د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمالي ټلوالې سياست مداران څه کوي ؟ (۱۰)

احمد ظاهر وحدت 10.08.2010 21:49

په تېر پسې او وروستئ برخه .

د طالبانو مقاومت اوس ورځ تر بلې غښتلی کيږي ، خو په دولت کې د شمالې ټلوالې غټه او ناروا برخه او ددوی د اداري فساد شتوالي او منافقانه کړنو ، چې د دولت په رنګه رنګ برخو کې يې تر سره کوي ليرې نده چې د طالبانو ليکې به نورې هم پياوړې کيږي .

شمالي ټلواله او ددوی ضمير پلورونکي سياستوال که هر څومره د خپلې بې کفايتئ او نا وړتوب په خيرن چاپېريال کې واقع هم شي ، بيا هم ځان ته ددې حق ورکوي چې موږ بايد د چارو واګي په لاس کې ولرو .

له دولتي لوړو پوستونو څخه ددوی په تصفيې او پاکوالي نه يواځې دا چې د قانون وس نه رسيږي بلکه د مزار ټولواک والي خو دومره ځواکمن شوی چې د څو ساعتونو لپاره لوی څارنوال ثابت صيب هم بندي کولای شي ؟؟.

د يونس قانوني څخه د کورنيو چارو وزارت اخېستل ، څومره دولت څپڅپانده او د ښاغلي کرزي مغز ور خراب کړل ؟
د ښاغلي مارشال فهيم خان څخه د ملي دفاع وزارت اخېستنې د ماليې وزير محترم ډاکټر اشرف غني احمدزی قرباني نه کړ ؟ .

ايا د وخت بې واکه لومړي وزير محترم حکمتيار صاحب خوله نه وه تڼاکې شوې چې بايد په اصطلاح ملي اتل احمد شاه مسعود دفاع وزارت يوه وړ کس ته پرېږدي؟

د ښاغلي لخضر ابراهيي لخوا چې د ملګرو ملتونو له لوري ورته د بن د غونډې د موادو د تطبيق دنده سپارل شوې وه ، رباني په زور له ولسمشرئ ماڼۍ څخه نه ويوست ؟.

د شمالي ټلوالې بدمعاش قوماندان دين محمد جرئت چې کله د وخت د لوی څارنوال لخوا د خپلو ناروا کړنو په تور تورنيږي ، لوی څارنوال ثابت په سوکونو او څپيړو نه بدرقه کوي ؟.

حفيظ منصور چې په اصطلاح د ملي راډيو ټلويزيون مشر ؤ د له دندې ګوښه کولو پروسه يې تر جمهوري رياست پورې اوږده نه شوه ؟.

د بهرنيو چارو له وزارت څخه د ډاکټر عبدالله ليرې کېدنې ډنډورې نه وږغولې
چې بيا وروسته د دولت په اصطلاح لوی ناقد او تقريبا وسلوال نيوکګر شو ؟.

د ښاغلي اسمعيل خان ولايت د چا پلار ترې اخيستی شو ؟ او په خپل ولايت کې دده ډېر واک ؤ او که د ولسمشر کرزي ؟ چې بالاخره نړيوالو ځواکونو ورته غاښونه و چيچل او له دندې ګوښه خو وزارت ورته په مرکز کې ورکړل شو .

د کرزي پخواني مرستيال او د ملې اتل ! ورور احمد ضيا مسعود ډېر واک او صلاحيت درلود که ولسمشر کرزي ؟ .
پدې وروستيو کې چې د ملي امنيت پخوانی مشر امرالله صالح په خپله ورسپارل شوې دنده کې پاتې او ناکام شو او له وظيفې څخه ليرې شو ، په کرزي يې ټوله نړۍ نه وغږوله ؟ ، د کرزي کړنې يې د افغانستان د سالېميت پر خلاف نه وبللې ؟ ، دغه ښاغلي خو ځان ته اوس ډله جوړه کړې او د شمالي ولايتونو کلي په کلي ګرځي او د ښاغلي کرزي د سولې هڅې ننګوي چې ( هسې هم مړژواندې پر مخ ځي ! ) هغه په خپلو ويناوو کې د هېواد شمالي خلکو ته وايي چې کرزي د طالبانو سره دسولې په کولو يوه خطرناکه لوبه پيل کړې ده ، او دغه لوبه به پخپله دی او موږ ټول لولپا کړي . هغه بې چاره ګرم نه دی ځکه چې سوزي خو هغه ځای چې اور پرې بليږي ، ښاغلي صالح ته بې تفاوته ده که په جنوبي سيمو کې جګړې روانې وې ، علما ، قومي مخور، معلمان ، انجينران ، ښځې ، ماشومان ، د ښونځيو زده کوونکي ، ډاکټران ، ښونځي ، علمي مؤسسات ، پوهنتونونه ، پلونه ، سرکونه ، دولتي املاک ، عامه شتمنئ ، د فکرونو تېښته او فرار ، او تر ټولو وژونکې له دا چې بې سوادي او وروسته والی له مينځه ولاړ او حاکم وي. زه خو وايم چې په هغه سياستوال د لوی څښتن لعنت او زرګونه نفرين وي چې د يوې دقيقې لپاره هم داسې ناولی او پليد فکر لري چې د هېواد په يوه برخه کې د ې هوساينه او په بله هغه کې دې جګړې ، اورونه او وژنې وي.

ايا دوی نه دي چې کله د ولايتونو لپاره له پلازمېنې مرکز څخه زيات واک غواړي او کله بيا د فدراليزم ډنډورې غږوي ؟ ايا دوی واقعا په افغان نوم اخېستنې شرم نه احساسوي ؟ او ځان ته د افغان پر ځای افغانستاني نه وايي؟ ايا دوی نه دي چې د ايرانئ ټرمنالوژئ په عملي کولو سره ملي وحدت ننګوي ؟.
.
هوکې ټول دوی دي او ددوی بهرني باداران د ي چې د داسې ضمېر ، وطن ، غيرت ، او دين پلورونکو په وسيله غواړي خپلو ناوليو موخو او ناپاکو هيلو ته ورسيږي ، او تل يې د محروم اقليت سره د مرستې تر دروغژن شعار لاندې خپلو ناروا لاسوهنو ته ادامه ورکړې ده .

له ټول افغان څخه په مننې چې د حوصلې څرګندونه يې کړې او د څو برخو په نشر سره يې واقعا ستونځه ګاللې ده .

پای