د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسواکي په حوصله راځي

عبدالله کامه وال 15.04.2014 16:31

تېره ورځ دټاکنو خپلواک کمیسیون دټاکنو د لس سلنه رایو اعلان وکړ چې پدې لس سلنه رایوکې ښاغلى ډاکټر عبدالله عبدالله ۹، ۴۱ ، ډاکټر اشرف غنی ۶، ۳۷ ، ډاکټر زلمی رسول ۸، ۹ ، استاد سیاف ۱، ۵ ، انجنیر قطب الدین هلال ۷، ۲ او ګل آغا شیرزی ۲، ۲ رایې خپلې کړي دي چې په نېږدې راتلونکې کې به پاتې څو سلنه هم بشپړه شي؛ خو داپدې مانا هم نه ده چې ګوندې د رایو دا سلنه به دکوم کاندید په وړاندې ښکته پورته نه شي؛ بلکې دا به د رایو د وروستۍ نتیجې پورې لوړه ژوره لري او په پایله کې به هغه کاندید ګټونکی وي چې دټولو رایو پنځوس جمع یو پوره کړي.
هر یو کاندید چې تر پنځوس سلنه زیاتې رایې خپلې کړې؛ نو هغه به نوى حکومت جوړوي او دا نورکاندیدان به یې د اساسي قانون له مخې دهغه حکومت مني، چې دا د ولسواکۍ یو ښه اصل دی او همدا علت دی چې انتخاباتو ته د نړۍ لوی او واړه ولسونه ښه وایي او د واک د انتقال تر ټولو اسانه اومسالمت امیزه لاره یې ګڼي.
له نیکه مرغه زموږ هېواد هم د درېیم ځل لپاره د خپل زعیم د ټاکلو لپاره له همدې دیموکراتیکې طریقې کار اخلي، که څه هم زموږ ولس له دیموکراسۍ سره څومره چې پکار ده هومره اشنایي نه لري؛ ځکه چې زموږ هېواد درې لسیزو جنګ او جګړو نه یواځې دا چې ورته کور اوکلې وران کړه؛ بلکې ټول هغه نهادونه او اصول چې دیوې ټولنې په پرمختګ کې ونډه لري هم له لاسه ورکړل، د زور او زر دوکاندارانو له لاسه مو دخپلې رایې اظهار هم نشو کولای او نه مو د خپل سیاسي راتلونکې په هکله فکرکولی شو؛ خو په تېرو دیارلسو کلونو کې یو ځل بیا افغانانو دا حق ترلاسه کړ چې د خپل راتلونکې په هکله فکر وکړي او دخپلې خوښې ولسمشر او زعيم وټاکي، له نيکه مرغه په اوسني انتخاباتوکې زموږ ولس داسې ګډون وکړ چې تاریخي کامیابي یې ګڼلې شو. زموږ ولس دا ثابته کړه چې موږ نور جنګ نه غواړو؛ بلکې دخپلې خوښې حکومت غواړو، ځکه خو ولس ښه په جوش او خروش ګډون وکړ له سهاره تر مازدیګره په لویو لویو کتارونوکې ولاړ وو چې خپلې رایې استعمالې کړي او اوس د پایلې انتظار باسي.
په انتخاباتو کې چې هرڅومره کاندیدان ولاړ وي؛ خو ګتونکى به يو وي، هغه به حکومت جوړوي او نور به یې ملاتړکوي او انتظار به کوي چې ګټونکي ولسمشر خپله قانوني دوره پوره کړي، د ناکام کاندید پلویان به ترکمپاینیزې مبارزې وروسته دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پایلو احترام کوي او د نوي حکومت سره به همکاري او ملاتړکوي؛ خو زموږ په هیواد کې بیا خبره سرچپه ده، دلته انتخابات یوه سیاسي سیالي نه ګڼي؛ بلکې د تربګنۍ په سترګه ورته ګوري او د مخالف لوري ټیم ورته سیاسي سیال نه، بلکې دښمن ښکاري، په خبرو او لیکنوکې چې څومره وس يې کیږي په سپکو او سپورو الفاظو یې یادوي او حتی داسې تهمتونه پرې پورې کوي چې نه یې زموږ مقدس دین اجازه ورکوي او نه یې ا فغاني کلتور او په تېره بیا زموږ هغه ځوانان چې له نیټ او رسنیو سره سرو کار لري د دوی یو شمیر یې په رسنیو کې داسې الفاظ استعمالوي چې په لوستو انسان خفه شي چې داحق دوی ته کوم مدني قانون ورکړی چې خپل مقابل لوری ورته نه افغان ښکاري او نه مسلمان او هرڅوک چې یې په ډله کې نه وي نو بس هغه څه پسې وایي چې په لوستو یې سړی شرمېږي زموږ ځوانان فکرکوي چې د بیان د ازادۍ پدې دور کې مو چې څه خولې ته راځي باید ویې وایو اوکه چایې پوښتنه کوله نو لاس به په دیموکراسۍ پاکوو، نه داسې نه ده دیموکراسي هم پخپل ذات کې حدود او قوانین لري دومره بې بندو باره هم نه ده. په دیموکراسۍ دهرچا حقوق معلوم دي او هیڅ څوک حق نه لري چې دبل چا په حقوقو تجاوز وکړي زه خو وایم چې له خپلو الفاظو سره احتیاط وکړئ تاسو نورو ته یواځې په سپکو سپورو او پوچو الفاظو نه یواځې داچې دخپل کاندید ملاتړ او محبوبیت کموئ؛ بلکې خپل شخصیت مو هم جريحه دارکوئ. ستاسوپه ګومان چې هرڅوک ستاسو ملګری دی نو هغه ښاغلي هم دي او پښتون هم او څوک چې ستاسو ملګری نه دی نو هغه نه پښتون دی او نه افغان. زه نه غواړم د یو کوم کاندید د ملاتړو نوم واخلم؛ خو دومره وایم چې زه نه غواړم ستا کاندید په سپکو الفاظو یاد کړم ځکه دا زما د شخصیت ښکارندوی کوي زه ټولو کاندیدانو ته په درنه سترګه ګورم دخپل هېواد مشران او ښاغلي یې ګڼم او سپکاوی هیڅکله هم نه شم زغملی او زما نه ملګرتیا ورسره پدې مانا نه ده چې زه یې مخالف یم؛ بلکې زه یې ملاتړی نه یم چې زه دا هم خپل مدني حق ګڼم. زه پدې باور یم چې زموږ ولس دخپلو رایو اظهار وکړ او د ولسواکۍ په لور یې یو ښه قدم پورته کړ او زموږ امنیتي ځواکونو په پوره میړانه دخپل ولس ترڅنګ ودریدل چې ولس دخپلې ارادې تمثیل وکړي. اوس به وګورو چې ولس پرچا اعتماد کړې او څوک یې دخپل زعیم په توګه غوره کړې، موږ او تاسو که ځانونو ته دمدني ټولنو او سیاسي ګوندونو فعالین وایو؛ نو راځئ چې دولس د رایو احترام وکړو او دهغه چا تر شا ودریږو چې دولس زیاته برخه یې تر شا ده، که داسې ونه کړو؛ نو موږ به له خپل ځوان نسل خپلې خاورې او ولس سره ترټولو لویه جفاء کړى وي.