د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صلح څوک نه غواړي ؟

احمد ظاهر وحدت 28.10.2010 14:15

د لوی څښتن په سپېڅلي نامه .
لوی خدای (ج) انسانان او پېريان د بنده ګئ او عبادت لپاره پيدا کړي دي ، د مينې او الفت لپاره يې پيدا کړي دي ، د نېک کار او ګټورې توصيې لپاره يې د زمکې زړه ته رالېږلي دي ، ترڅو پدې ډول اعمالو سره په خپلو مينځو کې د ښې راکړې ورکړې چال چلن وکړي ، د جګړو او بد مرغيو مخه ونيسي ، څوک قتل نشي څوک بې عزته او بې ابرو نشي د چا وينې تويې نشي د چا پر پوله بريد ونشي او بالاخره د ظالم لاسونه دومره اوږده نه وي چې دده لاامله د خلکو ورڅنئ چارې او کارونه ودرول شي او د وګوړو سولييز ژوند وګواښي او سوله ( صلح ) له مينځه يوسي.
ځکه چې په سوله کې خير دی لوی خدای (ج) په خپل رالېږلي سپېڅلي کتاب قران الکريم کې خپلو بنده ګانو ته په خطاب کې فرمايي چې وصلح الخير يعنې په صلح کې خير دی !!.
که سوله نوي علم به نه وي ، که سوله نوي جوړېدنه او ودانول به نوي ، بد مرغئ او ويرونه به وي ، مدرسې ، مکتبونه او ښونځي به نوي ، پوهنتونونه او لوړ تحصيلي مؤسسات به نوي ، پلونه ، سرکونه ، فابريکې ، زراعت ، اقتصاد ټولنييزه وده او پرمختګ به په ټپه ولاړ وي ، فکر او خيال به تمرکز نکوي د مغزو تېښته او فرار به په ګړندي ډول روان وي.
اوس چې سولې ته دومره اړتيا ده او هرڅه د سولې په راتلو سره تړلي دي نو ولې سوله څوک نه غواړي ؟
زموږ دا بدمرغی هېواد به کله د سولې سپينې کوترې ويني او څوک يې مخه نيسي ؟ .
له نېکه مرغه اوس چې د سولې عالې شورا جوړه شوې او د افغانانو هيلې او ارمانونه يو ځل بيا را ټوکيدلي ، خو بيا هم د سولې او ملي پخلاينې راتلو ته زښت ډېر واټن پاتې دی .
د ځېنو شننکو په اند اوسنئ د سولې عالي شورا يوه تش په نوم شورا ده دومره خاص واک او ځواک نلري ، او د جوړښت او ترکيب له مخې ستونځې لري ملي غايه او موخه پکې له پامه غورځول شوې ده .
د دولت هغه برخې چې د شمالي ټلوالې په واک کې دي د طالبانو او حزب اسلامي سره روغه جوړه نه غواړي ، دوی ډاريږي چې ګويا که سوله ټينګه شوه بازار به يې سوړ شي . پوښتنې او د تېرو کړو وړو په سبب به د دوی ګرېوان او د ملت لاسونه وي .
له بلې خوا د طالبانو په اسلامي تحريک کې هم ځينې حلقې نه غواړي چې سولې ته غاړه کېږدي ، او دا ډېرې غښتلې او د ای اس ای له اجازې پرته فرض لمونځ هم نه ادا کوي ، دوی د پاکستان له خوا د دسمال په څېر کارول کيړي تر څو چې د ای اس ای موخې نوي تر سره شوېې دوی به خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي.

د امريکا متحده ايالات او د سعودي پادشاهي دولت چې اصلې لوبه يې په ګران هېواد افغانستان کې ګرمه کړې ده هم نه غواړي چې سوله تامئين شي ځکه چې په سولې سره دوی خپل سټراتېژيک اهداف او موخې نه شي تر لاسه کولای ، او په اوږدمهال کې دوی غواړي چې د سويلي اسيا د ملکونو مذهبي اسلامي ډلې و ځپي او بالاخره د منځنئ اسيا د هېوادونو په معدنياتو خېټه وا چوي .

اوس په افغانانو پورې ده چې دوی سره کېښني او دې بد مرغه ټاټوبې ته سوله راوړي !! . بس ده ورور وژنه او بالاخره بس ده د بل په لاس غولېدنه .