د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا نوی جنګي پالیسي دبې پیلوټه الوتکو په شکل کې

عبدالله کامه وال 07.04.2012 20:05

دامریکا نه خپریدونکی جریده والسټریټ جنرل دڅرګندونوله مخې امریکا غواړي چې پر نړۍ دخپلې سلطې ساتلو لپاره په نړۍ واله کچه دبې پیلوټه الوتکو یوه ځواکمنه نیرو اویوه خاصه قطعه په ځینو هیوادونو کې جوړې کړي چې هر ځای اوهر وخت وغواړي عملیات ترسره کړي.
د دې ځانګړو ځواکونو د جوړېدو وړاندیز دامریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وکړ اوکانګرس یی د جوړیدو منظوري ورکړه چې په راتلونکې مالي کال کې به ورته بودیجه بیله شي دیو امریکای لوړپوړي چارواکى له قوله ویل کیږي چی داځانګړي ځواکونه به دنړۍ په مهمو نقطو کې خپلې اډې جوړوي اوپدې اډوکې به بې پیلوټه الوتکې اوځانګړي ځواکونه ځای پرځای کوي چې دضرورت پروخت به تری کار اخیستل کیږي سره له دې چې په ځنو هیوادو کې امریکا داډول اډې لري او دځان په ګټه ترې کار اخلي چې د دی ځواکونو یوه قطعه دامهال په سومالیا کې دشورشیانو په ځپلوبوخته ده اوکامیاب عملیات ترسره کوي دامریکا په اند په پاکستان او سیمه کې ډرون حملې ګټورې دی اوپرته له کوم ځاني اومالي زیانه یی هدف په نښه کړی اوښه لاسته راوړنې لري چې دا یو اسانه اوارزانه جنګي تکتیک دی .
د امریکا حکومت چې دا مهال دسختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په کور دننه د ټیکس ورکونکو له لورې هم داپوښتنې کیږي چې روانه جګړه کې دامریکا یی ولس خیر څه دی دا اودې ته ورته هغه پوښتنې دي چې حکومت یی دزیاتو مشکلاتو سره مخ کړی او غواړي چې دې پوښتنو ته ځواب پیدا کړي نو ښه اومناسبه لار یی همدا ده چې دخپلو عسکرو په شمیر کې کموالی راولي او د عسکرو دشمیر پر ځای بې پیلوټه الوتکو ته ترجیح ورکړي دوالسټریټ په قول چې امریکا به په نږدې راتلونکې کې اته فوځي فرقې له منځه یو سي ددې فرقو دمنځه وړلوسره به دامریکايي فوځ شمیر هم له پنځه لکه او اویا زرو نه څلور لکه نوي زرو تنو ته راښکته شي. داسې ویل کیږي چې دنوموړو ځواکونو لګښت به هم د بې پیلوټه الوتکوځانګړو ځواکونو ته ورکړ شي، امریکا غواړي دا ځواکونه به د هغه هیوادو په ګاونډ کې په زیات شمیرکې ځای پر ځای کړي چې د امریکا ګټوته ترې خطر وي دمثال په ډول په فلپین کې به دبیپیلوټه الوتکولپاره اډه جوړیږي اویو زیات شمیر الوتکې به هلته ځای پر پر ځای شي چې دچین دپرمختګ مخه ونیسي خو داسې ویل کیږي چې په فلپین کې به دا ځانګړی قطعه تر یوه وخته پټه وساتل شي خو په بیس یا اډه کې به دځانګړو ځواکونه تربیه په چټکۍ سره روانه وي او په هغو نوروهیوادوکې چې امریکا غواړي اډې جوړې کړي دفلپین په څیر پټ وساتل شي.
