د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمالي ټلوالې سياست مداران څه کوي ؟ (۷)

احمد ظاهر وحدت 07.08.2010 13:45

په تېر پسې .

لکه څنګه مو چې وړاندې وويل د شمال ټلوالې په اصطلاح سياست مداران په دغې تش په نوم ډموکراټيکه پروسه کې په نوي فکر ورننوتل ، او د پکول ميراثي فرهنګ يې چې د په اصطلاح ملي اتل څخه ورته په ارث پاتې ؤ څنګ ته او د نکټایۍ او پتلون فرهنګ ته يې مخه کړه .
دوی هغه د دوی په اصطلاح جهادي ږيرې کوچنئ او وړې فرانسوۍ ! ږيرې يې پرېښودې ، که تاسو د يونس قانوني ، جنرال داؤد ، ډاکټر عبدالله ، د بلخ د ټولواک او د دولت د کنټرول او ولکې وتلي والي عطا محمد ، حفيظ منصور ، چکري ، فهيم ، د مسعود وروڼو ( ضيا مسعود ، ولي مسعود ) او نورو ږېرې ليدلې وای او د اوسنيو ږيرو سره چې اوس يې دوی لري پرتله کړې وای پوه شوي به وئ چې دوی څوک دي ؟.

له نېکه مرغه د ځېنو خو خپل شخصيت او اصالت د لباس څخه دومره له ورايه په ډاګه کيږي چې سړی نه اړ کيږي په اړه يې له بېلا بېلو منبعو څخه معلومات را غونډ کړي .

د دوبۍ په يوه ډېر نا متو سوداګريز مرکز( ا مارات مول ) کې مې يوارې مارشال فهيم د لباس خرڅونې په يوه پلورنځي کې په داسې حال کې چې لباس يې اخيست وليد چې د يوه پتلون او کوټ بيه يې ٥٠٠٠ زره ډالره وه .

دوی بېچاره ګان اړ ؤ چې دا ډول د جګې بيې لباس واخلي ځکه چې لباس هم د شخصيت په لوړولو کې ځېنې مهال بشپړ مهم رول لوبولی شي .

د طالبانو پرېوتنې ځينې بهرنئ او کورنئ سياسي حلقې وهڅولې چې د يوه سياسي پلاټفورم او چوکاټ جوړونې هڅې پيل کړي ، ترڅو د رباني د حکومت واک يوې نسبتا استاځې سياسي مؤقتې ادارې ته ولږدوي .

د المان د بن په ښار کې د ملګرو ملتونو د استاځي لخضر ابراهيمي او د امريکا په ګډون د ځينو ګاونډيو هېوادونو استاځيو لخوا يو جريان په لاره واچول شو ، دغې جريان ته د هېواد څخه د شمالي ټلوالې ، د روم څخه د پخواني پادشاه ، د پاکستان څخه د مهاجرينو او د قبرص د هېواد څخه د قبرېص د سولې د جريان په نامه مختلف سياسي جريانونه ورغلل .

خو دځېنو هېوادونو چې متاسفانه د حقيقت په پټولو کې ځانګړی مهارت لري او د ځينو داخلي مغرضو او متعصبو حلقو شعاع پدې کانفرنس کې دومره قوي وه چې وتوانېدل د کانفرنس پايلې بې ثمره کړي ، يوه غټه ناقيصه چې پدې غونډه کې هر چا محسوسوله هغه د حزب اسلامي او طالبانو نه بلل ؤ ، که دوی واقعا غوښتلی چې په افغانستان کې تل پاتې صلح راشي او نور افغانان په خپله خپل سرنوشت وټاکي بايد چې حزب اسلامي او طالبانو ته يې پدې غونډه کې د برخې اخېستنې بلنه ورکړې وی .
دغه غونډه د څو ورځو لپاره پرله پسې و ځنډېدله ، چې يواځنی علت يې د شمالي ټلوالې نا مشروع او بې ځايه غوښتنې وې ، د هېواد وتلی ليکوال او سياسي کارپوه محترم غلام محمد زرملوال په خپل کتاب ( افغانستان تر وروستي افغانه ) څلورم ټوک کې د شمالي ټلوالې لپاره امريکاي سفيرجېمز ډابنز د ليکنې په قول ليکې چې شمالي ټلواله په سلو کې د اتيا کرسيو غوښتوونکي ؤ ، او دوی وايي چې ما مستحق اين هستيم که هشتاد در صد کرسيهای دولت موقت اينده را از ان خود کنيم ، زيرا ما خون داده ايم ، کشور را نجات داده ايم ! .

دوی د کورنيو ، بهرنيو ، دفاع او د دولت د رياست چې پخوا له د دوی په لاس کې وې ټولې څوکۍ غوښتلې .
نړيوالو غوښتل چې د پخواني ټولواک ظاهرشاه څخه د افغانستان د روانې غميزې په پای ته رسولو کې او يوې تل پاتې سولې ته د رسيدلو لنډې لارې چارې و ازمويي ، خوشمالي ټلوالې د نوموړي مشري او افغانان پر يوه واحد محور را ټوليدل و نه منل ! .
دوی به دواړه پښې پر يوې موزې ننباسلې ، يا به موږ ته دغه کلييز وزارتونه راکوی او يا به غونډه موږ پرېږدو !!!.

نور بيا