د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمالي ټلوالې سياست مداران څه کوي؟ (۶)

احمد ظاهر وحدت 02.08.2010 17:36

په تېر پسې .

طالبان پوهېدل چې د امريکا د مقاومت تاب نلري ، او نه هم داسې فکر موجود ؤ چې ګواکې له دوی نه د ا فغانان دجګړې په لومړئ کرښه کې د فاع و کړي ، ځکه چې د هېوادالو هغه هيلې چې ګويا طالبان به د هېواد سياسي قدرت يوه منتخب نظام ته سپاري تر سره نه شوې ، بس په يواځې توګه يې هر څه پر مخ بېول ، پداسې نازکو شرايطو کې ا فغانان يوې هيله منې را تلوونکې ته سترګې په لار وو ، که هغه د هر چا لخوا وي هم .

د هېواد ډيری قومي مشرانو ، سپين ږيرو او مخورو له طالبانو و غوښتل چې واک يوې متبادلې ځای ناستې جرګې ته وسپاري !! خو ددوی ږغ چا نه اورېدو ، نوموړي مشران پوهېدل چې د طالبانو سقوط به يوه غميزه وي ، که چېرې يو معقول الترناتيف وجود ونه لري .

امريکا او ملګرو يې د اټکل سره سم په هوايي بريد لاس پورې کړ ، په ډېر لږ وخت کې يې د اسلامي امارت کلکې او غښتلې د فاعي کرښې ماتې او د ځمکنئ جګړې لپاره يې حالات چمتو کړل .

په لومړي ځل امريکا د مزار شريف له ښاره ځمکنئ جګړه هله پيل کړه چې څو ورځې وړاندې يې د شمالي ټلوالې د دريو مهمو په اصطلاح سياست مدارانو هر يو مارشال فهيم ، ډاکټر عبدالله او د مسعود د امنيت مشر عارف سروري خولو ته د سي ای اې په وسيله په مليونونو ډالر ور واچول او وجدان پلورنې ته يې اړ کړل .

په چټکئ سره جګړه د امريکا او ائتلافي ملګرو په ګټه او د طالبانو د زوال په لوري روانه وه ، شمالي ټلوالې په ډېر اخلاص او رښتينوالئ سره د امريکايي قوماندانانو په امر او د دوی د ځمکنيو قواوو په مټ او بي ٥٢ الوتکو په ملاتړ ډېرې سيمې لاندې او د نيول شويو ولايتونو او ولسواليو لپاره يې خپل وطن خرڅوونکي واليان او ولسوالان مقرر کړل .

د طالبانو پښې تښتېدلې وې او جنګيالي يې ورخطا ؤ ، د کندوز په ولايت کې يې په زرګونو طالبان ايسار پاتې ؤ ، شا وخوا ولايتونه يې يو په بل پسې له لاسه وتلي ؤ .

د طالبانو د پېر د بهرنيو چارو وزير ښاغلی متوکل په خپل کتاب ( افغانستان او طالبان ) کې ليکې چې " موږ ددې لپاره چې دکندوزمحاصره شوي طالبان مو له مرګه ژغورلي وي او خپلو کورنيو ته را ستانه شي د ښاغلي سردار عبدالولي او پير سيد احمد ګيلاني څخه مو د و سا طت او منځګړيتوب غوښتنه وکړه خو چا مثبت ځواب را نکړ!!.

بيا د لوی ملا صاحب په مشوره داسې پرېکړه وشوه چې بايد د کندوز مجاهدين د شمالي اتحاد جنرال دوستم ته پدې شرط خپلې وسلې وسپاري چې ددې تضمين ورکړي چې تاسو به په ډاډ خپلو مطلوبو ځايونو ته ستانېږئ ، همداسې وشول طالبانو خپلې ټولې درنې او سپکې وسلې نوموړي جنرال ته وسپارلې ! خو په مقابل کې دوی په کانتينرونو کې واچول شول د اکسجن د نه لرلو له کبله نيم مړه او نيم يې د جنګي کلا په جګړو کې په ډليزه توګه ووژل !! "

د جګړې لمن له شماله ورو ورو د کابل په لوري را ټوليده چې يو ناڅاپه کابل سقوط او طالبان د سويل او سويل ختيځ په لوري په شا شول .

په کمين کې تيار ناست او د جګړې فاتح د شمالې ټلوالې په اصطلاح اسلامي دولت په بېړې بيا د کابل ارګ ونيو ، او د حکومت چارې يې سمبال کړې ، خو دا ځل يې نوي فکرونه او پرمختللې عقيده او غرب ته نږدې دموکراتيکې هيلې په سر کې لرلې.

نور بيا