د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنړيوالو ځوکونو له وتو سره به کورنۍ جګړه پېل شي؟

عبدالله کامه وال 12.02.2012 13:36

دامریکا په مشرۍ نړۍ واله ټولنه وای چې د۲۰۱۴ کال پورې به خپل فوځونه له افغانستانه وباسي اودامنیت چارې به په ټولیزه توګه افغان ځواکونوته وسپاری ددوی په اندهغه مهال به افغان ځواکونه دکمیت له پلوه پوره وی اودا وړتیا به ولري چې دهیوادساتنه وکړي د دوی په اند د ملي اردو شمېربه تر درې لکو او د ملي پولیسو شمېربه تر یو نیم لکو ورسېږي.
چې نړۍ وال ځواکونه اوافغان دولت دا د ځان لپاره يوه ستره لاسته راوړنه بولي خو دا چې ترهغې به په ملي اردو اوپوليسو کې دفرار کچه ترکومه بريده وی ځکه وخت ناوخت داسې خبرونه هم خپريږي چې په ملي اردوکې دفرار کچه ډېره شوې اودا هم ويل کيږي چې که کله نړۍ وال ملاتړ نه وي نو دا کچه به نوره هم لوړه شي د نظر خاوندان دفرار يو لامل دا ګڼي چې په ملي اردوکې هغه ځوانان ځانونه شاملوي چې دنورکار اوکسب نه وي او له اقتصادي ستونزو سره مخ وی.
چې کله یی اقصاد ښه شي او دبل کاردکولو جوګه شي نود ملی اردو له لیکو تختي بله مهمه ستونزه داپه ګوته کوي چې .
په ملي اردو کې ملي رو حیه کم رنګه ده اودنورنظام په څیر دلته هم سمتي، ګوندي اوژبني مسایل شتون لري مهم اوکلیدي پوستونه په همدې حساب ویشل کیږی چې داهم داندیښنې وړموضوع ده خوکه تردې ټولو خبرو تیرشو اویا یی ناسمې وګڼونو دملي اردو سمبالښت خو یوه ضروري خبره ده. ترکومې چې افغان ځواکونه پرپرمختللو وسایلو سمبال نه شي اودښمن سره دمقابلې پوره توانمندي وه نه لري نو دشمیر زیاتوالی به پرته لدې چې یوزیاته اندازه بودیجه مو مصرف کړي وي نوره هیڅ گټه نه لري، نه به دامنیت په راوستوکې اغیزمنه ثابته نه شي اونه به دنړۍ وال تروریزم او اوګاونډویو هیوادوددسیسو پروړاندې د مقاومت توان ولري اوهغه پدې مانا چې دامهال افغانستان کې تر یولک زیات امریکای اوتر پنځوسو زرو زیات نړۍ وال فوځونه چې په پرمختللو وسلو سمبال دی د لسو کلوپه اوږدوکې کې پدې وه نه توانیدل چې ددوی په اصطلاح تروریزم وځپیي اویایی له منځه یوسي نو افغان ملي پولیس اواردو یی به څنګه په پدایو میل کلا شینکوف اوماتو ګوډو کټخو ټاکنو چې اقلا یوه پیکا ماشینداره پری هم نه وی نصب وکړي دنظر خاوندان وای چې که چیرې ملي اردو اوملي پولیس تجهیز نه شي او هوايي ځواک يې پر عصري او پرمختللو الوتکو سمبال نه شي او پرپرمختللو وسلو سمبال نه شي کیدای شي داهیواد دنړۍ والو ځواکونوتروتووروسته یو ځل بیا دنوی یمې لسیزی پرلور لاړ شي. کورنۍ جګړه پیل اودهیواد ګوډ ګوډ دجنګ ډګر وګرځی زه چې څه وایم دا هغه څه دي چې نن ورځ دمطبوعاتو یوه ګرمه موضوع ده داخبرې اووړاندوینې به زموږ سیاسيونوکولې اوګردي مییزونه به یی پرې ګرمول خو داندیښنی وړ هغه وخت شوه چې زموږ یو ګاونډي سیاست مدار هم پدې هکله دخپلو خیالاتو اظهاروکړ اودمطبوعاتو پام یی ځانته راواړولو تیره ورځ په پاکستان کې نو ي ځلیدونکي سیاستوال او دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې ګومان کیږي دپاکستان په راتلونکو ټولټاکنو کې به ګټونکی او دپاکستان راتلونکى صدراعظم وي.