ددې ځانګړي فوځ جوړول به امریکا ته له سیاسي او اقتصادي پلوه ګټه ورسوي اقتصادي ګټه خو څرګنده ده چې دلکونو عسکرو کمیدو سره به هغه لګښت چې پردې عسکرو کیده په کور پاتې شي ځکه دیو امریکایی لګښت په بهرني هیواد کې تر ۲۰۰۰۰زره امریکایی ډالرو اوړي اوله سیاسي پلوه به هغه مشکلات چې دعسکرو دمرګ ژوبلې پروخت یی له کورنۍ سره حکومت مخ وي ځان خلاص کړي له بلې خوا به دهغه مبصرینو خولې بندې کړي چې وايي امریکا له اقتصادي بحران سره مخ ده اونوره یی دنړۍ والې بدمعاشۍ ټغر په ټولیدو دی.
دامریکا یوه بله مشهوره ورځپاڼه لیکي چې امریکا به راتلونکې کې په افغانستان ، پاکستان ، اندونیزیا ، اونورو هغه هیوادو کې چې ګومان کیږي ترهګر پکې پټنځایونه لري د بی پیلوټه الوتکو له لارې کنټرول کړي او په یادو هیوادوکې به خپلو سفارتونو ته دداډول ځواکونو دورکولو فیصله هم وکړي اخبار لیکی چې امریکا په ځینو هیوادو کې دبی پیلوټه الوتکود اډو جوړولو کار پیل کوي او شخصي کمپنیوته یی دکار اخیستو اعلان کړی چې دکار ټیکه واخلي او کومې کمپنۍ چې ګټونکې اعلان شوي هغوته یی دتیار اوسیدو اعلان کړی.
تیره میاشت دامریکا دفاع وزیر دفاعي بودیجه وړاندی کړه چې دتیرو کلو په پرتله کمه وه د دفاع وزیر لیون پنیټا وویل چې په بودیجه کی یی ۹ فیصده کمې راوستې اودفوځ په شمیر کې به ۱۳ فیصده کمې راولی خو په اسیا او منځني ختیځ کې به بیا فوځیان او فوځي لګښتونه زیات شی چې هلته یی ضرورت احساسیږي.
دبی پیلوټه الوتکو اډې به په زیاتو هیوادو کې جوړې شي اوپه راتلونکو څلورو کلو کې به داځواکونه دنړۍ وتلی نظامي ځواک وي چې په راتلونکې کې به یی بودیجه زیاته شي. دامریکاله اوسنۍ پالیسۍ ښکاري چې امریکا د یو بل جنګ لپاره تیاری نیسي اوپر نړۍ دیو ستر جال دخپریدو خیال لري. امریکا له یوپلوه غواړي خپل نظامي لګښت راکم کړي اوله عراقه اوافغانستانه خپل فوځونه اوباسي خوله بله پلوه دلازیاتو نظامي اډو دجوړیدو په هڅه کې ده ښکاري داچې امریکا داسیمې نه پریږدي بلکې تردې زیاتو اوله موثرو لارو کار اخلي اوغواړي له دې ځایه خپل دښمنان دبې پیلوټه الوتکو په مرسته وځپي امریکا دامهال هم په افغانستان او عراق کې دبی پیلوټه الوتکو اډا لري . ویل کیږي چې امریکا د افغان دولته غواړي د افغانستان په مهمو ولایتونو کې داډو جوړولو اجازه ورکړي او داسې ښکاري چې افغان دولت ورسره په خبرو بوخت دی امریکا غواړي د فوځونو له وتوسره پدې هیوادکې داسې یوه ستره هوايی بی پیلوټه اډه جوړه کړي چې دسیمې هیوادونه به ترې څاري او دوی فکر کوي چې دبې پیلوټه الوتکو سره هغه څه چې غواړی کیدای شی نو عسکریی ولې مړه شي اوولې دومره بې خړته مصرف