د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لمانځه سياسي اړخ ته يوه کتنه

احمد ظاهر وحدت 16.10.2010 12:51

دوهمه او وروستئ برخه .

د اسلام د مبين دين ټول اساسات او ارکان د يوه ځانګړي او خاص جوړښت او انتظام څخه برخمن دي .
اما لمونځ له هغې ورځې چې الله (ج) د اسلام ستر پيغمبر محمد مصطفی (ص) ته د يوه ځانګړي اسلوب او يوې خاصې انضباطي فريضې په ډول د معراج په لويه او ستره اسماني پېښه کې په ٦٢٣م کال کې وړاندې کړ ، د سترو او ژورو ، انقلابي جوړښتونو او لويو سياسي بدلونونو ، اجتماعي او ټولنيزو رغونو او هڅونو څخه ډک عمل دی .
د لمانځه نه په الهام د ژوند کولو ټولې چارې د سمون او جوړښت په ګاڼه ښکلې کېدای شي.
که د لمانځه بهرنيو او کورنيو ترتيباتو او شرائطو ته ژوره پاملرنه وشي ، په اسانئ سره په ډاګه کيږي چې د لمانځه اډانه په پوره ډول حکومتدارئ ته ورته ده .
لمونځ يوه داسې چاره ده چې د نړۍ ټول مسلمانان چې د لوی الله په سپېڅلي واحدانيت ګروهمن او معتقد وي په يوه نه شلېدونکې رسۍ تړي .
د لمانځ په ادا کولو سره انسان اړ او مکلف دی چې د خپل ګاونډي له انفرادي او اجتماعي ژوند څخه خبر شي ، په درد يې ودرديږي او په خوښئ يې خوښ او هوسه شي.
که نوموړی بډای او شتمن وي بايد خوار او فقيرته د خپل مال زکات ورکړي او که د زکات اخېستلو مستحق وي بايد د اسلامي مکلفيت له مخې ورته زکات او عشر ورکړل شي.
که د کلي په کچه کليوال د ورځې د پينځه وخته لمانځه د ادا کولو لپاره د کلي په جومات کې سره را ټول شي او د لمانځه د ادا کولو وروسته د کلي په سطح په خپلو انفرادي ، اجتماعي ، کلتوري ، فرهنګي ، اقتصادي ، سياسي ، اخلاقي او نظامي ستونځو و غږيږي د شک پرته ورته د حل لارې ميندل کيږي.
همدا راز که د څو کليو په سطح په اونۍ کې يوه ورځ د جمعې د مبارکې ورځې د لمانځه په غونډه کې خلک په خپلو ستونځو او ربړونو و ګړيږي او د حل سالمې او معقولې لارې چارې ورته ولټوي په اطمنان سره ويلی شو چې پورته رنګارنګ ستونځې هوارېدای شي.
په همدې ډول د څو سيمو د خلکو په کچه د روژې د اختر لمونځ کاملا او په بشپړه توګه يوه داسې سياسي ټولېدنه او يوه اجتماعي لاس ته راوړنه ده چې په هېڅ يوه بل مذهبي پرنسيپ کې نه تر سترګو کيږي ، پدې ټوليدنه کې خلک او مسلمانان يو بل ته خپل حالات او کړه وړه څرګندوي ، او د خپلو سيمو او چاپريال پرمختګونه ارزوي او په باب يې معقولې او ګټورې پريکړې کوي.
همدارنګه که چېرې د نړۍ په کچه د لوی اختر لمونځ او ددې لمانځه سياسي پس منظرته وکتل شي په ډاګه کيږي چې پدې غونډېدنه کې د نړۍ د ټولو مسلمانانو استاځي ګډون کوي ، پرېکړې کوي په ټولنيزو او انفرادي ، اخلاقي ، کلتوري ، اقتصادي ، سياسي او عسکري موضوعاتو د افکارو را کړه ورکړه کوي ، که په کوم اسلامي هېواد کې بدمرغئ وي او وګړي يې په پورته يادو شويو برخو کې ستونځې ولري په ګډ تصميم او په قاطع هوډ او هڅو سره يې د حل لارې چارې لټوي ، ځکه چې لوی خدای (ج) د اسلام مبين دين يو خير غوښتونکی او ټولنيز بشپړ اصلاحي مکتب معرفي کړی دی ، چې د ژوند هرراز ستونځې پکې حل کېدای شي.
