ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


هندوستان د نړۍ د لومړي هېواد په توګه د سپوږمۍ جنوبي برخې ته ورسېد

د هند چندریان 3 خلایي جهاز په کامیابۍ سره د سپوږمۍ قطب جنوبي برخې ته له رسېدو سره په نړۍ کې لومړی هېواد شو او سپوږمۍ ته له ختلو سره د نړۍ څلورم هېواد شو. د هند د خلایي څېړنیزې ادارې «اسرو» چندریان-3 خلایي جهاز د شورو- چارشنبې په ورځ د هند له ځایي وخت سره سم د ماښام پر څلور منټه بالا شپږ بجې په کامیابۍ سره پر سپوږمۍ کښېناستله. د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي سپوږمۍ ته د خپل خلایي جهاز په رسېدلو خوشالي ښکاره کړې او دا یې د خپل هېواد د خلکو لپاره ویاړ بللی دی. ښاغلي مودې خپلې خلایي ادارې «اِسرو» ته پر دې کامیابه سفر مبارکي ویلې ده. تر هندوستان وړاندې امریکې، روس او چین خپل خلایي جهازونه پر سپوږمۍ کښېنولي دي، خو جنوبي قطب ته یې نه دي رسېدلي. د هندوستان د کوښښ نه څو ورځي وړاندې د سپوږمۍ د جنوبي برخې په لوري روان د روس لونا 25 نومې سیاره د سپوږمۍ له سطحې سره ټکر شوه او وغورځېده. نریندرا مودي خپل ولس ته په یوه ویډیو کې ویلي، چې د سپوږمۍ جنوبي څنډې ته له رسېدو سره به یې په نړۍ کې له سپوږمۍ سره تړلې افسانې او متلونه بدل شي، ځکه چې وایي تر دې مخکې دې برخې ته د نړۍ هیڅ هېواد نه ور رسېدلی.   سپوږمۍ ته د هندوستان موجوده چندرایان دریم نومي خلايي جهاز د جولای په 14مه سفر شروع کړی وو. د سپوږمۍ مدار ته تر ننوتلو مخکې دا جهاز لس ورځې د مځکې په مدار کې ګرځېده او د اګست پر پینځمه د سپوږمۍ مدار ته ننوته. چندریان په هندي او سنسکرت ژبه کې «د سپوږمۍ ګاډي» ته وایي. په 2019م کال کې د هند د خلایي څېړنې ادارې «اسرو» چندریان-2 پر سپوږمۍ د کښېناستلو په وخت تباه شوې وه. سپوږمۍ ته د سیارې لېږلو دا د هندوستان دریم کوښښ دی. په کال 2008م کې د هندوستان په لومړي مشن کې د هندوستان سیارې د سپوږمۍ د مدار نه د دې خبر تصدیق کړی وو چې د سپوږمۍ په مخ د اوبو شواهد شته. د هندوستان په پونې ښار کې د ماحولیاتي علم د یونېورسټۍ پروفېسر چېتیانا ګيري وایي د 1960م او 1970م په لسیزو کې سپوږمۍ ته لېږل شوي د سیارې د سپوږمۍ په هغه مرکزي برخه کې کښېناستلي دي چې د ځمکې نه لیدل کېږي او د سیارو کښېناستل په کې اسان دي. د سپوږمۍ جنوبي برخه چې سطح يې سخته او ناهمواره ده تر دې وړاندې نه وه دریافت کړی شوې.

