د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لمانځه سياسي اړخ ته يوه کتنه - لومړئ برخه

احمد ظاهر وحدت 03.09.2010 20:03

له هغې ورځې چې انساني ژوند پيل شوی او د مخلوقاتو خالق خپل استاځی ادم (ع) د زمکې کرې ته راولېږه او د يوه درانه مسؤليت په لرلو سره يې د انسانانو په لارښوونې او د دوی د ژوند په بېله بېلو پړاوونو کې خپلو دندو او وجائبو ته په پا ملرنې او متوجه کولو مامور کړ، جوخت دغه فکر هم په غوړيدا شو چې د دنياوي ژوند د تنسيق او تنظيم لپاره کومه عملي لياره شته او کنه ؟.

الله (ج) د ژوند پدې اوږده درشل کې د مختلفو قومونو لپاره بېل بېل او په مختلفو ژبو ډول ډول پيغمبران او استاځي را ولېږل ترڅو د دغې وېشلې او متشتتې ټولنې وګړو ته د ژوند په انساني ، اخلاقي ، اجتماعي ، انفرادي ، اقتصادي ، فرهنګي ، سياسي او نظامي ډګرنو کې د ژوند کولو لارې چارې ور وښيي .
د پيغمبرانو پدې ګڼ شمېر را لېږنې کې د محمد ( ص ) په نوم رسول چې د پيغمبرانو وروستی رسول او د نبوت د پای ته رسولو وروستی پيغمبر دی او ختم النبوت پرې ثابت شوی ، د ژوند د ښه تېرولو داسې عملي لارې چارې وړاندې کړې چې هېڅ انساني تفکر ترې انکار نه شي کولای .

د محمد (ص) په وسيله لوی خدای (ج) په خپل را لېږلي قران الکريم کې د انسانانو لپاره د ژوند داسې عملي لار په ګوتو کږېې چې مؤمنان يې پر دې مکلف کړي چې
د اسلامي دين منوونکي بايد په ټوله نړۍ او بشريت واکمني وکړي ، الله( ج ) د صف په سوره کې فرمايی ( هو الذي ارسل رسوله بالهدی و دين الحق ليظره علی الدين کله ولو کره المشرکون ). ترجمه : الله (ج) هغه ذات دی چې خپل پيغمبر يې د هدايت او حق دين سره را ولېږلو تر څو دغه حق دين په ټوله نړۍ حکومت او په ټول انساني او بشري تفکر باندې حاکميت وکړي ، که پدې کار سره دين نه منوونکي خفه کيږي هم نو خفه دې شي .

کله چې داسې يو سريع او انکار نه کوونکی اسلامي حکم د پيغمبر(ص) لخوا عملي
کيږي نو طبيعي ده چې د ژوند کولو ټول اړخونه او جوانب بايد د سمون او جوړښت په ګڼه سينګار شي ، او داسې يوه چاره و لټول شي چې په هغې کې هرې پوښتنې ته په معقوليت ځواب ويل شوی وي ، که هغه سياسي پوښتنه وي او که د اقتصادي ، اجتماعي ، اخلاقي او انفرادي ژوند ستونځې وي ، ټولو چلنجونو اومشکلاتو ته بايد په روڼتيا او د وسوې پرته عملي لارې چارې وړاندې شي . پداسې يوه اسلامي ټولنه کې بايد ټول انسانان د يوې کورنۍ د غړو په څېر ژوند وکړي ، هلته بايد تور او سپين ، خان او فقير ، عرب او عجم ، مطرح نه وي ، بلکه د ټولو پر وړاندې بايد د عدل او انصاف دروازې پرانستې وي .
پداسې يوه ټولنه کې بايد ويره ترهه ، ظلم او بربريت ، تېری او د بل په مال او ناموس يرغل نوي ، ټول بايد د اسلامي حاکميت په سيوري کې برابر ، مساوي او خوندي ژوند و کړي .


نور بيا