پدې لويه کلنۍ ټولېدنه کې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه په لسګونو او سلګونو زره مسلمانان د يو خېل جامو په اغوستلو سره ګډون کوي تر څو د دنيا نورو اديانو ته په ډاګه کړي چې موږ يو واحد ملت ، واحد غږ ، واحد فکر او يو واحد تصميم يو !!. دلته تور پر سپين سپين پر تور ، عرب پر عجم عجم پر عرب ، موړ پر وږي وږی پر موړ ، اشرف پر عادي عادي پر اشرف تفوق او لوړوالی نلري ، او که يې څوک حسابي وګڼي هغه د لوی خدای (ج) د سنت او پرنسيپ خلاف کارکوي ، د لوی الله (ج) سره د جګړې اعلان کوي ، چې په هېڅ ډول پدې جګړه کې ګټوونکی نه شي ثابتېدای.
دلته په صف کې مکې ته مخامخ او په هر بل جومات کې درېدونکي مسلمانان کولای شي په هر ځای کې و دريږي ، که د هر رنګ او ژبې ويوونکی مسلمان وي ، او چې دهر نسل زېږنده وي هم .
دلته په بشپړ ډول د تقوی او خير له مخې اسلامي مساوات وجود لري ، رنګ ، نسل ، ژبې ، اشرافيت او شتمن ته پکې ځای نشته ، او نه هم د کمونېستي ملحدې او دروغژنې ايديالوژۍ په څېر مساوات پکې ځای لري .
په اسلامي حکومت دارئ کې ټول دار او مدار په تقوی او اسلامي سپېڅلتوب او انساني شرافت کې نغښتي دي.
اما له بده مرغه چې نن په ټوله نړۍ کې د دنيا په هېڅ يوه کنج کې د اسلامي دولت څرک نه ليدل کيږي .
که چېرې اسلامي حکومت وی ، د اسلامي امت وګړي به نن د دومره کړاونو او جګړو ښکار نه وی ، نن به د فلسطين خاوره نه اشغال کېدله او نه به د اسرئيلو غاصب رژيم خپلې پښې له شړۍ څخه دومره اوږدې غزولی.
متاسفانه چې د اوسنيو په اصطلاح اسلامي هېوادونو تش په نامه واکمنان هم د ځان سره دښمني کوي او هم د خپل رب سره په جګړه بوخت دي ، دوی د اسلامي حکومتونو څخه وېره لري ، دوی په خپلو ملکونو کې اسلام عملا له سياست څخه بېل کړېدی ، بې دينه او سکولر ادارې يې جوړې کړېدي ، له اسلام نه يواځې د ابزار په شکل استفاده کوي ، نه له اسلام نه په سياست کې ګټه اخلي ، نه په اقتصاد ي چارو کې ، نه له اسلامي اصولو نه په سوله کې استفاده کوي نه د جګړې په ډګر کې او نه پدې ګروهمن او معتقد دي چې اسلام به يوه پرمختللې ، عصري او د نوي عصر او عصري علومو يو چاپريال او هوسه ټولنه را مينځ ته کړي !!.

ددوی ددې بې دينئ او اسلام ضد مفکورې په ليکلو سره ماته د مصر د يوه اسلامي مفکر او عالم استاد شهيد سيد قطب (رح) هغه خبره را ياد شوه چې وېل به يې " د اسلامي نړۍ د بې دينه واکدارانو له امله اوس په ګرده اسلامي نړۍ کې له اسلام او قران نه يواځې په دوو برخو کې استفاده کيږي . لومړئ په واده او نکاح کې او دوهم د مړي په جنازه او تدفين کې . د ژوند په نورو برخو کې د استفادې وړنه دی او يو اځې وخت پرې ضايع کيږي او بس ".

وما علينا الا البلاغ .