23.08.2023 ډیوه

د برېکس تنظیم د سرمشرانو په غونډه کې د غربي نړۍ خلاف د صدر پوټن تقریر او په اقتصاد بحث

په جانسبرګ کې د درې ورځنۍ سرمشریزې نه وړاندې د برېکس چارواکو دا تاثر د ردولو کوښښ کولو چې دا تنظیم د چین او د روس د اثر دلاندې د مغري ملکونو خلاف دریځ خپلوي. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د پوټن تقریر دغه سیاسي اختلاف د غونډې مرکز ته ور کښ کړو

23.08.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

23.08.2023 امریکا غږ

د لوبو له میدانه؛ پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې په ستر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه. د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې په لوبو بوخته ده. د تکواندو نړیوالو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړو د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. په دې خپرونه کې مو د تکواندو له هغه لوبغاړي سره ځانګړې مرکه کړې چې د سرو زرو مډال یې ګټلی. دغه راز د خپرونې په وروستۍ برخه کې بیا د افغانستان او پاکستان په ترسره شوې سیالۍ له دوو مېلمنو سره خبرې شوي. د لوبو له ميدانه خپرونه، چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

23.08.2023 ازادي راډیو

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

23.08.2023 امریکا غږ

پاکستان کې سیلابونه؛ شاوخوا ۱۰۰ زره کسان امنو سیمو ته انتقال شوي

د پاکستان د بیړنیو خدماتو ادارو د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) اعلان وکړ چې د پاکستان د پنجاب ایالت له سیلاب ځپلو کلیو څخه شاوخوا سل زره کسان ایستل شوي دي.

23.08.2023 امریکا غږ

امریکا کې د بې‌ساري اورلګېدنې وروسته لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان ورک دي

په متحده ایالاتو کې چارواکي وايي ددغه هېواد په هاوايي ایالت کې د تیرې اونۍ د بې ساري اور لګېدنې وروسته لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان لادرکه دي.  

23.08.2023 امریکا غږ

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د خواهشمندو امیدوارانو مباحثه

ريپبلېکن نېشنل کمېټۍ ویلي د ريپبلېکن پارټۍ په وړمبۍ صدارتي مباحثه کې به اته امیدواران شرکت کوي

23.08.2023 ډیوه

ټانک: وسله وال برید کې پولیس اهلکار وژل شوی

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې نامعلومو وسله والو د پولیسو یو اهلکار په هدفي برید کې وژلی او د وسله والو په ډزو کې دوه لاروي ژوبل شوي هم دي.

23.08.2023 ډیوه

انوار الحق کاکړ: پاکستان به د بنياد پرستۍ، توندروۍ او عدم برداشت پرضد جنګيږي

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، "پرون په وزيرستان کې لس پوځيان وژل شوي، او که د چا دا خيال وي چې مونږ به د ترهګرۍ ضد جګړه کې ستړي شو په دې غلط فهمۍ کې دې نه اوسي".

23.08.2023 ډیوه

کېر انټرنېشنل: د طالبانو له بندیزونو وروسته د افغانستان 80 فیصده نجونې له تعلیمه محرومې دي

