د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمالي ټلوالې سياست مداران څه کوي ؟ (۴)

احمد ظاهر وحدت 29.07.2010 15:27

په تېر پسې .

د نجيب الله وژل کېدل خلکو ته حيرانوونکې برېښېده ، داسې فکر په ګړنديتوب سره په خلکو کې په خورېدا شو چې ګواکې نوموړی به چا وژلی وي ؟

د اسلامي ګوند مشر ښاغلي حکمتيار د بي بي سي د پښتو څانګې سره په يوه مرکه کې وويل چې طالبانو بېچاره ګانو نجيب ندی وژلی ، بلکه نوموړی د هغو پرچمي سياست مدارانو ، او متعصبو قومي حلقو له لوري په قتل رسېدلی دی چې دده سره يې د واکمنئ په پېر کې مورچل نيولی ؤ .

د طالبانو د مهال د بهرنيو چارو وزير مولوي متوکل هم په خپل کتاب ( افغانستان او طالبان ) کې ليکي چې هغه يانې نجيب د بنديخانې څخه را وه اېستل شو او اعدام شو !. دا چې چا اعدام کړ نوموړي څه نه دي ويلي ، هسې هم له بده مرغه په کتاب کې خورا ډېر ابهامات په سترګو کيږي .

خو زه په باور سره ويلی شم چې ډاکټر نجيب الله او دده ورور لکه څنګه چې د خاد پخوانی وزير يعقوبي او ملګري يې د هغه مهال د شمالي ټلوالې د ائتلافي ملګرو له لوري په مرموز شکل ووژل شول ، هم د شمالي ټلوالي لخوا وژل شويدي .

دوی غوښتل چې پدې وژنې سره دوې مهمې او حياتي موخې تر سره کړي . لومړی له نجيب څخه کارمليان او انډيولان يې خپل غچ واخلي او دوهم طالبان په ملي او نړيواله کچه بدنام کړي .

د شمالي ټلوالې سياست مداران په داسې حال کې چې په تېښته کې ؤ ، او په هېوادنئ کچه يې د بخت ستوری غورځېدلی وو ، خو په نړيواله سطحه د يوه منل شوی دريځ څخه برخمن ول .
له بله لوريه د طالبانو کړنو ، په بشري حقوقو د دوی تيري او دښځمنو په اړه د دوی دريځ هغه څه ؤ چې د نړيوالې ټولنې لپاره يې ستونځمنه کړې وه چې يو افغاني بديل چې د دوی ځای ونيسي پيدا کړي . ملګري ملتونه مجبور ؤ چې د رباني را غورځېدلي په اصطلاح دولت سره د پخوا په څېر په اړيکه کې پاتې شي .

زه نه غواړم چې له اصلي موضوع څخه په څنګ شم ، موخه مې يواځې د شمالي ټلوالې کړنې او هغه نا مراده سياستونه دي چې دوی يې پړه په تاريخي لحاظ په نورو اچوي .
طالبان ورو ورو د شمالي پولو په لوري خوځيړي ، ترڅو د تښتېدلي دښمن نه پاتې سيمي هم لاندې کړي .
د مزار ښار نيول کيږي هلته هم د کابل په څېر د يوه سياسي او بدنام کړکيچ سره مخکيږي .

ايراني ډېپلوماټان چې شمېريې نږدې ٩ کسان ؤ وژل کيږي البته د دوی د وژلو پړه هم د طالبانو په غاړه اچول کيږي .
د طالبانو د بهرنيو چارو پخوانی وزير ملا متوکل په خپل کتاب ( افغانستان او طالبان ) کې کاږي ، د ځينو خپلسرو او نا پېژاندو افرادو له لوري ايراني ډپلوماټان ووژل شول !! خو په ډاګه نه وايي چې يا موږ ووژل يا هم بل چا ، خبره يې ژوولې ده ، چې سړی په ابهام کې اچوي .

نور بيا