د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمالي ټلوالې سياست مداران څه کوي ؟ (۵)

احمد ظاهر وحدت 01.08.2010 14:34

په تېر پسې .

د ايراني ډپلوماټانو وژل کېدل ايران دې ته وهڅوه چې په لسګونو زره وسلوال پوځ افغان پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي ، د مشقونو او مناورنو له لارې يې افغانان بېرول .

هره ګړی د يوې ورانوونکې جګړې د را مينځ ته کېدا احتمال ؤ ، اما ايراني حکومت دغه تېروتنه ونکړه ښايي په کور دننه د سني او نورو اقليتونو د لا غښتلتيا له وېرې چې د حکومت ضد افکار يې لرل او تل يې خپل ځانونه محروم احساس کړيدي دغه کارته زړه نه وي ښه کړی ، او دا يو طبيعي امر دی چې په جګړو کې تل دا ډول واړه ځواکونه لوی لوی کارونه کولی شي.

خو دغه شايد کورني عوامل وي يو څو ډېر ځواکمن فکتورونه نور هم ؤ او دي چې د نړۍ او سيمې په سطحه يې ايراني حکومت ننګوه ، تر څو داسې لويه تېروتنه ونکړي او هغه داچې .
الف . امريکا او ځېنې ملګري يې تل پدې هڅه کې ؤ او دي چې ايراني حکومت تر هر نوع فشار لاندې راوړي که هغه سياسي او اقتصادي ګواښونه وي او که حتی عسکري .

ب . د عربي اماراتو دولت هم د ابو موسی جزيرې پر سر د ايران سره د اختلافاتو درلودل .

د . د سعودي پادشاهي دولت د اېراني دولت سره د حزب الله د لبنانۍ ډلې د ملاتړ ، او په کور دننه د شيعه اقليت چې ١٧ په سلو کې جوړوي او ايران يې د سياسي تشويق او تشجيع اصلي عامل بولي پر سر اختلافات درلودل .

ج . د افغانانو بې ساری مقاومت چې د تاريخ په اوږدو کې يې د پرديو يرغلګرو پر وړاندې ښيي .

دا ټول هغه عوامل ؤ چې د ايران حکومت يې له جګړېيز فکر څخه پر شا کړ ، که چېرې جګړه پيل شوې وی ، پرته له شکه چې د ايران دولت به پورتني دولتونه دطالبانو او په ټوله کې د افغانانو تر شا د کومک ، مرستې او خواخوړئ په شکل ليدلی .

طالبانو چې د ايران غورځې پرزې هسې وليدې نور يې هم په فکري لحاظ غښتلي کړل ، او بالعکس د شمالي ټلوالې د ملېشو مورال يې نور هم وغورځوه ، يو په بل پسې يې هغه سيمي لاندې کړې چې لا يې نوې نيولې .

پدغو سختو ګړيو کې ؤ چې شمالي ټلواله خپل په اصطلاح قهرمان او لوی معامله ګر ، په ځان او قدرت ميين مسعود له لاسه ورکوي ، نوموړی د هغو دوو عربي ټلويزيوني مرکه کوونکو له خوا د يوه ځانوژونکي بريد په ترځ کې خپل ژوند له لاسه
ورکوي چې ده ته په ورځو ورځو دده دکار په ځای کې منتظر ؤ .

د مسعود مړينې خللک او نړيوال هک پک حيران کړل ، دده پر مرګ پسې جوخت د سبټمبر په يوولسمه ٢٠٠١ م کال د نيويارک پېښه را مينځ ته شوه چې په زرګونو خلک پکې ووژل شول او پړه يې په افغانستان کې مېشت د القاعده مشر اسامه بن لادن پر غاړه واخېسته .

هر څه ١٨٠ درجې تغيير وکړ ، امريکايان نه پوهېدل څه کړي ؟

بې له درنګه يې د طالبانو د اسلامي تحريک څخه چې د تخار او پنجشېرله سيمو پرته يې په ټول هېواد خپله سلطه ټينګه کړې وه وغوښتل چې يا اسامه موږ ته وسپاري او يې هم له افغانستانه وشړي ! .

طالبانو د هېواد په کچه په کابل کې د عالمانو زرکسيزه شورا را وغوښتله تر څو د ورپېښو ستونځو په اړه ورسره مشوره وکړي ، شورا د طالبانو د لوی مشر ملا عمر څخه د يوې پرېکړې په ترځ کې وغوښتل چې اسامه له هېواده وتلو ته وهڅوي ، خو ملا صيب د ا پرېکړه ونه منله !!!.

امريکا او ملګرو يې خپلې قوه وې د خليج او نورو هېوادونو په اوبو او ځمکه کې د طالبانو د را پرځولو په ټکل ځای پر ځای کړې ، شمالي ټلوالې د خپل تښتېدلي مورال او ملېشو په بېرته را غونډولو پيل وکړ ، دوی پوهېدل چې د امريکا د حملې په صورت کې هرو مرو طالبان ماته خوري او د ماتې او شکست په صورت کې د دوی په اصطلاح حکومت بايد د را مينځ شوې سياسي خلا !! غم وخوري .

نور بيا