د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سروزرو مېډال

احمد ظاهر وحدت 26.11.2010 20:02

له کرکېټ سره مې دومره خاص علاقه نه درلوده خو چې کله بيا زموږد درددلي ملت زامنو ورته ملا وتړله او يو په بل پسې يې برياليتوبونه تر لاسه کړل مينه مې ورو ورو ورسره زياتېدله اوس يې يو مينه ناک ليدونکی يم خو په اصطلاحاتو يې چندانې نه پوهېږم.
په هر حال اوسنئ د چين په هېواد کې د اسيايي لوبو په ترځ کې د کرکېټ افغان ملي لوبډلې لومړئ هانک کانک بيا پاکستان ته پرله پسې ماتې ورکړې خو چې کله د بنګلادېش د ملي ډلې سره مخ شول په ډېر کم تفاوت يې لوبه ترې وګټله, او دسرو مډال يې ترې خپل کړ.
زه هېڅ خفه نه يم چې ولې موږ مات شوو! زه په دې باوري يم چې په لوبه کې داهرڅه پېښيږي، خواشينئ پدې يم چې موږ کله ماتې ليدلې نه دي!! تاسو باور وکړئ چې
دغه دسرو زرو مېډال چې د بنګلادېش هېواد په برخه شو داسې راته ښکاري لکه چې چا زموږ له هېواد غلا کړې وي! لکه چا چې زموږ پرهېواد يرغل راوړی وي، ددې علت کېدای شي دغه وي چې موږ تراوسه د نړيوالو لوبو اخلاقي معيارونه نه دي خپل کړي او يا هم داسې باور لرو چې دغه هېواد او خاورې ته لوی څښتن داسې هيئبت او دروندوالی ورکړی چې بايد هر څوک په خاورو ولړي او د هرچا پزه په ځمکه وسولوي!!.
د بنګلادېش د لوبغاړو هر غونډسکی به چې د لوبغالي د ليکې څخه ووت او کوم افغان لوبغاړي به ونه نيوه داسې راته ښکارېده چې د ګران هېواد په حريم څوک د توپ مردک توغوي، اوچې کله به زموږ توپ کومه شپږيزه او يا څلوريزه جوړه کړه هو بهو مې داسې انګېرله چې موږ د خپل ګران هېواد افغانستان څخه دفاع کوو!.
تاسو باوروکړئ چې کله د کرکېټ د ملي لوبډلې کپټان محمد نبي عيسی خېل د بنګالي لوبغاړي له خوا وسوځول شو او شاته يې په برګو برګو وکوت او د کبر جام يې په سر نسکور کړ داسې راته ښکارېده چې څوک مې ګران هېواد ته په سپکه سترګه ګورې.
ګرانو لوستوونکو!
زه پدې اندېښمن يم چې ايا زموږ سياستوال او لوړپوړي چارواکي افغانان نه دي چې دغه ګران هېواد يې په جګړو لولپه کړخو دجګړو د پای ته رسولو چل نه ورځي؟
ايا د دوی واقعا په خپله خاوره زړه بديږي؟ ايا دوی په ريښتوني توګه افغانان دي چې د هېوادوالو په ستونځو او پرابلمونو کې هېڅ فکر نه کوي؟.
که چېرې دوی په رېښتونې توګه افغانان وای، په خپلو ولسونو يې زړه سوای نن به هېواد د دومره لويو لويو ننګونو سره نه وه مخ!.
نن به د هېواد د وېش او ټوټې ټوټې کېدنې نقشې په پرديو هېوادونو کې نه جوړېدې؟
نن به دوی پرديو استخبارتي ډلو ته ددې موقع په لاس نه ورکوله چې زموږ په ښکلي او غيرتي هېواد کې لاسوهنې وکړي!.
که چېرې کمونېستانو د وخت نازکوالی او د سيمو د هېوادونو غاښچېچنې درک کړې وی، او بې وخته يې افغانانو ته سوسيالېزم نه وی راوستی ولې به افغانان دومره بې عزته کېدل؟.
که چېرې مجاهدينو په خپل منځي جګړو لاس نه وی پورې کړی او په خپل منځ کې يې د چړې او غوښې په څېر نه وای سره غوڅ کړي ولې به د دومره افغانانو وينې توېدی؟.
که چېرې د طالبانو د قدرت غوښتنې لوږه زياته نه وی او په خپلو لاس ته راوړنو يې قناعت او بسنه کړې وی اوس به دغه ګل ته ورته وطن ولې د پرديو وسلو د ازمايښت ډګر وای؟.
که چېرې د کرزې صاحب ادارې د نړيوالو د ملاتړ نه عظيمه ګټه اخيستې وی او د اداري فساد مخه يې نيولې وای اوس به ولې دجګړو لمنه تر کابله رسېدای؟.
اما ګرانو هېوادوالو!.
اوس هم له وخت له لاسه نه دی وتلی که چېرې د افغانستان د حکومت چارواکي، د طالبانو د اسلامي تحريک مشران او د حزب اسلامي قيادت په خپل منځ کې په يوه افغاني ډيالوګ هوکړې او موافقې ته ورسيږې پرديو ته پکې د مداخلې چانس او فرصت ورنه کړي پرته له شکه چې اوسنئ ستونځه حل کېدی شي.او کنه ليرې نه ده چې دښمنان به شکست او ماتې دومره په اسانئ ونه مني او دا تاريخ ثابته کړې چې دوی چېرته ماتيږي نو د خپلې ماتې نه وږاندې هغه هېواد او سيمه په څو برخو وېشې بيا ترې ځي! چې ددې بدې او ناوړه پېښې مسوؤليت به خپله زموړ پر غاړه وي.
په پای کې دا دعا چې اې د قدرت څښتنه!.
تاچې موږ ته څه راکړي دي پدې شکردی او تا چې څه نه دي راکړي په هغې کې ستاسو حکمت نغښتی دی او تاسو چې څه راکړي ؤ او بيا مو واخېستل (صلح) په هغو کې موږ ازمايې .