د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په فساد کې څوک زیات ښکیل دی، نړۍ واله ټولنه که افغان دولت؟!

عبدالله کامه وال 07.08.2012 16:23

ولسمشرکرزي د اداري فساد پرضد د مبارزې او په دې هیواد کې د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ لپاره یو نوی فرمان صادر کړ چې یوسل او څلور شپیته مادې لري اوپه متني او زماني لحاظ ډیر جدي هم بلل کیږي.
خو څیړونکي او عام خلک وايي، چې په افغانستان کې د اداري فساد د جرړو ایستلو لپاره یوازې د فرمان صادرول کافي نه دي بلکې د دوی په خبره عملی کول یې اړین او حتمي کار دی ځکه ولسمشر ډیر ځله داډول ګواښونه او ګوتڅنډنې کړېي خو عملي کول ی بیا دوس نه بهر وي د دوي په نظر چې دفساد دلمنځه وړلو لپاره قوي عزم پخه اراده اوقاطعت پکار دی چې داځانګړنې په دې یولسو کلو کې په ولسمشرکې نه دي لیدل شوي که چیرې ولسمشر په ریښتیا دفساد سره دمبارزې تکل لري نو د ته پکار وه هغه دوسی چې دڅارنوالۍ لخوا څیړل شوي اومجرمان یی هم معلوم دي لکه دکابل بانک مسله چې دافغانستان وقار اوملي اقتصاد ته یی سخت ګزار ورکړاو یاهغه اسناد دچې داداري فسادسره دمبارزې دمشر عزیز الله لودین له لورې ولسي جرګې اومشرانو جرګې ته وړاندې شوي دهغودمجریمینو دنیول کیدو امر کړی وی نوبیا به ولس اونړۍ واله ټولنه باوري شوې وه چې ولسمشر په ریښتیا دفساد په وړاندې دریښتونې مبارزې هوډ لري خو داسې ښکاري چې ولسمشر هم وخت ته دیکه ورکوي او له هغه فشارونو له امله چې په ملي اوبین المللي کچه ورسره مخ دی دځان خلاصوني لپاره یوه لار لټوي.
ځکه افغان دولت په ملي او بین المللي سطح دسختو ننګونو سره مخ دی اوویل کیږي چې د نړیوالو د لس کلنو مرستو ډیری برخه یا شخصي جیبونو ته تللي او یاهم سمه نه ده لګیدلې افغان حکومت او نړیواله ټولنه د هغو ملیاردونو ډالرو مرستو په سمه توګه نه لګولو کې یو بل ملامتوي؛ چې په تیرو لسو کلونو کې بیلابیلو هیوادونو له افغانستان سره کړي دشوي فساد پړه یواځې په افغان دولت نه ده پدې کار کې ورسره بهرنیان سم ککړ دي.
افغان حکومت وایي، چې د نړیوالو مرستو یوازې په سلو کې شل دوی ته ورکړل شوي.
د مالیې وزارت په وینا چې په تیرو لسو کلونو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره اوه پنځوس ملیارده ډالر په ملکي برخه کې مرسته کړې؛ چې لس ملیارده یې د افغان حکومت له خوا او پاتې برخه یې د بهرنیو موسسو او هیوادونو له لارې لګول شوي افغان دولت نیوکه کوي چې نړیوالو په دې هیواد کې خپلې مرستې د افغان حکومت د لومړیتوبونو له مخې نه دي لګولي او ډیرې پیسې یې د بهرنیو سلا کارانو پر معاشونو، په لنډ مهاله او تبلیغاتي پروژو لوکسو موټرو اوتخنیکي مسایلو لګولي دي نړۍ والې ټولنې هر هغه څه چې دوی ته ضرورت و او دوی ته اړین ښکاریده ترسره کړي که حقیقت ته نظروکړو ریښتیاهم هغه مرستې چې پرافغان ولس یی حسابوي پداسې شیانو لګولي چې د دوي د تګ سره سم یی ارزښت اواړتیا هم له منځه ځي دبیلګې په توګه په هغه ځایونو کې چې دوی اوسیږي ددیوالو په توګه له شګو ډکو شوبوریو کار اخلي چې یواځې دباران اولمر مقاومت هم نه لري اوډیري ځایونو کې همداا وس له منځه تللي پداسې حال کې چې پرهمدې لګښت پاخه اوسیمټي دیوالونه جوړیده داوادېته ورته نور زیات کارونه اوپروژې دي چې دلنډې مودې لپاره ترې کار اخیستل شوی خو لګښت پرې دیوې بنسټیزې پروژې شوی
د اسې ویل کیږي چې په افغانستان کې د مرستو د څیړلو لپاره یوځل د جرمني او دوه ځلې امریکایي پلاوي راغلل؛ خو د نه همکارۍ له امله ونه توانیدل چې لازمه څیړنه ترسره کړي ځکه نه زموږ چارواکو اونه هم نړۍ والو غوښتل چې غلااولوټ تالان یی ښکاره شي هغوی بیرته ناکام ستانه شول اویا به هغوی هم خپله برخه اخیستې وي ځکه هغوی به هم زموږ دچارواکو دخپل وطن سره مینه لیدلي وي چې داپروطن اوخاوره مین مشران یی غم نه خوري نو زموږ څه په سر درد دې او یا دکوزنو په اصطلاح سنډاراباندې پښه ایښې.