د پاملرنې په نوم نړیواله مرسته کوونکې اداره (کېر انټرنېشنل) وايي، په افغانستان کې د هغو نجونو چې عمرونه یې سکولونو ته د تلو دي او پېغلو چې په اوس وخت کې له تعلیمه محرومې دي شمېر 80 فیصده یعنې 2.5 میلینه ته رسیږي. کېر انټرنېشنل د اګست پر 21مه په خپل یو رپوټ کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی، چې پکې د نجونو او ښځو پر تعلیم بندیز لګېدلی دی. دې ادارې سکولونو ته د نجونو او پېغلو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز د افغانستان لپاره 5.4 ارب ډالره اقتصادي‌ زیان ښوولی دی: "د 2021م کال په ستمبر کې د [طالبانو] واکمنو چارواکو تر دوولس کلنۍ پورته نجونو ټول رسمي تعلیم وځنډاوه، چې له کبله یې 1.1 میلین [11 لکه] نجونې او پېغلې له رسمي زدکړو محرومحې شوې". کېر انټرنېشنل وايي د طالبانو حکومت له دې پرېکړې وروسته د تېر 2022م کال په دسمبر کې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو تعلیم تر بل امر پورې وځنډاوه، چې وایي په سرکاري او غیرسرکاري پوهنتونونو کې تر یو لک 100,000 زیاتې ښځینه زده کوونکې یې اغېزمنې کړې: "له هغه وخته راهیسې نجونې او تر 12 کلنۍ پورته پېغلې مجبوره کړل شوې چې په کورونو کې کښېني او د خپلو سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو بیا پرانیستلو ته انتظار کوي". د پاملرنې نړیواله اداره وايي، جګړې، شخړو، مهاجرت، بې ځایه کېدو او قدرتي پېښو په افغانستان کې اوسنی زیات غربت او د خلکو محرومیت لا زیات کړي دي او تعلیم ته لاسرسی تل د ټولو ماشومانو لپاره یو لوی چېلنج اوسېدلی چې په ځانګړې توګه د نجونو لپاره دا حالت لا ستونځمن وو: "دلته نیژدې 40 فیصده نجونې هیڅکله په ابتدايي تعلیم کې نه دي شاملې شوې". خو د طالبانو د تعلیم وزارت چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ «ملت ته د حساب ورکولو» په نوم پروګرام کې وویل، دوی شاوخوا لس میلینه زده کوونکي لري، چې وایي‌ په هغوی څلور میلینه نجونې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو نجونو کې څومره په سکولونو او څومره په دیني مدرسو کې زدکړې کوي. کېر انټرنېشنل هغو نجونو ته چې هیڅکله سکولونو ته نه دي تللې د تعلیم په برابرولو کې کلیوالي سکولونه مهم بللي او ویلي یې دي چې ډېرو دغسې نجونو ته په کلیوالي ښوونځیو کې لومړنیو زدکړو اسانتیا برابره شوې ده. د پاملرنې ادارا له 1961م کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي. دا اداره وايي په روان 2023م کال کې یې تر اوسه د اووه لکه  58 زره ښځو او نجونو په ګډون له 1.15 میلینه مجبوره افغانانو سره مرستې کړې دي. د طالبانو حکومت وايي لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم د اسانتیا د برابرولو او د ښځو د پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره یې تګلارې لا نه دي بشړې شوې. په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو ادارو، د اسلامي‌ همکارۍ سازمان، امریکې او نورو هېوادونو په تېر یونیم کال کې له طالبانو په وار- وار په ټینګار سره غوښتي چې که د ښځو تعلیم او نور حقونه پر ځای نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

23.08.2023 ډیوه

د افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو یو ایرانی عکاس نیولی

د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، چې طالبانو حکومت د ایران د تسنیم خبري اژانس یو عکاس محمدحسین ولایتي نیولی دي.

23.08.2023 امریکا غږ

اوکرایني چارواکي: روس په اوډیسا علاقه کې د بندر په اسانتیاو هوايي حمله کړې

د روسي چارواکو په قول دوه نور اوکرایني ډرون د ماسکو په موزایسک او خیمکي سیمو کې هم راغورځول شوي دي. د اوکراین د ډورن له امله د ماسکو په هوايي اډو عملیات ځنډول شوي وو. په تېره څه موده کې اوکراین د ماسکو ښار څو ځله په هدف کړی دی

23.08.2023 ډیوه

پاکستانۍ روپۍ نوره هم غورځېدلې، يو امريکايي ډالر تر 300 روپیو زيات ګران شوی دی

په پاکستان کې په انټربېنک مارکيټ کې نن د پاکستانۍ روپۍ قيمت 0.15 فيصده راکم شوی او د روپۍ په مقابله کې ډالر 299.45 روپو ته رسېدلی دی. تېره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې يو ډالر په 299 روپۍ وو.

23.08.2023 ډیوه

پخوانې ښځینه پوځیانې: د طالبانو تر واک لاندې د اندیښنو او ستونزو ډګ ژوند لرو

یو شمیر پخوانیو ښځینه پوځیانو چې په پخواني رژیم کې يې د افغانستان په امنیتي ځواکونوپه تشکیلاتو کې کار کړی وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند یې له ستونزو اندیښنو ډک دي.

23.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more