چې په کونړ کې جوړه شوې وه په ژړغوني انداز کې وکړې اودناټو مشر ته یی هغه ماشوم چې په بمبارکې یی دبدن غړي له لاسه ورکړي وښوده اوپه ستغو الفاظو یی مخاطب کړ چې نورموږ داډول پیښې نه شو زغملی خو د دې ټولو سره سره د ناټومغرورو اوځناورخصلته فوځیانو یو ځل بیا دکونړ په شیګل ولسوالۍ کې وحشیانه هوایی بریدونه وکړ او پدې بریدونو کې یی هم دتیرپه څیر بې ګناه او مظلوم انسانان و وژل . پدوې کې یولس تنه داسې دي چې عمرونه یی د دو و اولسو کلو ترمنځ دي دا ماشومان چې تر دې دمه پرې دخدای حق هم نه و خو د انسانیت دښمنانو په ډیره بې رحمۍ په شهاد ت ورسول زه نه پوهیږم دا ماشومان په کوم جرم ووژل شول او د وژل کیدو لپاره به یی دا د انساني حقونوتش په نامه علمبرداران کوم دلیل وړاندې کوي اوڅه به وایی چې ایا دا ګلالي ماشومان د نړۍ خطرناک ترهګر ووچې له ډیرې مودې راهیسې یی په لټه کې وئ او بالاخره موپه توره شپه دمیندو په خوا کې په شهادت ورسول اودشودو خولی مو ورته له وینو ډکې کړې . ایا دې ماشومانو او میندویی ستاسواونړۍ والو اشرګړو ژوند ګواښلی و په کوم ترهګریز سازمان کې یی غړیتوب درلو اتومي وسلې یی جوړو لې که کومه بله مهمه خبره وه چې په دومره بې رحمۍ اوبې دردۍ موشهیدان کړل کورونه مو ورته ړنګ اوپه کنډوالو بدل کړل؟
که له همدې نړۍ والو اشرګړو پوښتنه وشي چې ایا دى بیګناه ماشومانو ستاسو د ماشومانو په څیرد ژوند حق نه درلود ایا د دوۍ دکورنۍ غړو به دې ماشومانو ته هیلې او امیدونه نه درلوده ایاهغه میندې اوپلرونه چې ستاسو دوحشیانه بمباریو له لاسه یی دزړونو توکړې له لاسه ورکړي اونن ستاسود ظلم او ستم له لاسه دغم پرټغرناست دي تاسو وبخښي؟ هغوي خو پدې هیله وو چې دا ګلالي ماشومان به غټ شي او دکورنۍ اوهیواد لپاره به خدمت کوي اود دوی دژوند پیټې به سپکوي اوکه دې لپاره یی زیږولي وو چې د دیموکراسۍ او انساني حقونو ترړونکي شرمښان به ترې په همدې وړوکتوب کې ژوند اخلي تاسو نور د دیموکراسۍ او انساني حقونو چغې اوسورې مه وهئ، تاسو نور دنړۍ دتاریخ ترټولو بدترین ولس یئ، تاسو دانسانیت په پاکه نامه تور داغ یئ، ستاسو نوم اوس دنړۍ دمستبدو ولسونو په قطار کې راغی خو تاسو تیمور، چنګیز، هلاکو، او پروني روس نه هم دظلم، استبداد اوبربریت کیسې واړولې اوددې پیړۍ ترټولو وحشي فطرته قوم یاد شوئ خو افسوس چې موږ دپوښتنې او ګرویږنې هیڅ څوک نه لرو نوموږ دهمدې سزاوار یو چې وژل کیږوبه کلي او کورونه به مو ورانیږي پر دیني اوملي ارزښتونو به مو ملنډې وهل کیږي خو موږ به هیڅ نه شو ویلایی ځکه چې دطالب اوالقاعده ټاپه رباندې لګوې دترهګر او دهشتګرد نوم راباندې ږدې نو باید خوله چوپه وساتو. اوستا دظلم اوستم په وړاندې سرټیټ کړو خو داهم په یاد ساته چې دلته ستاپه شان ډیر مغرور سرونه په ډیر کبر او غروراغلي خو تللي نه دي اوکه کوم یو تللې نو ترننه یی سرونه ټیټ اونومونه يې ورک دي ته هم دهمدې ورځې شیبې شماره.