د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمالي ټلوالې سياست مداران څه کوي ؟ (۹)

احمد ظاهر وحدت 09.08.2010 21:30

په تېر پسې .

کله چې طالبان پوه شول چې د مقاومت په دريځ کې ندي ، او وضع يې له کنتروله وځي ، ښارورنه او سيمې يې يو په بل پسې د ائتلافي قواه وو لاس ته ورغلې ، نو د مشرتابه شورا يې پريکړه وکړه چې بايد حامد کرزي ته په قندهار او ګاونډ کې په يوه شرط واک وروسپارو چې موږ به د تعقيب ، څارنې او زورونې لاندې نه وو ، او همدغه ټکی ښاغلي حامد کرزي هم په کند هار کې پدې وروستيو کې د قومي مشرانو يوې ناستې ته څرګند کړی ؤ چې ماته طالبانو ليکلی سند را کړ چې ستاسو اداره منو او د جګړې څخه لاس اخلو ، خو د دولت بدو هڅونو او ضعيفې واکمنئ دوی له دولت څخه نا خوښي کړل .

د طالبانو د پېر د بهرنيو چارو وزير ښاغلی مولوي متوکل په خپل کتاب ( افغانستان او طالبان ) کې هم په بشپړ ډول همدغه ټکي ته اشاره کوي چې د طالبانو سره شوې ژمنې چا نه يواځي پر ځای نه کړې بلکه دوی يې را ونيول ، بنديان يې کړل او په مختلفو کړونو يې وکړول ، په کانټينرونو کې يې په ډېر ظلم واچول چې د لېږد په مهال به په ډېرې مظلومئ ساه ترې وتله ، په ډلييزه توګه ووژل شول ، د بګرام په جېل کې به د ګوانټنامو سوزوونکې جزيرې ته د ډېرو بد و او غير انساني شرايطو لاند ې پراته ؤ.

امريکا ، شمالي ټلوالې ، او متعصبو ملګرو يې په لوی لاس طالبان جګړې ته وهڅول ! . ګني دوی بېچاره ګان خو په خپلو کورونو کې ناست ؤ د جګړې فکر نه ؤ ورسره .
زه د طالبانو د سقوط په لومړيو کې څو ورځې په کابل کې وم ، دوست مې چې زه ورسره مېلمه وم او يو ډاکټر ؤ راته وويل راځه چې شفاخانې ته ولاړ شو زه يو عمليات لرم چې وزګارشوم بېرته به راځو ، د څلورسوه بستريز عسکري روغتون د لوېې د روازې په خوله کې په لسګونو خلکو چې کېدای شي د خپلو ناروغانو سره د مرستيال په ډول به راغلي ؤ ګټه ګوټه جوړه کړې وه ، او دغه غږ مې پرله پسې تر غوږو را رسيدو چې تو يک طالب ، تو يک پاکستاني تو يک القاعده ! ريش تا سای کو لنګي و لباس تا بيبين تو چه کاره استي ؟ چې کله مې وغوښتل په موضوع ځان پوه کړم چې څه دي ؟ ګورم چې يو هلمندی افغان يې را ايسار کړی دی !. او د شمال ټلوالې پوليس پرې له هرې خوا نه چيغې وهي . د هغو خلکو په وينا چې د غې هلمندي افغان د هلمند نه خپل سپين ږيری پلار د درملنې لپاره دلته را وستی دی او دوی ( په اصطلاح پوليس ) پرې شکمن شوي ؤ !!!.


دغه او دې ته ورته پېښې په کراتو کراتو پېښې شوې دي . د هلمند ، قند هار، زابل ، اروزګان او فراه د خلکو لباس طالبانو ته ورته يو لباس اغوندي ، ځکه ډيری طالبان د همدغو ولايتونو عام وګړي ول . دوی به چې شمالي ټلوالې د هېواد په هر ځای کې ولېدل د طالب په نوم به ځورېدو ، کړول کېدو او ان د ګوانټنامو څښتن به يې کړ .

دغه په خپل سر نيونې ، بدنامئ ، د کورونو تلاشئ ، په ږيره او پټکي پسې خندا ، د طالب په نوم تورنول ، بګرام او ګوانټنامو ته بې پوښتنې استول ، جنسي تېري او جنسي سپکوي ، او نور په سلګونو کړنې او عملونه ؤ چې له بده مرغه طالبان يې په ستر لاس دې ته وهڅول چې ټوپک ته لاس او د خپل ناموس او غيرت څخه دفاع وکړي .
له بله لوريه پاکستان چې تل يې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنې کړې د يوه قسم خوړلي مېرڅي او دوښمن په توګه يې له دې دردونکې پېښې څخه ژوره ګټه پورته کړه او د طالبانو په بيا تنظيمولو کې يې مهم او حياتي رول ولوبوه .

اوس په بد مرغئ سره وضع ورځ تربلې د ويجاړولو په لوري روانه ده چې د کرزي دولت او د شمالي ټلوالې او په لسګونو زره بهرني وسلوال ځواکونه ورته حيران دي .

نور بيا