وکړو ځکه په تیرو لسو کلو کې دامریکا تردرې زرو زیات عسکرافغا نستان کې و وژل شوی او تر ۲۸۰ ملیاردو ډالرو زیات لګښت یی کړی، لدې ښکاري امریکا په افغانستان کې میاشتینې لګښت ۲ ملیارده او۴۰ کروړه دی چې دی لګښت دامریکا په اقتصادی حالت خورا زیات بد تاثیر کړی، دقرض اندازه له ۱۴ کربه او۳۲اربه ډالره نه لوړشوه اوله درې زرو زیات عسکریی و وژل شول چې دې سره داوباما دحکومت مقبولیت هم کم شوی نو اوس دوی غواړي هغه کار چې دیولاک فوځونو په واسطه زیات لګښت او دعسکرو په مرګ لاسته راوړلې اوس دبی پیلوټه الوتکواو سمییزو اډو له لارې په اسانه اوارزانه طریقه ترلاسه نه کړو نو دهمدې هدف لپاره امریکا غواړي په راتلونکې کې نوې اوپرمختللې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي چې په نوې ټیکنالوژۍ سمبالې وی اوددې لپاره یې کانګرس ته دځانګړې بودیجې وړاندیز کړی ددفاع وزیر په قول چې دا الوتکې به له پخوانیو الوتکو زیاتې کامیابې اوچټکې وي او د الوتکو بیه به ۱۰ .۵ ملیونه ډالر وي خو داوسنیو الوتکو چې دامهال ترې کار اخیستل کیږي ۱۵۰ ملیونه ډالره قیمت لري داسې ویل کیږي چې بې پیلوټه الوتکې لس کاله وړاندې له پینټاګون سره ترپنځوسو کمې وی خو دامهال یی شمیر تر ۷۰۰۰ اوړي فوځي اونظامي کارپوهان وايی چې په راتلونکې کې به دمروجو پیلوټ لرونکو الوتکوشمیر کې دپام وړ کمی راشي چې دا کار یواځې په امریکا کې نه دی پیل شوی بلکې په ټولو سیالو هیوادوکې یی سیالۍ روانې دي پینټاګون دبې پیلوټه الوتکو لپاره له کانګرسه پینځه ملیارده ډالر غوښتي.
دواشنګټن پوست په حواله چې روس ،چین ، هندوستان ،پاکستان اوایران هم د بی پیلوټه الوتکو دجوړولو کار په ډیره چټکۍ سره پیل کړی اوچین خو داسې بې پیلوټه الوتکه جوړه کړی چې خورا جګ او ليرى پرواز کوي چې دمهال یی په سیالو هیوادو کې څوک دسیالۍ نشته د دې مقابل کې امریکا وړه اوپرمختللې الوتکه جوړه کړه چې په بحري بیړۍ کې دکیناستو اوالوتو وړتیا لري دنیویارک ټایمز په وینا امریکا دترهګرۍ دمخنیوی لپاره دبې پیلوټه الوتکو دجوړیدو ترڅنګ پرداسې یوه بیړۍ هم کارپیل کړې چې پریو وخت د۷۰۰۰ بی پیلوټه الوتکو دناستې وړتیا لري چې دهوایی ډګر په توګه به ترې کار اخیستل کیږي دیو امریکای سرچینې له قوله په ایبټ ابادکې داسامه بن لادن دکور لپاره له یوې داسې بې پیلوټه الوتکې کار اخیستل شوی و چې دالوتکې شکل دشوپرک په څیر وو داالوتکه خورا کامیابه ثابته شوه . اوس امریکایی ساینسدانان غواړي چې دالوتنکو پریندو په څیر الوتکې جوړې کړي چې په هوا کې له پریندوسره ورته وي اودیوې الوتکې ګمان پرې و نه شي او په استخباراتي چاروکې ترې کارواخیستل شي.
