د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جان الن چې سیفو شو نو پوه شو!

عبدالله کامه وال 03.04.2012 17:06

د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن د تېرې )دوشنبې په ورځ( وویل چې په افغانستان کې وروستۍ پر له پسې پېښې لکه د طالبانو پر مړو د ادرار ویدیو، د ناټو په اډه کې د قرانکریم سوځېدا او د کندهار په پنجوايي کې د اوولس تنو ملکي افغانانو وژنه د مشرتابه ناکامي ښيي.
پښتانه یو متل کوي وايي چې سیفو شوې نو پو شوې له کله نه چې افغانستان ته نړۍ وال اشرګړي راغلي نو له همغې ورځې زموږ پربیچاره اوتش لاسې ولس دهمدې په نامه بشر دوستانو له لورې په ډیره بې رحمانه اوله ټولو انساني او اخلاقي نورمونو پرخلاف داسې حملې کیږي چې نه تردې وړاندې چالیدلي اولوستلي وى او نه به یی وګوري دانسانيت علمبردارانو داسې کړنې ترسره کړې چې انسانیت پرې شرمیږي او زموږ د خاورې انسان اوحیوان ورته دښمن ښکاري اونه پوهیږي په کوم شکل دامظلوم اوبې پوښتنې ولس ووژني مال یی لوټ کړي پرناموس یی تیری وکړي او پرمقدساتو یی ملنډې ووهي دپنجوايی پیښه او تردې وړاندې یی هم داسې کړنې ترسره کړي چې یادول یې دانسان غوني زیږوي، ننګوي اویو ځل بیا وسلوالې مبارزې ته هڅوي زه نه پوهیږم چې امریکا زموږ له ولسه دکومې دښمنۍ غچ اخلي زموږ ولس خو په تیر تاریخ کې هم له امریکا سره کومه جګړه نه ده کړی اونه مو ورسره کومه پوله اوپټی شریک دی که دوی دالقاعدې اونورو نړۍ والو تروریستي سازمانونو پسې راغلی وی نو دهغوی ځای اودتمویل مرکوزونه خو معلوم دي ور دې شي او ورسره دی معلومه کړي، القاعده خو په افغانستان کې وجود نه لری اونه کوم افغان دالقاعده غړي توب لري اوکه یی لري اودوی پروړاندې کره شواهد لري نو هغه دې په ډاګه کړي چې زموږ ولس یی وپیژني اوکه چیرې ریښتیا هم داجنګ دامریکا دپخواني ولسمشر په وینا صلیبي جنګ وی اوهر مسلمان دوژلو قابل وي نو بیا دې د القاعده اوتروریزم نو لرې کړي چې موږ هم په خپل سبا بیګا پوه شو اونو ر ورته دیو مرسته کونکی هیواد په سترګه ونه ګورو موږخو پدې خوشفهمۍ کې یو چې امریکا اونړۍ واله ټولنه له موږ سره زموږدهیواد په بیا زغونه اوحکومت جوړونه کې مرسته کوي.
خو اوس پوه شو چې دوی هم دلیونیو اوسرسامو یوه پوځي ډله راوستې چې کله وغواړي زموږ دبېګناه ولس وینې توی او خپل زړونه پرې یخ کړي نو بیا ددې سرسامو اودانسانیت نه نا خبرو واګي ورسست کړي بیا نو داځناور خصلته سرسام امریکا یی فوځیان هغه څه کوي چې خوښه یی وي نه ترې ماشوم په امن وي او نه دزړو اوتورسرو خیال ساتي بس هغه څه کوي چې یی په وس پوره وي
خو چې کله زموږ دبې وسه ولس اوبې اختیاره تش په نامه دولت غږ پورته شي چې دامظلومان دکوم جرم قرباني شول داخو عام وګړي وو چې نه خو القاعده پیژني اونه یی له طالب سره کوم تړاو درلود ده دوی دوژل کیدو ګناه څه وه نو بیا دامریکا اوورسره راغلو اشرګړو ځواب داوي چې بښنه غواړو اویا وايى چې داعسکر پر روحي ناروغۍ اخته و اویا وايی چې نشه يې کړې وه نو تاسو خفه نه شئ بیابه داسې پیښه نه تکراریږي خو هره پیښه یی تربلې دردونکې اوغمژنه وي خو ددوی غبرګون اوبښنه دخندا وړوي لکه څنګه چې تیره ورځ جان الن په امریکا کې دپنجوايی دپیښې دتورن امریکایی عسکربیلزپه هکله وویل:
چې بېلز دا قتلونه په دوو پېرو کې کړي. یعنې دوه وار ددې مظلومو اوتش لاسو انسانانو پسې تللې اوداسي اټکل کېږي چې ممکن بېلز به په هماغه شپه نشه و. لومړی خو داچې څنګه امریکایی سرتیري دخپلې فوځي قرار ګاه مسلح بهر وځي او هیڅ څوک دې پرې خبر نه وي او بله داچې دافوځي قرارګاه دپنجوایی له کلي سره په څومره واټن کې پرته ده اوبله دخندنۍ خبره داچې په لومړي ځل خو که په هر تکتیک چې و ووتو اومرګ ژوبله یی رامنځته کړه خو دادویم وار څنګه بهر شو اودهغه کلي خلک څنګه خلک وو چې ددومره ډزو سره رابیدار نه شول او داسرسبیل اوځناور خصلته انسان پرې بیا هم حمله کوي او روغ رمټ راوځي. د پوځ له مقرراتو سره سم په جنګي سیمو کې د الکولو څښل منع دي خو له دې خبرو داسې ښکاري چې دوی یو ځل بیا زموږ پر ولس ملنډې وهی اوپر زخمونو یی مالګې دوړوي له یوې خوایی وژنې اوله بلې خوا ورته وايی چې نشه وم خو دا اوس ټولو ته دلمر پرڅیر څرګنده ده چې دا د یو تن کار نه بلکې دیو ګروپ کار وه ګنې له یوه تنه خو زموږ تورسرې هم وسله اخلي دایو پلان شوی کار وو چې نه لومړى و اونه وروستې ښکاری.