د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جهاد له کومه ځایه پیل شي د هیرا منډۍ که له کابله

عبدالله کامه وال 17.10.2012 19:56

د پاکستان د کرکټ پخواني لوبغاړي او د تحريک انصاف مشرعمران خان په افغانستان کې روانه جګړه جهاد وباله، عمران خان وایی هر هغه ولس چې د خپل هیواد د آزادۍ لپاره جنګېږي داجنګ نه بلکې جهاد دی، اوافغانان دهیواد دازادۍ جګړه کوي دا جګړه نه بلکې جهاد دى.
د شریعت او دین نه ناخبره مفتي عمران خان پدې فتوا تردې دمه بیلابیل غبرګونونه څرګند شوي اوهرچا د عمران خان دا ډول فتوا احمقانه بللې چې پدې کې ځینې یی پاکستاني سیاستوالو هم دي، پاکستاني سیاستوال دعمران خان فتوا دهغه سیاسي نا پختګي ګڼې، اووایی چې له عمران خانه دیوسیاسي لیډر توقع نه ده پکار، عمران خا ن غواړي پداسې څرګندونو له یو پلوه دپاکستان استخبارات خوشاله کړي اوله بله پلوه په راتلونکو ټاکنو کې له طالب ذهنه پاکستانیانو ملاتړ ترلاسه کړي خو په ټوله کې باید و ویل شي چې دا ډول څرګندونې د یو سیاست مدار کار نه بلکې دیو دیني عالم اومفتي کار دی، خو يو شمېر افغانانو یی بیا پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی اودعمران خان څرګندونی یې غیر مسؤولانه اوله حقایقو لرې ګڼلي دي دتحریک انصاف دمشر په څرګندونو عام افغانان هم قهریدلي چې په یو شمیر ولایتونو کې عامو خلکو او دمکاتبو شاګردانو لاریونونه هم وکړل اود عمران خبرې یی دافغانستان په چارو کې لاسوهنې و ګڼلې؛ که څه هم دالومړی ځل نه دی چې یو پاکستانی سیاست مدار دافغانستان په هکله داډول غیر مسؤولانه څرګندونې کوي بلکې تردې وړاندې هم دپاکستان مذهبي او سیکولر مشرانو دافغانستان په هکله ورته زهرجنې خبرې کړي چې زموږ په هیواد کې داور لمبو ته تر لمن وهلو کمې نه دي سره د دې چې د افغانستان ولس او دولت یی ټولو ګاونډیانو او په ځانګړې توګه پاکستان ته دګاوڼدي او یو مسلمان ورورهیواد په سترګه ګوري او ښه نیت او اخلاص ورته لري چې ښه مثال یی دخیبر پختونښوا دسوات په سیمه کې زده کونکې ملالۍ یوسفزۍ دټپیي کیدو پیښه ده پرملالۍ یوسفزۍ برید زموږ په ټول هیواد کې دهرې کچې خلکو غندلی ‍اوعام ولس تر څنګ يې په ګڼو برېښنايي ، لیکنۍ اوتصویري رسنيو کې دولسمشر کرزي اوپوهنې وزارت پیغامونه ترسترګو شول ولسمشر حامد کرزي پر ملالې يوسفزۍ بريد پر تعلیم او مکاتبو برید ګڼلې او ورته برید یی دانسانیت ددښمنانو کار ګڼلی د پوهنې وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت مقام په هېواد کې د ټولو ۵۵۰۰ ښوونځيو سرښوونکو ته هدايت ورکړی و چې د شنبې په ورځ د اکتوبر د مياشتې پر ۱۳مه د ملي سرود وروسته دې ټول زده کوونکي او ښوونکي د سوات ټپې شوې زده کوونکې ملاله يوسفزۍ ته د روغتیا لاسونه لپه کړي، د ښوونې او روزنې وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د آغلې يوسفزۍ ترڅنګ په هېواد، سيمې او نړۍ کې په زده کوونکو بريدونه غندل شوي او داسې بريدونه يې پر انسانيت بريدونه ګڼلي ، موږ هم نه يوازې دا، چې پر وياړلې ملالې يوسفزۍ بريد غندو بلکه په هېواد کې ټول هغه بريدونه چې پر معصومو زده کوونکو کېږي غندو او يو جاهلانه عمل يې بولو موږ ټول ماشومان د مشرق دي که د مغرب معصوم بولو او دښه ژوند غوښتونکي یی یو اوله نورو مو هم همدا هیله ده چې زموږ ماشوم او زموږ زده کونکي ته دخپل ماشوم په څیر وګورۍ، پرغم یې غمژن او په خوشالۍ یی خوشاله شي زموږ ماشوم هم د تعلیم اوتحصیل حق لري هغه هم دملالې په څیر ارمانونه لري اودکورنۍ غړي یی ورته هیلې اوارزوګانې لري دخدای لپاره زموږ دماشومانو مکتب مه سیزۍ زموږ ماشومان مه حلالوئ او دکفر فتوا پرې مه ورکوئ، راشئ هره ماشومه ملاله وګڼو هغوی ته دتعلیم اوژوند حق ورکړو که هغه دهرمذهب او هرې ژبې ویونکی وي خوماشوم دی، هغه شاعر څه ښه وایی ماشومان که دمشرق که مغرب وي دژړا اودخندا انداز یی یو دی، موږته دملالې درد اودکورنۍ غم خپل درداوغم ښکاري اوله نورو اوپه ځانګړې توګه له ګاونډیانو هم همدا هیله لروچې که په درد مو نه دردمند کیږي نو د ژړا پورې مو دې نه خاندي افغانان خپلو ټولو ګاونډيانو اوپه تیره بیا د کوزې پښتونخواه له خلکو سره ځانګړې مينه لري، خپل دویم کور یی ګڼي اودروسانو پروړاندی د افغان جهاد او مبارزې دسنګر په سترګه ورته ګوري ځکه خو په پښتونخوا کې پر يوې معصومې انجلۍ بريد نه يوازې د افغانستان ولسمشر بلکې په کوردننه او بهر ټولو افغانانو په کلکه وغندلو، خوپاکستاني سیاستوال او مذهبي مشران بیا زموږ دماشوم وژل زموږ دعالم ترور او زموږ دمکتبونو سیزل او پلونو ورانول جهاد ګڼي او يو شمېر بې تعليمه، د اسلام له سپيڅلي دين اواسلامي تعلیماتو ناخبره اوبې علمه ځوانان دې ته هڅوي، چې پر بې ګناه ولسي وګړو ځانمرګي بريدونه وکړي خپل کورونه وران، او خپل ورونه شهیدان کړي اوپدې توګه جنګ ته دوام ورکړي د هڅونو، تمویل اوفتوو دا لړۍ له تیرو یو لسو کلو دوام لري.
