د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هر سهار د غم سهاره !

عبدالله کامه وال 27.01.2013 13:23

ددلوې پر دویمه ددوشنبې پر سهار د کابل ښار یوې زورورې چاودنې ولړزاوه او یو هیبت ناک او ویرونکي اواز ماشومان له خواږه خوبه را بیدار کړل تورسري او ځوانان له هیبته کوڅو ته ته راووتل هر چا له خپل کوره دوتلي وګړي دسر خیر غوښته ډیری میندو دیوبد اواز داوریدو شیبې شمارلې هره خوا دغم اوترس فضا خپره وه خلکو دخپلو شتوامکاناتو نه په کاراخیستو د پیښې ځان خبراو چې دانا کاره او زوروره چاودنه به چيرته شوي وي اوڅومره کورنۍ به یی بیا دغم په ټغر کینولي وي موږ هم دشمشاد تلویزیون ته مخه کړه چې دچاودنې له جزیاتو خبر شو چې د شمشاد تلویزون پر لیکه دیو عاجل خبر کرښه تیره شوه څوتنو ځانمرګو بریدکونکو د دهمزنګ په څلورلارې کې دترافیکو پرریاست بریدکړی اوجګړه روانه ده نو رد جزئیات یی نه درلودل دخبر په لیدو په کوټه کې ناستوملګرویو بل ته وکتل او موسکي شول موسکي پردې شول چې ترافیک خو دجنګ خلک نه دي اوپه هرنظام کې یی کارمعلوم وي اوله هرچاسره یی کارکړی، سهار په خړه له کورو راوځي او دشپې په تیاره کوروته ځي که او بدی لري نو له موټر چلونکو ډریورانو سره به یی لري اوکه څوک ورته په قهر اوغوسه وي هغه به هم موټرچلونکي وي نو طالب اوالقاعده سره خویی هیڅ بدي نشته اونه یی موږته دطالبانو سره کومه دوسیه معلومه ده اونه پرې کله چاخبره کړې اوبله داچې ټرافیک خو نه دسیاست خلک دي نه دجنګ اوجګړې اونه هم دکومې ځانګړې ډلې ټپلې ملګري پاتې شوي هرچاته یی شپیلک په خوله کې نیولی وي اوپه هرنظام کې یی دکار ساحه معلومه وي، نو ددې ټولوځانګړنو سره سره بیادا خوارن ولې اوپه کوم جرم په نښه شول ټرافیک خو په نوره دنیا کې اوس داسې یوه قوه نده چې نه په شتون به یی نظام فلج شي بلکې په نوره دنیا کې اوس دترافیکو کار ټول کمپیوټري شوې او څوک يې په سترګو هم نه ګوري.
خو زموږ په ملک کې دهرې پیښې نوعیت بدل وي اودابه زما په اند په نړۍ کې لومړى پیښه وي چې د ټرافیکو په یو دفتر داسې قوي ا ووژونکی برید کیږي اوپه دومره تعداد ټرافیک وژل کیږي پدې دردناکه پیښه کې څو تنه خوار ټرافیک ووژل شول اوکورنۍ یی نورې دغم اوویر کورنۍ شوې چې پاتې ژوند به یی دویر اوغم ژوند وي او ماشومان یی نور هغه ماشومان نه وي چې سبقونه ووایی او دراتلونکې لپاره په زړه کې امیدونه ولري دوى نور دهغو ماشومانو په کتارکې شمار شول چې هره شپه به په ژړا ویده کیږي او په ژړا به بیداریږي او د دې ماشومانومور نوره هغه مورنه ده چې په کورکې به یواځې دکور د سمبالښت چارې سمبالوي بلکې دانوره دهغومیندو په کتار کې شمار شوه چې هره ورځ به داولادونو دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکیدو لپاره درپه در ګرځي دهرچا دروازه به ټکوي اودهرچا دمنت ټپسورنه اومحتاجه به وي او هرچاته به دسوال اوګدایی لاسونه اوږدوي او له غمه اودرده ډک سهار اوماښام سره به