ولسمشرکرزي هم څه موده مخکې په یوه خبري ناسته کې نړیواله ټولنه ملامته کړه؛ چې خپلې مرستې یې په افغانستان کې شفافې نه دي لګولي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې افغان حکومت په دې برخه کې حساب ورکولو ته تیار دی چې زه نه پوهیږم دولسمشر دحساب ورکولومرجع کومه ده که هدف یی نړۍ واله ټولنه وي خو هغوی تر افغان دولته زیات په فساد کې ښکیل دي اوکه هدف یی ولس وي نو بیا خودې مزې کوي ځکه ولس هسې هم له وړاندې یرغمل دی اوپه سمت ، مذهب ، ژبه او ډلو ویشل شوی اودهرې ډلې مشر ستا له امتیازاتو برخمن دی ولسمشر وایی:
کومې پیسې چې افغان دولت ته نه دي ورکړل شوي او نړۍ والې ټولنې په خپله لګولي؛ د هغې حساب به .
نړۍ واله ټولنه ورکوي چې موږ ورسره په خبرو بوخت یو اوپه هغې برخه کې دفساد کچه هم لوړه ده
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي: په تیرو لسو کلونو کې چې په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې څه شوي؛ ښایي ارزښت یې یوازې شل ملیارده ډالرو ته ورسیږي؛ یعنې اوه دیرش ملیارده ډالر یا ضایع شوي او یاهم پرسمو پروژو نه دي لګول شوي پدې پراخه لوټمار کې نړۍ واله ټولنه اوافغان دولت برابر شریک دي پدې خرد برد کې ورسره زموږ دامیلیاردر دشهرکونوپلازو او حتی دهوایی کرښو مالکان چارواکي هم شامل اوسهیم دي اوپه ډیر بې دردۍ او بې رحمۍ یی دایو لس کاله لوټ تالان وکړ .
چې افغانان له ولسمشر کرزي په لومړي سر کې دهمدې بې درده چارواکو اودو لمسشردباوري ملګرو دمحاکمې غوښتنه کوي ولس وایی ولسمشر خودې یو ځل داښاغلي هم دمحاکمې میز ته راکش کړي اوله هغو خو دې د دې یولسو کلوپه موده کې په غصب شو ځمکو د جوړو شو شهرکو نو او پلازو حساب وغواړي لومړی خو دې دخپلو خپلوانو اونیږدې ملګرو بانکي حسابونه اوپه بهر کې دکورونو او نورو ملکیتونو حساب واخلي بیا دې نړۍ واله ټولنه ګرموي.
وروستۍ څیړنې داپه ډاګه کوي چې د نړیوالو د مرستو لوړه فیصدي بیرته هغو هیوادونو ته انتقال شوې؛ چې له افغانستان سره یې مرستې کړي دي خو:
"کومې مرستې چې د افغان حکومت له لارې لګول شوي، په هغې کې هم دفساد کچه لوړه ده، د نړۍ ډېرې غريب او وروسته پاتې هېوادونه دا مشکل لري چې نشي کولای د مرسته کوونکو هیوادونو مرستې وڅاري او په سمه توګه یې مصرف کړي نو همدا علت دی چې د هغوی د مرستو له سلونه اتیا بیرته مرسته کونکو هیوادونوته ورځي چې افغانستان هم له همدې هېوادو له جملې افغان حکومت هم له بده مرغه نه د لومړیتوبونو د څرګندولو په برخه کې کامیابه پلان لري اونه دلګول شوو پیسو دڅارنې کومه اداره چې دالګښتونه وڅاري نوهمدا علت دی چې راغلی پیسې بیرته مرسته شو هیوادوته تللي .
افغان حکومت وايي، هغه پروژې چې د بهرنیو هیوادونو او موسسو لخوا په افغانستان کې عملي شوي د حکومت په پرتله دوه او یاهم درې برابره پیسې پرې لګیدلي، داسمه ده خو که چیرې پروخت دې ټکي ته پاملرنه شوی وای نو اوس به نه د نړۍ والو له پیغورو سره مخ و اونه به په کور دننه ددومره سترو ننګونو سره لاس اوګریوان و.
د مالیې وزارت سلا کار نجیب منلي وایی چې په افغانستان کې بهرنیو سلا کارانو ته په میاشت کې حتی پنځوس او شپیته زره ډالر تنخوا هم ورکړل شوېده زه نه پوهیږم چې دسلاکارانو دلته کوم فیل له لکۍ نیولی و.
بهرني هیوادونه بیا وايي، چې دولتي چارواکي په اداري فساد کې لاس لري او دومره پیسې یې غلا کړي چې حتی په دوبۍ او نورو هیوادونو کې یې جایدادونه او ملکیتونه اخیستي دي.
خو څه موده وړاندې نړۍ والې ټولنې په توکیو کې یو ځل بیا دمرستو ژمنه وکړه چې داهم یو بل فرصت دی چې موږ ته یی نړۍ وال راکوی نو راځۍ چې ددې مرستو د لګولو په برخه کې له پوره دقت او پلانګزارۍ کار واخلو داسې نه چې بیا له ورته پیښو او ناکامۍ سره مخ شو.
موږ باید نړیوالو ته دا زمینه مساعده نکړو چې خپلې دا مرستې په افغانستان کې د فساد له امله تعلیق یا شاته واچوي."
د توکیو په نړیوال کنفرانس کې نړیوالې ټولنې او افغان حکومت په متقابل حساب ورکولو ټینګار کړی او ولسمشرکرزي ژمنه کړې چې د اداري فساد پرضد به جدي مبارزه کوي زموږ دعاده چې ولسمشر داځل ریښتوني ملي مصلحتونه په نظر کې ونیسي او خپل نوي فرمان ته دعمل جامه واغوندي. آمین