خو دا ځل دا فتوا دیو دیني، مذهبي عالم او ملا پرځای یو سیکولر او عیاش طبعیته انسان عمران خان چې دژوند یوه زیاته برخه یې په عیاشۍ او بې بندو بارۍ کې تیر کړې ورکړه هغه عمران خان چې دخپل مالي اوبهرني سیاسي ملاتړ په خاطر یی له یوې شتمنې اوحسینې یهودۍ سره واده وکړ چې له یوپلوه مالي ملاتړ ترلاسه کړي اوله بله پلوه دپاکستان سیاسي طراح انګلستان ته ځان نیږدې کړي خو کله چې یهوده حسینه او شتمنه جمایمه خان پدې وپوهیده چې عمران له ده سره نه، بلکې د ده له مال او برتانوي ملاتړ سره واده کړی اودې ټوله ورځ له نورو نجونوسره په نایټ کلبوکې شپې تیره وي نو په خپله مخه ولاړه او له مفتي عمران نه زیږیدلي دوه اولاده یی هم له ځانه سره یوړل که تیرې یکشنبې په شپه دژوندون تلویزیون هغه راپورچې عمران پرژوند جوړشوى و چا لیدلی وي او دعمران خان اود ښځې جمایمه خان پر لغړو او فاحشو تصویرونوسترګې لیګیدلی وي نو دسیکولر او عیاش طبیعته عمران اسلام او مسلماني به ورته ښه معلومه شوي وي عمران هر څه ته دکرکټ په اینه کې ګوري خو دین دین دی، سیاست سیاست اولوبې لوبې هغه څوک چې بسم الله سمه نه شي ویلی دهغه له دیني او فقهي مسایلو سره څه؟
زما په اند دعمران خان لمونځ به هم سم یاد نه وي خو دیو مفتي په څیر په ډیره سپین سترګۍ وایی چې په افغانستان کې روانه جګړه جهاد دی زه نه پوهیږم عمران له کومې مدرسې فارغ دی اوپه کوم دلیل یی دا فتوا ورکړې که دی غواړي چې پداسې فتو مذهبيان خپل کړي فکر نه کوم خو له کله نه چې دعمران خان سیاسي بازارتود شوی نو زه یی کله نا کله دجلسو او جلسونو ویناوې درسنیو له لارې اورم اوچې کله مې هم د دې عیاش طبیعته انسان وینا اوریدلې نو د دود سره سم یی خپله احساساتي وینا په بسم الله پیل کړې خو هروار یی بسم الله غلطه ویلې نو ځکه وایم چې لمونځ به یی هم دبسم الله په څیر غلط وي نو هغه څوک چې بسم الله سمه نه شي تلفظ کولایی په نورو فقهي اوعقیدوي مسایلو به څه پوه شي اوکه چیرې پوهیږي نو بیا دې عمران خان جهاد له هیره منډی پیل کړي په کوم ښار کې چې دی اونور مفتیان پیداشوي هغه هیرا منډۍ چې دپاکستان له ګوډ ګوډنه راغلې فاحشې نجونې پکې دخپل جسم او حسن سوداکوي هغه هیرا منډۍ چې دپاکستاني سیاستمدارود عیاشۍ او دحسینو نجونود حسن اوعزت دلوټ مار ځایی دی هغه هیرا منډۍ چې ستاد چارواکو دمیلو او چړچو ځاى دی هغه هیره منډۍ چې ستا پاکستاني لیکوال ستاپر سیاستوالو اوهيرا منډۍ )پارلمنټ سی بازارې حسن تک( له پارلمنټه تر بازار حسنه پورې ، په نامه کتاب لیکلی ایا هلته جهاد نه دی فرض که عمران خان د جهاد په احکامو پوهیږې نو جهاد دفساد په مقابل کې فرض دی او دلاهور ښار زړه او دباشاهي جمات ترڅنګ اوږده کوڅه دفساد داسې یو مرکز دی چې بیلګه یی دسیمې په هیوادو کې نه لیدل کیږي احساساتي سیاستمداره! جهاد له هغه ځایه پیل کړه، موږ ته جهاد مه ښایه له خپله کوره اوجمایمه خانه یی پیل کړه اول خپل کور اصلاح کړه بیا دنور دروازې وډبوه.