د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمالي ټلوالې سياست مداران څه کوي؟ (۸)

احمد ظاهر وحدت 08.08.2010 21:39

په تېر پسې .

د بن د غونډې پايلې داسې را مخکې شوې چې د قوم او افغان ملت لپاره وژونکې خو د شورای نظاراو شمالي ټلوالې لپاره په زړه پورې وې .

بالاخره د دسمبر په پينځمه دوه زره لو مړي زېږديز کال يې داسې پرېکړه وکړه چې د دولت مشر به ښاغلی کرزی او د د فاع ، کورنيو او بهرنيو چارو په ګډون به ١٩ وزارتونه د شورا ی نظار او شمالي ټلوالې په واک کې ورکول کيږي .

که ووايو چې يواځې استاد رباني په کرزي بدل شو نور هغه څه ؤ چې مخکې يې په لاس کې ؤ ( د ډاکټر نجيب الله بدليدل په ځای يې رباني راوړل ! ) ډېره مبالغه به مو نه وي کړې .

دوي د پخوا په څېر خو دا ځل د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو خوا خوږي او معنوي مرستې له ځان سره لرلې .

مخکې يې که د دولت له امکاناتو څخه د زور او زر له لارې ګټه پورته کوله چې په اړه يې د افغانستان د اسلامي حزب ښاغلی مشر محترم حکمتيار په خپل کتاب ( پټې توطيې بربنډې څېرې ) کې داسې وايي " د دغې ډلې ( شمالي ټلواله او د نظار شورا ) د واکمنئ په دوران کې چې په کابل او نورو سيمو کې کوم فساد ، اختلاس ، غارت ، او ظلم شوی د هېواد په تاريخ کې سابقه نلري . که بېرحمه غله په يوه مظلوم کلي مسلط شي شايد د کليوالو له عزت او ناموس ، سر او مال سره به هغسې لوبې کول د خپل غرور او مېړانې منافي وګڼي چې دغو بېرحمه او ذليله واکمنانو له مظلومو افغانانو سره کړې. که ووايو چې ټولو کمونستانو د خپلې څوارلس کلنې واکمنئ په دوران کې په ملي شتمنيو کې هومره خيانت ندی کړی لکه د شورای نظار د واکمنئ په دوران کې چې هر قوماندان او واکمن کړی مبالغه مو نده کړې .

په پاريس ، لند ن او دهلي کې شخصي جايدادونه او کورونه اخېستل ، په داخل کې قصرو نه جوړول ، شخصي او دولتي ځمکې غصبول د خلکو لوڼې په زور نکاح کول ، د دفاترو لوازم ، فرش ، ظرف ، مېز ، چوکۍ غلا کول ، د خلکو د کورونو دروازې ، کړکۍ او د چت لرګي ايستل ، د فساد ، عيش ، عشرت ريکارډونه قائمول ، بدمعاشي ، داړه ماري ، اخلاقي فساد او دشريفو خلکو په پت او شرف تېري د دوی ورځني معمول او عادي کارونه وو ، دوی په خپلو رذالتونو سره د ګلم جمانو او کمونستانو مخونه ور سپين کړل ". اوس يې نو د قانوني مراحلو په تر سره کولو او د بهرنيانو په مټ تر سره کوي .

بي پايه واک ورسره دی ، په هر وزارت کې په هره کچه چې وغواړي ادلون بدلون راو ستلی شي . حکومت کول ، حکومت ساتل ، له دولتي امکاناتو استفاده کول ، بهرته سفيران لېږل د خارجي او ګاونډي هېوادونو سره تړونونه او معاهدې لاسليکول خپل قانوني حق بولي .

دوی ډېر ژر د خپلو مخالفانو په نيولو او د کيوبا د ګوانتنامو زندان ته په ليږلو پيل وکړ ، طالبان چې مخکې يې په صداقت غوښتل له جګړې لاس واخلي ، او وسلې پر ځمکه کېږدي ونيول او تعقيب يې کړل .

نور بيا