دواشنګنټن پوست په قول چې داوباما اداره د بې پیلوټه الوتکو له کارکردګۍ اولاسته راوړنو راضي ده د دوي په فکر هغه کار چې په لګ وخت کې دهمدې الوتکو په وسیله ترسره شو هغه دهمدې الوتکوپه وسیله داسامه بن لادن وژل و. واشنګټن پوسټ زیاتوی چې دبې پیلوټه الوتکو په دومره چټکه پرمختګ اوزیاتوالي دفوځ او سی ايی ای ترمنځ هم درز رامنځته شوې دنوموړوځواکونو ټولې چارې سی ايى ای له لورې پرمخ ځي اودامریکا فوځ پکې چندانې واک نه لري سی ايی ای د دې الوتکو لپاره په لسګونو مراکز دامریکا شرقي اوجنوبي سیمو کې جوړکړی.
له دې پرته یې په نورو هیوادوکې هم مرکزونه جوړکړي ددوه براعظمو په شپږوهیوادوکې یی خفیه اډې جوړې کړي چې شاید دابراعظمونه به اسیا او افریقا کې وي .
واشنګټن پوسټ زیاتوي دامریکاپه تاریخ کې هیڅ ولسمشر دملي ګټونه ددفاع لپاره داستخباراتو له لارې دومره بې دریغه وژنې نه دي کړي پخوابه دضرورت په اندازه عملیات ترسره کیدل اوهغه به دکانګرس سره شریکیده خو په ۲۰۰۹ کال کی کله چې اوباما دولسمشرۍ څوګند پورته کړ نوهغه وخت داډول حملې یواځې په پاکستان کې کیدې اوداوباما تر ولسمشرۍ پور ی۴۴ ډرون حملې شوې وې چې پدې حملوکې ۴۰۰ تنه وژل شوی وو خو کله چې اوباما واک ترلاسه کړ نو ترننه دحملو اندازه ۲۴۱ ته لوړه شوې او دمړو شمیر تر ۲۰۰۰ اوړي دداډول حملو هدف یواځې القاعده اوترهګرنه بلکې دسیمې هیوادو ته خپل نظامي زور ښودل دي امریکا غواړي ایران ته هم یو سبق ورکړي اویو ستر هدف یی په سیمه کې دایران اتومي بټیووله منځه وړل دي چې داداسرایلو اوامریکا ګډ پلان دی خو ایران هم په ارام نه دی ناست او نظامي برخه کې چټک ګامونه اخلي په تیر میاشت کې کله چې ایران دامریکا بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړه نو دادامریکا لپاره یو سبق و او هغه حمله چې پرایران کیدونکې وه ویې ځنډوله خو تیره اونۍ دامریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا و ویل چې امکان لري دروان کال په اپریل یا جون کې اسرایل پرایران حمله وکړي نو که داخبره ریښتیا وی بیا به بې پیلوټه الوتکې داسرایلو اوامریکا یوه ستره جنګي وسیله وي ځکه امریکايی چارواکي پوهیږي چې د بې پیلوټه الوتکو په جنګ کې عسکر وته کوم زیان نه رسیږي اوهدف هم ښه ترلاسه کیږي سره له دې چې دامهال له امریکاسره ۷۰۰۰ بې پیلوټه الوتکې شته خو بیاهم دنویو اوپرمختللو وړو الوتکو لپاره له کانګرسه پینځه میلیارده ډالره غواړي له دې ښکاري چې امریکا څومره دبې پیلوټه الوتکو سره دلچسپي لري اوپه څومره اهمیت ورته قایل دي په پیل کې به له دې الوتکو یواځې ددښمن په پیداکولوکې کار اخیستل کیده خو وروسته پرې ای جې ایم میزایل نصب شو او په حملو کې ترې کار واخیستل شو داچې دبې پیلوټه الوتکو نوعیت به په راتلونکې کې څنګه وي دابه دساینس او ټیکنالوژۍ پرمختګ ته پریږدو خو داندیښنې وړ داده چې دبې پیلوټه الوتکو جوړول به دغریبو ممالکو لپاره یوه خطرناکه راتلونکې ولري.