دخپل ترخه ژوند شپې لنډوي په حقیقت کې داژوند په ژندکې حساب نه دی داژوند دغمونو اودردونو یوداستان دی اوداژوند دناخوالواوبدبختیو یوه کتاب دی دادغمونو اوویرونود تراژیدي کیسو اوداستانونو داسې یوه مجموعه ده چې په لوستو یی دټاګور، شکسپیر ،حجازي اونورو ستروناول لیکونکواوکسه لیکونکو خیال او تصویر د دې کیسو دهیڅ یوې برخې دځوابه نه دي دادترخو کیسو اوبدبختیو داسې یوه نایابه خزانه ده چې په لوستواو اوریدویی انسان غوني زیږۍ اوویښته یی ودروي او یوې بلې دنیا ته وړي هغه دنیا چې له له لسیزوراپدیخوا په اورکې سوځي اووریتیږي خو نه یی په کوردننه حکیم پیداکړ اونه پرې دنړۍ نوروولسونو زړه ودرداوه زموږ ولس دهرې نړۍ والې سیالۍ قرباني شوې اودهرې ایډیالوژۍ دتطبیق اوپلي کیدو لپاره وړولس ګڼل شوې اوهرچا یی په خپل وخت اوزمان کې خپله برخه کړې اوتللي، له تیموره تر انګریزه اوله مغوله ترسقاوه اوبیا له پروني روسه ترنني اشغاله هرچاخپل وس کړی اوخپلې نادودې یی پرموږ تیرې کړي دي خو زموږ زوریدلي ولس دهرې بدبختۍ وروسته دیوسوکاله ژوندانه خوبونه لیدل خو دهرې بدبختۍ وروسته پربله اوترتیرې پرناوړه او دردونکې سرنوشت اخته شوي دلته دیوې غمیزې پای او دبلې پیل وي خو پدې غمونو کې هم ځنې خوشال دي اولدې ژونده خوند اخلي اودژوند خواږه په همدې بدبختۍ او وژنوکې ګوري اوځانونوته د دې ولس غمخواران هم وایی اوپه همدې ویاړي چې داد شهیدانوکونډواویتیمانو ولس داد سرښندونکو میړنو ولس اوداسې نور القاب چې داښاغلي یی په خپلو بیانیو او وعظونوکې وایی اوپرهمدې شهیدانو سیاست کوي خو هیچاهم دشهید دبچو پوښتنه ونه کړه اونه یی دهغې دځوانې کونډې احوال واخیسته دشهیدانو بچي په څلور لارو کې دهمدغو ښاغلو د موټرو شیشې پاکوي او سپیلني ورته لوګي کوي چې له بده نظره بچ، او سرونه يې په امن وي خو داپه پردوامکاناتو مست او مغرورمشران او بیروکراتانو زړونه دکاڼو دي پرې نه دردیږي داښاغلي دغو معصومو ماشومانو ته کله ګوري په کوم چوک کې چې دوی سپیلني لوګی کوي په هغه چوک داښاغلي یوې پلازې جوړیدو خوبونه ګوري هغه ماشومان چې پلرونه یی دهمدوۍ دخواهشاتو دپوره کولو قرباني شوي اونن د دوۍ دموټرو شیشې پاکوي دوی کله پیژني، ددوی بچي خو په اکسفورډ او نورو نړۍ والو پوهنتونو نو کې پرزده کړو بوخت دي خو د شهیدانو اولادونه لوغړن ګرځي زه خو وایم چې راځئ دشهیدانو په نامه داسیاسي تجارت نور پریږدۍ او له هغې ورځې وویریږئ چې اواز به وشي دنن ورځې باچااوواکدار څوک دی اوله هغې ورځې وویريږئ چې تاسو سره به پکې دزرې زرې حساب کیږي دلته خوبه زموږ په سترګو کې دجهاد او مقاومت خاورې راوشیندئ او دلسګونو بارډیګاردانو په ملتیا او غرو بر کې ځان پټ اوخلاص کړئ خو هلته به د همدې شهیدانولاسونه اوستاسو ګریوانونه وي هغه ورځ چې زموږ دډاډ اواطمان ورځ ده دلته خو چا دمجاهداومقاومت په نامه اوچاد دیموکرات اوکارپوه په نامه ولوټلو زه نه پوهیږم چې داکوم سیاست دی اوکومه مسلماني.