له سکای تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې دې مسلې ته اشاره وکړه عمران خان وویل، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې باید په دغه هیواد کې یو ايتلافي حکومت جوړ شي که نه د لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته به ډېرې وینې وبهېږي دده په ګومان افغان فوځ ددی وړتیا نه لري چې دهیواد امنیت سمبال کړي داچې دعمران خبرې څومره کره او مسولانه دي دابیله خبره ده خو دا چې ایتلافي حکومت به څنګه ددی جوګه شي چې دهیواددفاع وکړي اواوسنی دولت یی ولې نه شي کولای داهغه موضوع ده چې سوالونه راولاړه وي .
پرعمران خان کوردننه هم داستخباراتي سیاستوال شک دی اوداسې ویل کیږي چې دعمران خان په ځلونه اوپرمختګ کې اویا د دومره مهمو شخصیتونولکه جاوید هاشمی، شاه محمود قصوري، افتخارجګړا ،دمردان توتي خان پخوانی دباندینو چارووزیرقصوری ،اوسردار اصف احمدعلی اعظم سواتي اونوروزیاتو سیاستوالو راتګ تحریک انصاف ته د ای ایس ای کارګڼی عمران دلاهور ښار په یو ه لویه غونډه کې چې ويل کېږي د پاکستان په تاريخ کې دويمه لويه غونډه وه، وویل چې ولسمشر زرداری یو خط دامریکا دفوځ مشر ته لیږلی او پکې لیکلي چې موږ ته دای ایس ای نه نجات راکړۍ ولسمشر زرداري په دې کار د پاکستان وقار زیانمن کړی هغه مهال خلکو دا هسې یوه سیاسی پراپګنډه ګڼله خو څه مو ده وروسته ریښتیا هم فوځ داخبره ښکاره کړه اودپاکستان سترې محکمې یاهایکوټ ته یې رسمي شکایت وکړ.
چې دې خبرې د پاکستان ولس یو څه پر عمران خان بی باوره کړ چې عمران څنګه پردومره پټ راز خبروو نو لدې ښکاري چې عمران داستخباراتوسره لار لري اوپرسر یې د ای ایس ای دروند لاس دی. پاکستانی استخبارات هڅه کوي عمران خان پدا ډول وړاندوینو یو سیاسی فعال معریفی کړي نو زما اندیښنه داده چې دا خبره هم له همغې منبع نه وي شوي چې په لاهورکې وکړه، خو زه وایم په افغانستان کې ثبات به دګاونډیانو په ګټه وي او په بی ثباتۍ کې به یی دهیچا خیر نه و ی.
همدې ته ورته نظر فارن پالیسۍ هم خپور کړی فارن پالیسي لیکي کله چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وځي نو سیاسي اړخونه اومسلح قوتونه به قدرت ته د درسیدو پر سر جګړه پیل کړي اوشاید داسې یو حالت ته ورسیږي چې ګاونډي هیوادونه به یی هم له شره په امان پاتې نه شي اوداځل به پدې جنګ کې دسمي هیوادونه هم وسوځي اوزیاتوي
۲۰۱۴ کال چې دنړۍ والو ځواکونو دوتلو نیټه ده د ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ دوره ورسره هم سمه پای ته رسېږي او د افغانستان له اساسي قانون سره سم یوکس دتردوه دورو زیات نه شي کولای خپل ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي نو ولسمشر کرزی بلې دورې ته دکاندید و حق نه لري خوفارن پالیسي لیکي ښايي کرزی په واک کې د پاتې کېدو لپاره له غیرقانوني لارو کار واخلي.
اواندیښنه څرګندوی که کرزی له غیرې قانوني لارو واک ته دوام ورکړي،نو دا به هم کورنۍ جګړې ته لار پرانیزي داچې دولسمشرۍ ټاکنو ته لا درې کاله په مخ کې دي خو داسې اندیښنې هم شته چې راتلونکی ولسمشربه څوک وی.
که څه هم خلک د ولسمشر کرزي له اقداماتو خوښ نه دي خو د ا مهال چې دکومو کسانو نومونه اخیستل کیږي داسي څوک پکې نه ترسترګو کېږي چې ملي فکر،ښه ماضي اویوه روښانه کړنلاره ولري چې افغانانو ته دمنلو وړوي.